ژباړن: استاد اسدالله غضفنر
یو وخت په هند کې څلور کسه ډېر لایق طبیبان اوسېدل چې ویل کېدل تر دوی تکړه حکیمان او لوی عالمان په ګرد هندوستان کې نشته. دوی کابو ټول علوم و فنون لوستي او له کابو هر شي خبر وو. خلکو به د خورا مشکلو مسلو تپوسونه ورنه کول، مشورې یې ورنه اخیستې او د دوی نصیحتونه یې اورېدل.
په دې منځ کې یوه ورځ یوه ماشوم وویل چې په څلورو حکیمانو کې تر ګردو هوښیار کس کوم یو دی؟ دا خبره لکه د سرې اور ډېر ژر په ټول ملک کې خپره شوه . هر چاته همدا پوښتنه پيدا شوه. هر چا وغوښتل چې همدې پوښتنې ته ځواب ومومي، خو ځواب چا ونه موند.
خلک د قوم تجربه کار مشر ته ورغلل، له هغه یې وغوښتل چې دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړي. مشر له ډېر غور وروسته د تر ګردو هوښیار حکیم د معلومولو لپاره فیصله وکړه چې دوی څلور واړه په یوه سخت امتحان کې واچوي.
مشر حکیمانو ته وویل چې د لوی ځنګل په منځ کې یو تش میدان دی، د میدان په منځ کې د بېرې ونه ولاړه ده. د ونې بېخ ته چې وګورئ پخپله به پوه شئ چې کوم امتحان مو په مخ کې دی.
حکیمان د لوی ځنګل په لوري وخوځېدل. له ساعتونو مزله وروسته یې د ځنګل په منځ کې هغه تش ځای او هلته د بېرې یوازې ولاړه ونه وموندله. دوی چې د ونې په بېخ کې د زړو هډوکو کوټې ته وکتل، پوه شول چې امتحاان یې له همدې هډوکو سره غوټه دی.
دا یوه حکیم وویل: زه کولای شم، دا هډوکي داسې سره کوشیر کړم لکه په اول سر کې چې وو. ده همداسې وکړل. په سلګونو هډوکي یې داسې سره وروستل لکه یو حیوان چې ولاړ وي.
دویم حکیم وویل: زه به دا هډونه په غوښه پټ کړم او څرمن به ور واغوندم. څه شېبه وروسته ده هم د خپل حکمت په زور خپله ژمنه پوره او غټه یږه یې سازه کړه.
درېیم حکم وویل: زه به لا حیرانوونکی کار وکړم. په یږه کې به سا وغړوم، ژوندۍ به یې کړم.
لومړی حکیم وویل: ته که سا هم پکې واچوې، خو اصلي کار ما کړی دی. دا زه وم چې هډونه مې سره پیوند کړل.
دویم حکیم وویل: دا زه وم چې له تشو هډوکو مې یږه جوړه کړه. اوس که څوک سا هم پکې غړوي، خو په هغه یږه کې به یې غوي چې ما جوړه کړې ده.
څلورم حیکم وویل: عزیزانو، دا بحث پرېږدئ چې چا لویه توره کړې، په دې فکر وکړئ چې که په یږه کې سا وغړېده، څه به ورسره کوو؟
خو نورو د ده خبرې ته غوږ ونه نیوه. هغو دوو بحثونه کول او درېیم حکیم په بیړه لګیا و چې په یږه کې سا واچوي.
څلورم حیکم د احتیاط په خاطر د ونې سر ته وخوت. شېبه نیمه پس چې په یږه کې سا وغړېده، سمدستي یې په لاندې ولاړو حکیمانو حمله وکړه. څلورم حیکم په ونه کې روغ پاتې شو او دا نور درې په خرپ و ترپ، مات سرونه، څیرې ګریوانونه، سولېدلي ګرږېدلي له ځنګله راووتل.
د قام تجربه کار مشر وویل: معلومه شوه چې په دوی کې تر ګردو هوښیار څلورم حکیم و، ځکه ده دې ته هم فکر وکړ چې ولې؟ د څه لپاره؟