لیکنه: محمد اکبر کرګر
د گويته په قول، پوهه د ايرو (خاكستر) په څېر ده. خو د ژوند ونه شنه او تازه ده. په منطقي لحاظ شعر د هنري بيان د ځلا يو عمده هنري بيان دى چې د هغو غوره شاخص د تخيل له پلوه تعابير او او له بله پلوه د هنري عاطفې را پورته كيدنه او فواره ده. ارسطو شعر ته مخيل كلام وايي او د هغه معيارونه عمده توگه وزن او قافيه نه يادوي. په شعر كې د شاعر ځانگړی ليد، چې له عادي ليد څخه توپير لري، چې هماغه د پندار او يا انگيرلو د ځواك پورې اړه لري او اهميت لري. وايي چې يو كليوال ښار ته راغى او په هر ځاى كې يې د شاعر يادونې، د شاعر مجسمه، او د شاعر نوم وليده او بالاخره شاعر يې ماښام مهال له ښاره بهر وليده، نو له هغه يې پوښتنه وكړه : “څه سبب دى چې دومره مشهور شوى يې؟” شاعر سپوږمۍ يا هلال ته اشاره وكړه، ورته ویې ويل: هغه ويني؟
كليوال وويل: نه.
شاعر وويل: اوس دې سترگې پټې كړه او ووايه: ايا هغه وينې؟
كليوال وويل: نه.
شاعر وويل: خو كله چې زه سترگې پټوم، نو هلال لكه څنگه چې دى، له هغه يې ډېره ښكلې وينم. “دا يو شاعرانه مثال دى. تخيل تل يو ډير ښكلی واقعيت نه دى او هغه هم د شاعر خاصه او ځانگړتيا نه ده، بلكې دا مسئله د شاعر ځانگړی ليد مطرح كوي او له دې امله بده نه ده، نو كه دا ځانگړی او خاص ليد له هغه شاعرانه بيان سره يو ځاى نه شي، نو گټه نه كوي. نو د خيال انگيزه او خيال ور بيان د لرلو لپاره او له عاطفې ډك شاعرانه او د شاعر له ځانگړي ليد ځانگړې ارواپوهنه لازمه ده، چې له شكه پرته له ليرې حساسيت سره يو ځاى ده. هغه څه چې د شاعر د هڅو او كړاو سرچينه ده.
يو ډول والی او يو رنگ والی د شعر په تعريف كې سمه نه ده. دا خبره چې وايي له دويمې نړيوالې جگړې څخه وروسته شعر د لوړ شعري جوهر لرونكی دي. د تاءمل او د زيات بحث وړ دى. ماركس يادونه كوي چې پانگوالي نظام شعر نه خوښوي. دا سمه ده، خو زموږ په دوران كې د پانگوالې په عامل سربېره د انقلاب او اوښتونونو عامل هم چې د شعر پرستش كوي، اغيز لري. زموږ په دوران كې د دې شك نه شته چې يو خوټيدونكي او له جوشه ډک حركت په شعر كې موجود دى. زموږ دوران د علمي، فني، هنري او ټولنيزې خبرتيا دوران دى. د نن شاعر په ډيره بيداره او له پوهاوي ډكه فضا كې شعر وايي.
هغه څه چې شعري جوهر نوميږي شاعرانه ليد مخيل بيان قوي عاطفه ده كه د تفكر له جوړښتونو سره يو ځاى شي، كولی شي شخص ستاينې ته را وبولي.
په اوسني زمان كې د كلاسيك شعر هغه بنسټونه چې د ساتنې وړ دي، دوې برخې دي. يو د شعر وزن او قافيه ده او بل د موضوعاتو ساتنه او دوام. او په اوسني شعر كې د كلاسيك شعربڼې يا اشكال دي. البته د وزن او قافيي په باره كې مسئله حل شوې بريښي. په دې مانا چې د نن ورځې په شعر كې حتمي عنصر او ځانگړنه نه ده، خو د موزون كلام له خوند نه هم سترگې نه شي پټيداى.
په دويمه برخه كې د طبعيت توصيف او يا د كلاسيك شعر توصيف دا سمه ده چې بېځايه تكرار او يا د زړو اشكالو تكرار، زړې مفكورې موږ ته څه نه را كوي، خو كه دا تصويرونه په نوي ډول او نوې بڼه وي، نو بيا خو خوندوره ده. په دې اساس د نويو شاعرانو هڅې چې غزل، مثنوي او نوي قطعات وړاندې كوي، كه په هغه كې د زمان روح غځونې وكړي، نو بېځايه هڅه نه ده.
دلته خبره څه ده؟ خبره په هنري تفكر كې ده. هیگل په هنر كې په هنري هېجان ټينگار كوي چې وكړاى شي، د هنري بيان ځانگړنه ولري. هغه څه چې د هنري موضوعاتو او له هغې جملې له شعر څخه غوښتنه كيږي، نو سنت ته پاملرنه يا نوښتي خلاقيت په تجريدي او مطلق شوې بڼه د كار اساس نه دى او د محتوا اهميت ځاې نه نيسي. سره له دې چې د شكلي ځلا او موضوعاتي جريانونو ترمنځ يو تناسب موجود دی چې كله هم د شاعر د ناخبرۍ شعور نه راپورته كيږي.
نو اوس چې كله د شمائلې نظمونو ته راځو چې زياتره يې په كلاسيك فورم كې هست كړي دي.
البته شمائلې ځينو شعرونو ته د نظمونو نوم وركړى دى، خو زما په نظر هغه نظمونه نه، بلكې تمام عيار شعرونه او له لوړ تخيل څخه برخمن دي.
دلته اړينه ده لږ څه د شعر او نظم په توپير وپوهېږو.
شعر په عربي ژبه كې پوهېدل او احساس كول دي، په اصطلاحي مانا هغه كلام دى چې مرتب وي، معنوي، موزون وي، خيالور وي چې په هغه كې مفكوره احساس او عواطف د شاعر د كلماتو په قالب كې په ښكلې توگه بيانيږي.
د ارسطو په وينا، هغه اغيزمن او مخيله خبره ده چې په زړه كې شور راپورته كوي او د غم او يا د خوښې حالت د انسان په دننه كې ايجادوي، خو نظم په لغت كې يعنې د كليماتو پيل او په اصطلاح كې هغه موزون او مقفی كلام دى، سره له دې چې كيداى شي د احساس او عواطفو او تخيل بيانوونكي نه وي.
په دې اساس هر شعر نظم نه دى او هر نظم شعر نه دى. ارسطو هغه څوک و چې د موزون كلام او خيالهور كلام او هغه كلام چې یوازې وزن لري، توپير كوي او دويم ډول يې په شعر كې نه شميري.
اوس راځو د شاعر د كلام بېلگو ته:
شاعر غزل هستوي، خو غزل يې نوى او د دې زمانې ځانگړنې لري. غزل يې د شاعر د دروني حالت هېنداره گرځي، داسې هېنداره چې د هغې اروايي كړاو، ستونزې د ژوند ناخوالي، جداوالي د خپل ماشومتوب د دوران ياد ته راوړل، ټول او ټول يې مادي او فيزيكي تجسم پيدا كوي او د كليماتو په خښتو د شعر دنگه ماڼۍ جوړوي. پاتې دې نه وي چې ځاى ځای خپل درد د اساطيرو په اوږو هم باروي او هغو ته بياځلي تجسم وركوي، لكه لاندې غزل:
په تحقير زما د ذات
داسې عشق غواړي زما د جانان ورکه
لکه غواړي حزقي ايل د لبنان ورکه
شوه له مانه استانه د ريحان ورکه
پسې ګرځم په زمين او اسمان ورکه
په ځيګر دې اواره شومه جان ورکه
ما راونغاړه زما په ارمان ورکه
په پورته ابياتو كې حزقي ايل نبي د لبنان وركې ته اشاره ده، دا استعاره په پښتو ادب كې تر اوسه معموله نه ده. په كتاب المقدس كې لولو چې د جلاوطنۍ په يولسم كال د درېیمې مياشتې په لومړۍ ورځ د خداى كلام پر هغه نازليږي، ورته وايي: “اى ادمه د مصر بادشاه فرعون او او د هغه ټولو گڼو خلكو ته داسې ووايه چې په لويې كې ته خپل ځان له چا سره برابر گڼي؟” ورته وايي چې تاسو د تكړه اسور په شان ياست، كوم چې يو وخت د لبنان د يادونې په شان و. د ديار دوني سمبول يو اسطورهيي استعاره ده چې ډيره لوړه ښودل شوې چې ريې ان وريځو او اسمان ته رسيده. د ځمكې د اوبو او خاورې نه يې تغذیه كوله او بيا د ځمكې تل ته ورځي او په خاورو كې وركيږي.
كه په لنډه يې ووايو د حزقي ايل داستان د مهاجرت داستان دى. دلته د ژوند د پاى داستان هم تداعي كيږي. د بې وطنۍ ژوند يوازیتوب او د ژوند لوړې ژورې تل انسان فكر كولو ته رابولي، د هغه تېر هير ارمانونه را ژوندي كوي او بيا وايي، مگر عمر تير وو خو ژوندون نه شته. شاعر له ژوند څخه د يو لوړ او عالي ارزښت هيله كوي او په هغه نامه يې پيژني. زموږ د كليو ملنگانو هم دا عبارت تل تكراراوه چې بس د مرگ لپاره ژوند كوو. شعر لولو:
له مودو نه مې قرار او سکون نشته
مشتري مې د ديار او افسون نشته
دا جوثه د بت جوثه ده بدلون نشته
مګر عمر تېر وو، خو ژوندون نشته
کمترۍ دې ځورولې يو په سل يم
د شونټۍ غوندې پرېوتې په بورجل يم
په ترتيب سره په لاندې بيتونو كې هم د شاعر د زړه بړاس جوتيږي چې نه خو د زندگۍ سهار ويني او نه هم د همسا له عشقه ډكې پيالې ويني. د ادم اسطورې ته اشارې كوي چې په ازل كې هم زما د غم حوالې راكړي او نه خو يونا د خپل برخليك ستوري ورښودلي. يونا بېلابېلې ماناوې لري، د رښتينولي، صداقت او ان د خداى تعالی په مانا او په مذهبي رواياتو كې د حضرت يونس ته هم اشاره كيږي، نو كيداى شي تقدير سيارې د خداى په واك كې وي، نو شاعر له خپله خدایه گيله كوي چې د تقدير سياره يې نه ده وركړې او په وروستي بيت كې د حضرت سليمان اسطورې او داستان ته اشاره ده چې هغه د مرغانو ژبه زده وه او له مرغانو سره يې راز ونياز كاوه.
نه اشنا د زندګۍ سهارې راکړې
نه همسا له عشقه ډکې پيالې راکړې
نه ادم زما د غم حوالې راکړې
نه يونا د خپل تقدير سيارې راکړې
په تحقير زما د ذات د ګواهانو
سليمان خبرې زده کړې د مارغانو
پورته غزل د ډيرو خبرو محتوا لري، هم اساطير لري او هم د ژوندانه د دردونو تابلو ده او هم نوستالژي پكې نغښتې ده. هغه د ژوند يوه څپه د حزقي يال په داستان كې گوري. حزقيال نبي كوم داستان چې په كتاب المقدس كې راغلی دى. دا داسې بيلگه ده چې ما خو د پښتو په كلاسيك او هم په معاصر شعر كې نه ده ليدلې.
همدارنگه ادم د ذات حوالې نه دي وركړې او نه يونا چې څو تعبيره لري، د تقدير سيارې وركړي.
همدارنگه شاعرې په خپل يو بل ازاد شعر كې چې زه يې هېڅكله نظم نه بولم، بلكې يو لوړ او عالي شعر يې بولم چې هم انځورونه لري، هم پيغامونه لري، هم ښكلا او ښايست لري او هم په همدې شعر كې د كلماتو نڅاه كتلي شو. د دې شعر كمال دا دی چې شاعر ځان او خپل روح د خپل وطن د خپلې ټولنې او د خپل نسل او د خپل وطن له ارمان سره گډوي او بيا د شعر ژبه ورته كاروي. كه له يوې خوا په دې ازاد شعر كې د شاعر فرديت ځليږي، نو له بلې خوا خپل وطن او ټولنه او د يو برباد نسل د تباهۍ تراژيدي په هغه كې تمثيليږي.
لاروۍ
زه د ژوند د لارې هغه لاروۍ يم
چې تمثيل مې نه وختونه، نه کولى اذيت شي
نه د وران وطن د کونډو، يتيمانو په تصوير کې
دومره درد دومره فغان شته
چې زما دا سل کلن تاريخ په څو پېړيو وروسته
بيا تازه کړي، بيا راواخلي
نه مې باب د حيرانۍ چا ته معلوم دى
نه دا ستړى سکندر ابِ حيات ته
رسېداى شي لکه خضر د نبيانو
نه دا ملک د قفقاز زما له سايه
جلا ګرځي، که جلي او جليا ګرځي
نه يونا د ذلالت کښتۍ کې ناست دى
نه زما د تباهۍ امواج بې هېڅه
د تاراج د سمندر په سر ګډېږي
نه مې قام لره د زړه بابل په ياد دى
نه مهى زما له ضعفه خبردار دى
نه دا بل عيسى چې زانګي په ټالونو
نه داوود چې ناشکري کا له خوبونو
نه يحيا چې غلامي د اسرائیل کا
نه موسى چې کله شرک کله خطا کا
د تېغون غوندې حملې مې په ګائیل کا
زه د ژوند د لارې هغه لاروۍ يم
چې کعبې راپسې ګرځي د رنګونو
کمترۍ مې نهادونه لړزولي
بسطامي مې په ليلام د کالو ګرځي
شکرګنج لکه زړوکى په زيارت کې
وچ شو، وسولو لمرونو هواګانو
بهلي شاه مې لکه خس په سقرونو
د يوې يوې خبرې په ارمان لاړ
د لاروي شعر له يو لړ زياتو مفاهيمو او داستانونو حكايت كوي. د سكندر اب حيات، ملك د قفقاز سايه، نه يونا د ذلالت كښتۍ، د تاراج د سمندر پر سر گډېدل، د عيسی زنگيدل په ټالونو، د داوود ناشكري، يحيا او د اسراييلو غلامي، نه موسى او كله شرك خطا، بسطامي، شكرگنج او نور.
گورو چې د لاروي شعر كې هم د ابراهيمي اديانو مشهورو داستانونو ته اشاره ده او هغه ترخې پيښې د استعارې په توگه د خپل وطن په اړه او د شاعر له ژوند سره په رابطه كې انځور شوي او هم د اسلامي تصوف مشهور داستانونه، لكه د بسطامي بايزيد او د شكر گنج داستان را اورول شوي دي. سره له دې چې د لاروي شعر د غزل په فورم كې نه دى، خو د ازاد شعر په فورم كې دي. په ټولو مفاهيمو كې د شاعر هم د ژوند او هم د خپل وطن د يتيمانو څېرې انځور شوي دي. دلته نه شو كولی چې د شعر په ټول ويادو مفاهيمو سپړنه وكړو، ځكه كيسه اوږديږي، خو كه هر مفهوم، لكه ديونا د ذلالت كښتۍ، د عيسي زنگيدل په ټالونو او يا يحيا او د اسرائیلو غلومي داستانونه را نقل كړو، نو د چا خبره چې «مثنوي هفتادو دوسير كاغذ ميشود.»
شعر او نوستالژيا:
کاش
ستا له غمه لور په لوري ذېل بندي يم
د شهۍ په شانې داغ په خپل تندي يم
نه مې خوب، نه مې ارام، نه مې سکون شته
لکه عين چې له سروره سوګندي يم
ګرېوان څيرې په ناله کې ګرځومه
په تاراق کې په ژړا د خندني يم
زړه مې خم د تورو وينو دى نيولى
له ژوندونه زاره چاودې کفراني يم
څه به وايم چې څه وايم، څه به وايم
چې سېرابه په خپل خون لکه مهيندي يم
دوړېدلې په صحرا لکه شجر واى
کاش چې لنډ مې دا منزل او دا سفر واى
نوستالژي او د شعر هنر يو له بله سره يو ډول عاطفي او احساسي اړيکې لري. يا په بل عبارت د دواړو د هستېدو لپاره يوه منبع موجوده ده او هغه د انسان روح او روان دى. نوستالژي يو احساس دى، يو خوټېدونکى او راولاړېدونکى احساس چې د انسان په روح او روان کې په څپو راځي.
دا احساس بايد د خپل ظهور لپاره بستر پيدا کړي، د خپل ظهور لپاره او د خپلې منډې او ځغاستى لپاره بايد واټ او ډگر پيدا کړي. د دغه احساس د ظهور او څرگندېدنې لپاره ښه ډگر او ښه واټ هنر او په خاص ډول د شعر هنر دى چې وروسته په موسيقي کې هم ځلېږي او اغېز ښندي. د تېر ارمان احساس د شعر په هنر کې ښه ترا غځونې کوي او په ښه ترا توگه رابرسېره کېږي. دا ځکه چې د شعر طبعيت هم داسې دى چې د انسان د خپگانونو بار په اوږه کولى شي. شعر هنر دى. دا هنر د ښکلا ستايونکی او د ښکلا پنځوونکی دى. منطق نه دى او د رياضي علم هم نه دى.
شعري هنر داسې څه دي چې له مخه جوړ قالب کې نه ځايېږي، بلکې د هستېدنې په مهال د يو داسې سيند بڼه غوره کوي چې په غورځنگ راځي، په څپو راځي او هغه څه چې د شاعر په حواسو، تن او وجود، روح او روان کې وي، په تېره د هغه خپگانونه، تاثرات، غمونه او دردونه په شعر کې رابرسېره کېږي.
انتخاب
ما چې اظهار د محبت ورته
غزل کې وکړو
هغه په تراړو شونډو وويل
چې ښه انتخاب
لږ مې راکم شولو د سترګو نم
د زړه اضطراب
په ويرانو باندې مې زېرى
په محل کې وکړو
يو لادوا طبيب مې راغى
د مستۍ هجوم ته
زما نصيب يې و ورکړى
لېوني ماشوم ته
چې سر تر پايه يې لړلى و
په غم او عذاب
فرياد مې ځکه د نامرادو
په محفل کې وکړو
سرتورې څڼې وم ولاړه
د بازار په منځ کې
د خپل ديار په منځ کې
خپله غوغا مې خرڅوله
په نرګس او ګلاب
د اذيت په سراب
د تير ګوزار مې په ځيګر په
محرم کې وکړو
ځان ته مې ځاى د توپانونو
په منزل کې وکړو
له دې کمه ژوندانه
لا تر اوسه په افسون يم، له دې کمه ژوندانه
سوى زړه لکه نيلون يم، ژاړم سر په زنګانه
لکه وران چې مې تعمير وي، پاتې تور لکه بابل
او پرتې مې په تصوير وي، تورې شګې د ساحل
راچاپېر مې په مسير وي، شړل شوي ابابيل
لالهانده باډيوه کړم، ستا د سترګو بېلتانه
زنځيرونه مې پراته دي په جوثه په لړمانه
زه له هغه غمه ژاړم، چې يې نشته تصور
هغه رنګ او رخسار غواړم، چې پراته دي په سقر
ښاخ د هغه شجر داړم، چې ترې جوړ مې دى منبر
هغه مزى لنډومه، د يادونو په يا نه
چې تاو شوى لکه لام دى، خور د مستې په باڼه
آئينه
لکه پړق د آئينې مې
شو د مل او سنبل رنګ
په خرابې اشيانې مې
شو زرغون د غزل رنګ
لکه تور د باچاهانو، نازنين او ناز پرور شوم
لکه وير د دل فروشو، د جومات او د ممبر شوم
حاسدانو دور ګوهر کړم، د غرض په درياهونو
فرېبانو لالهزار کړم، د ساده محبتونو
آئينو کې مې بدل کړو، سريندو مکمل رنګ
د جل رنګ، د سراب رنګ
د صحرا رنګ، د محفل رنګ
هغو سترګو کې خداى وينم، چې يې نه پېژنم خواب
هغه زبرګې ښکلومه، چې اسرې دي د عذاب
هغو لارو کې وږمه شو، د قاصد او د لالي
چې تر ننه پکې سوځي، درختې سپاندې سپېلني
په صليب باندې ټالۍ وهي زما د اوربل رنګ
د عشق رنګ د مستۍ رنګ
د مکان رنګ د محل رنګ
د آدم قصيدو کړمه، د شهرونو لېونۍ
دمادم کوم ويرونه، هر تصوير کې لکه نۍ
تور دودونه مې تاوېږي، له جسد نه پنهاني
په ګوګل کې مې شرنګېږي، زنځيرونه عقلاني
د شبنم څاڅکي کې ډوب شو، د زوړ شوي خلل رنګ
د تير رنګ، د آئين رنګ
د تصوير رنګ، د سنبل رنګ
غندل
بې له عشقه ژوندون څه وي؟
بې مطلبه حيراني
د قضا د سپي لکۍ ته
وړل کمڅۍ دي د لالي
د فنا په تصور کې
خپل تصوير خاورې کول دي
په لاله په صنوبر کې
له تقديره تښتېدل دي
تغافل
څه خبرې مې په زړه کې
له مودو راسې تاوېږي
ځوروي مې په لمانځه کې
او ساګانې مې ډوبېږي
څه خبرې مې په زړه کې
لکه نجونې له مستۍ نه بنګړي مات کړي
په راغونو، په لاله کې
د نازونو تندي مات کړي
همګي پسرلي تېر کړي له سقره
د مريم اوښکې مې توى شي له ځيګره
احساس
نن مې د زړه احساس عجيبه شانته
خوروي زړه په ګلابونو باندې
په ورانو شوو لحدونو باندې
په هېرو شوو تاريخونو باندې
ما په خپل ځان پسې راکاږي په اورونو باندې
په دوزخونو باندې
نن مې د زړه احساس عجيبه شانته
کوي فرار د زندګۍ له رنګه
له هره شوره او له هره شرنګه
که د حرم ژړا ده او که د دير واوېلا
زما تندي باندې داغونه د کفران جوړوي
زما جذبې سړوي
د بېهودۍ او د جنون په هغو ورانو خونو
هغو پرېشانو خونو
چې لا تر ننه ترې اواز د بنيادم نه راځي
نن مې د زړه احساس عجيبه شانته
په هغو پاڼو باندې اور لګوي
له کومو پاڼو نه چې ستا د عشق الهام اخلمه
مستي او جام اخلمه
سوي لوحونه مې ولاړ د ګرېوانه دي پکې
دل مې مازغه دي پکې
را لړزوي مې په سيليو نرګسي خوبونه
او ورېښماني غمونه
نن مې د زړه احساس عجبيه شانته
ستا د خاطر په مظهرونو باندې
په ښارييو په دريابونو باندې
زما ليکلي نوم ته اور ورکوي
زړه ته مې زور ورکوي
چې زه په څه د خپل حيثيت له دايرې وتې يم
له پيمانې وتې يم
ازل مې وشيندلو غم له سروکاره سره
له هر دياره سره
ما خپل ځيګر هم په رنګونو کې ليدلى نشي
هېڅ مې زغملى نشي
دې ليلام ګر کې به مضطورې تماشې کومه
څه به ګيلې کومه
له هغو خلکو نه چې رنګ د خلقت نه پېژني
محبت نه پېژني
نن مې د زړه احساس عجيبه شانته
د جاسمين سترګې بلوي په لحدونو باندې
په تقديرونو باندې
درنښت