ژباړه: محمد حامد بهیر
په ژوند کې مې ډېر سفرونه وکړل، اوس هم د قاهرې په هوایي ډګر کې یم او روان یم د نیویارک په لوري. کله چې سفر پیلوې عجیبه احساس درسره ملګری کېږي. مسافر تل کورته د ستنېدلو هیله لري، کور هغه ځای دی چې کورنۍ دې هلته اوسېږي، خو کور په رښتیا هغه ځای دی چې هلته دې وطنوال ژوند کوي او هغه څه چې دلته دې له لاسه ورکړي دي هملته خښ دي.
هویت ښییم، ته له هغو خلکو سره تعلق لرې. که څه هم ښه دي یابد خو ستا دي. هغه وخت یې احساس کولئ شې چې خپل اصلي کور ته دې نور را ونه ګرځې، یو دروند بار دې په اوږو باندې ایښودل کېږي چې په دې اوږده او بې پایه لاره کې دې مرګ ته لاره لنډوي.
ته یو داسې لاروی یې چې منزل دې نا معلوم دی او بېرته کورته د تګ لاره دې ورکه کړې ده، د یوه لېوني په ډول کوڅه کوڅه ګرځې، خو هېڅ وخت منزل ته نه رسې. ته هم د همغه لېونیانو په ډول خو یوازې دا فرق ورسره لرې چې هغه خپل ځان ته رېښتنی دی خو ته دروغجن، داسې فکر کوې چې په دې جنتي هېوادونو کې د وطن څښتن شوی یې.
د خپل ځان یو غولونکی انځور نشروې، هغه انځور چې نه یې ټولنه مني نه هم ته. ته مخکې نه یې بلکې د ځان او ټولنې تر منځ ورک شوی یې. که شاعر یې، شعر دې، که هنرمند یې، هنر دې او که سیاست پوه یې په سیاست کې دې خوند نشته. ځکه چې خپل هویت دې پر ځای پرېښی، همدې ته غربت وایي.
رښتیا ووایه دا ښکلې او لویې لارې، لوړ پوړې ودانۍ، او په ټوله کې دا نظم دې نه آرامه کوې، که څنګه؟ نور د پاکو کوڅو او منظمو پارکونو لوړو کوڅو او ښيښه یې ماڼو څخه نه یې ستړی شوی؟ همداسې نه ده؟ ته یوازې د معاصرې نړۍ د خود کارې آلې یوه برخه یې، په داسې حال کې چې وایې زه یې یو غړی یم. خو دا یوه لویه دوکه ده چې ځان ته یې ورکوې. رښتیا خو دادي چې ته یو پردی او یو مسافر یې. باور وکړه چې د دې ښار اصلي اوسېدونکي اوس هم په تمه دي چې کله به دا سفر پای ته ورسيږي او بېرته به راشې، خو اوس چې ستا اصلي کور یې اخیستی، اوږد سفر په مخکې لرې. ستا او د نورو مسافرو توپیر په دې کې دی چې منزل دې نا معلوم دی او سرګردانه یې.
ملک ستیز
قاهره ۱:۵۰ سهار
۲۰۲۴ داکتوبر ۲۵ مه