لیکوال: ګل رحمن رحماني
دې موضوع ته له ورتګ وړاندې به اړينه وي چې د تخيل د پېژندنې، تخيلي پروسې او له تعقل سره د تړاو په اړه يو څه معلومات ولرو او بيا يې د ادبي اثر په پنځولو کې نقش او اهميت ته تم شو.
وايي چې تخيل انسان ته وزرونه ورکوي چې په خپله ورکه پسې لوړې ژورې ولټوي، د خپلو پوښتنو د موندلو لپاره ډېرو نا اشنا جزيرو ته په يوه شېبه کې الوت وکړي او د ځوابونو د موندلو لپاره ناممکن، ممکن کړي.
تخيل انسان ته دا ذهني وړتيا ورکوي چې خپل ادراکات له سره ورغوي، ترميم يې کړي، په دې ناما چې هغه څه په خپل ذهن کې را حاضر کړي چې پخوا يې درک کړي او په ذهن کې يې يوه تشه خاکه يا انځور ورته پنځولى دى.
د اروپوهانو له نظره تخيل په دوو برخو وېشل شوى دى چې يوه ته ادارکي او بل ته اختراعي تخيل ويل کېږي. په لومړي ډول کې د هغو پېښو او موضوعاتو په ياد راوړل شامل دي چې د حسي ادراک له لارې مو پخوا تر لاسه کړي دي.
خو په اختراعي تخيل کې موږ په ذهن کې نوي او تازه انځورونو جوړوو چې دا دهر انسان په تخيلي ځواک او ذهني تجربې پورې ډېره اړه لري. په دې ځاى کې بايد زموږ تخيل پلټونکى او هڅاند وي د يو څه د بيان او کښلو لپاره بايد پوره ځواک راکړي او ذهن مو له طبعيت سره وتړي.
تخيل په حقيقت کې زموږ هغو تصوراتو ته بڼه(شکل) ورکوي چې لا يې هم بڼه نه ده موندلې، تجربه او ادراک سره يو ځاى کوي، هر کس تخيل ته پناه وړي، خو تخيلي ځواک په هر کس کې توپير لري، دا ځواک د انسان د ليدو، اورېدو او حس کولو يا حسي تجربو پورې اړوند دى.
تخيل د دروني ادراک لپاره هڅه ده چې وروسته د بيروني چاپيريال او نړۍ پورې اړوندو شيانو د نومونو او مانا لپاره کارېږي. فعال تخيل کولى شي چې د انسان ذهن او طبعيت له يو بل سره نږدې کړي.
دا چې ادبي اثار د ادب په خلاقيت پورې اړه لري او پنځول کېږي، نو ورسره سم د تخيل و خلاقيت بحث هم مطرح دى. دا دواړه سره ددې چې يو له بېل نه بېل دي، خو په بشپړه توګه له يو بل سره اړيکه لري، خلاقيت د تخيل کارونې ته اړ دى او له تخيل پرته به يې رامنځته کېدل ګران وي.
د بېلګې په ډول، وايي چې په جامو کې د ټنۍ لګولو پر ځاى په جامو کې د چسپ لګولو کار اسانه کړى او د تڼۍ( تکمې) په پرتله په اسانۍ سره جامې نښلوي، خو دا بدلون څنګه رامنځته شو؟
وايي چې دا کار يې جوړونکي د يوې مشاهدې له مخې وکړ، داسې چې په يوه کروند کې روان و، ويې ليدل چې ځينې پاڼې او واښه يې په جامو پورې کلک چسپېدلي( نښتي) دي.
همدا مشاهده يې د تخيل په مرسته پياوړې کړه، په دې پروسه کې يې دا يقيني کړه چې کېدلى شي د جامو د بندولو لپاره هم همداسې يو سرېښونکى رامنځته شي.
تر دې پخوا به هم خلک په دې پوهېدل چې ځينې اغزي او پاڼې دا ځانګړتيا لري، خو لومړى کس د خپلو مشاهدو او خلاقيت له مخې وتوانېده چې دا کار وکړي.
ددې ترڅنګ د رياضي او ساينس په نړۍ کې ډېر داسې فورملونه او معادلې لرو چې پوهانو يې د ويښې او تعقل پر ځاى، په خوب، تخيل او يا د ژوند له ځينې عينې پېښو او تجربو ورته حل موندلى او بيا يې په عملي ډول پلې کړې او په خلاقيت کې بريالي شوي دي.
دلته د خلاق عنصر کار دادى چې تخيل په واقعيت بدل کړي، ياني تخيل بايد تفکر ته وجود ورکړي، هغه څه چې نه ليدل کېږي، بايد وليدل شي.ځکه چې تخيل دا ځواک لري چې ورک او نه ليدونکي څيزونه زموږ سترګو ته ودروي.
فيلسوف اناتول فرانس په دې نظر دى که چېرته خوب او تخيل نه واى، ژوند به هم د زغم وړ نه و. هغه څه چې ژوند ته خوږلت ورکوي، همدا خوب، تخيل او هغه تصور دى چې په ژوند کې يې نه لرو.
ځينې پوهان تخيل ته خيالي جنت وايي چې انسان له خپلو غمونو او اندېښنو لرې بيايي، خو بيا ددې برعکس که وګورو د ژوند ځينې تراژيدي پېښې موږ د خوښيو د ځينو صحنو په اړه تخيل ته اړباسي او داسې وخت راځي چې په واقعي نړۍ کې هم په کې قدم کېږدو.
ډېر داسې ادبي، هنري اثار او پنځونې شته چې ډېر دردونکي او تراژديک وي، که تخيل يواځې يو ذهني جنت وى، نو لوستونکو به دا ډول اثار نه خوښول، خو ګورو چې په اوسني پښتو ادب کې تراژيدي اثار تر ټولو ډېر مينه وال زړه را ښکون لري.
الکس اسبورن نظر لري چې په بسټيز ډول د تمدن تاريخ د انسان د پنځګر ځواک ثبتولو ته وايي، تخيل د انسان د کوښښ او هڅو بنسټ او ددې لامل ګرځي چې انسان د يوه موجود په توګه د نړۍ واک تر لاسه کړي.
يو بل عالم وايي چې همدې تخيل د عملي افکارو بشپړتيا ته ګټې رسولې، پوهه يې رامنځته کړې، پوښتنې يې مطرح کړې او بيا يې ورته حل لاره هم موندلې ده. اوس به يې له ادبي اثر سره په اړيکه او پنځونه کې د د تخيل د رول په اړه هم خبرې وکړو.
د ادبي اثر ژبه له نورو اثارو توپير لري، دا د شاعرۍ غوندې د انځورونو، تشبيه ګانو او نورو ځانګړتياوو په څېر له عادي نثر نه بېله ده. اديب او شاعر اړ کېږي چې بايد ادبي او شاعرانه ذوق ولري، په خپل اثر کې د تخيل او خلاقيت نه پوره کار واخلي او د عيني او ذهني مشاهدو نه په ګډه داسې څه وپنځوي چې ادبي اثر او ښکلى اغېز ولري.
اوس که چېرته د اديب دا پنځونه له ژور تخيل تشه وي، نو دا مانا چې نظم او ترتيب په کې نه وي، ښکلا چې د انسان فطري هيله او غوښتنه ده، په کې نشته، نو په دې صورت کې ادبي اثر نيمګړى وي او د تلپاتې والي مُهر پرې نه شو وهلى.
په ټوله کې ادبيات د تخيل، عاطفې، اسلوب او معنى ځانګړې او هنري ژبه ده، دا ټول د انسان د ذهن، فکر او روان د روزنې او ښه والو لپاره يوه ګډه دنده اجرا کوي او د انساني د نېکمرغيو، خوښيو او سوکالې خوب تعيبروي.
هسې خو هره هنري او ادبي کړه د انسان له ذهن سرچينه اخلي، خو ددې لپاره تخيل تر ټولو اړين توک دى،که پورتني ياد شوي توکونه په ادبي اثر کې ځاى ولري، خو د تخيل په زرين مزي سره نه وي اوبدل شوي، نو هومره اغېز به ونه لري او اديب پر خپل لوستونکي د يوه نوي سفر او نوې خبرې ننداره نه شي کولى.
په ادبي اثر کې به زموږ د هرې بهرنۍ ښکلا او بيان طرز نيمګړى وي، د مخاطب د جذب هنر به ونه لري، د ادب او هنر تر منځ درې ګډ توکونه احساس، عاطفه او تخيل دي، خو د تخيل نقش په کې تر نورو ډېر مهم ښکاري، ځکه دا د انسان دروني نړۍ ته د ورتګ لاره اسانه کوي، خو د احساس او عاطفې مرسته ته اړتيا لري.
انسان ته د ننۍ بوختې نړۍ ستړى چاپيريال له ستړيا او سر خوږي ډک دى، ځکه پر هغه يې د ارام فکر، سوچ کولو او د ذهن د مارغه الوځولو فضا تنګه کړې ده. که شاعر او لیکوال د ادبي اثر په پنځونه کې د هغه دا ستونزه او هغه ته د خپلې ورکې د لټون لپاره د يوه ارام سفر زمينه مساعده نه کړي، نو ادبي اثر به يې بې اغېزې وي.
ځکه خو ليکوال دا اړتيا او غوښتنه له يوه ژور تخيل پرته نه شي پوره کولى، اړ دى چې په خپل اثر کې د تخيل خواږه وشيندي او تش د تعقل پرمټ وړاندې تګ ودروي. دا تخيل که نيمګړى هم وي، خو هغه د ژول ورن خبره، کومه موضوع چې يو کس يې په اړه تصور کوي، نور کسان کولى شي چې په واقعيت ېې بدله کړي.
د نړۍ ډېر شهکار او نوموتي ادبي اثار، ژور او قوي تخيل لري، همدا تخيل يې د نورو ځانګړتياو ترڅنګ د شهرت او تلپاتې والي سبب شوى او ليکوال ته يې په ادبي نړۍ کې ځانګړى مقام او ادبي شخصيت او محبوبيت ور په برخه کړى دى.
شعر او داستان چې د ادبياتو ممتازې او د پام وړ بېلګې دي، په ځانګړي تخيلي ځواک او مخيلې قوې ته اړتيا لري چې، څو انساني روح په کې په عالي ډول وځلېږي او د بشري ژوند ناخوالو ، ښکلاوو او نيکمرغيو ته په ماهرانه ډول وجود ورکړي.