لیکنه: ډاکتر عیسی ستانکزی
هر مور او پلار دغه هیله لري چې ماشوم یې ځیرک، ذهین او تکړه وي. که په هیواد کې دننه وم او اوس له هیواد بهر ډیرو کسانو دغه پوښتنه رانه کړې چې ولې ځینې ماشومان درس ژر زده کوي او ځینې یې نه شي زده کولی. ایا د ماشومانو په مازغو او ذهني وړتیا کې توپیر موجود دی چې ځینې تکړه او ځینې بیا مټکور یا کودن دي؟ کله چې مونږ د انسانانو تر منځ د ذهانت او هوښیارتیا په هکله په انټرنټ کې پلټنه وکړو، نو دوه مسلې په ټولو لیکنو او څیړنو کې په پام کې نیول کیږي یو جنټیک او بل د ژوند چاپېریال دی. دغه دوه فکتوره د ماشوم په ذهانت کې اساسي رول لري.
دا خبره اوس د لمر په شان روښانه ده چې د انسانانو مازغه که د جوړښت او یا اناتومۍ له پلوه کومه نیمګړتیا ونه لري نو په ټولو کې یو شان وي او یو ډول دندې په مخ بیايي. دغه راز د مازغو وزن هم په دې معنی نه وي چې د غټو ککریو کسان تر نورو ډیر تکړه دي. البته د تکامل د تیورۍ له مخې په ځینو خاصو توکمونو کې ممکن د مازغو وده تر نورو زیاته وي او دغه توکمونه لوړه ای کیو«IQ» ولري.که ماشوم له فزیکي پلوه روغ وي، او د مازغو په جوړښت کې هم کومه ستونزه ونه لري او یا په بله وینا کومه خاصي عصبي او رواني ناروغي پکې نه وي تشخیص شوي نو ټول ماشومان باید د زده کړو یو ډول وړتیا ولري. خو له دې سره سره ګورو چې د ماشومانو په منځ کې توپیر موجود وي. کله چې ټول سالم او روغ ماشومان یو شان مازغه ولري ولې باید ځینې تکړه او ځینې نالایقه وي؟ کوم عوامل شته چې د ماشو د زده کړې بهیر اغیزمنوي؟ کله چې موږ پوه شو چې ستونزه چیرته ده نو د حل لاره یې ورته موندلی شو. له بده مرغه زموږ په هیواد کې د هغو ماشومانو تشخیص نه کیږي چې ځینې رواني او عصبي ناروغۍ لري. د مثال په توګه ADHD او Dysleksi. دا هغه ناروغۍ دی چې په اسانه نه شي تشخیص کیداي خو د ماشوم د زده کړې په بهیر اغیز کوي.
لکه چې وویل شول له استثنايي مواردو پرته نور ټول ماشومان یو شان مازغه لري او که روغ او سالم چاپیریال ورته برابر شي نو د لیک لوست په برخه کې به یې ستونزه نه وي. البته دا خبره باید هیره نه کړو چې د ماشوم فزیکي او رواني روغتیا او د ژوند ډول، عادتونه او د کورنۍ، ټولنې او حکومتونو پاملرنه او دغسې نور شیان ټول د ماشوم په روزنه او تعلیم او تربیې کې اغېزمن وي. تر دې وړاندې چې په ځینو لارو چارو خبرې وکړو چې څنګه ماشوم درس ښه زده کولی شي غوره ده لږ د ماشوم د مازغو په جوړښت پوه شو.
مازغه له عصبي حجرو او عصبي غوټو یا ساینبسونو جوړ د ي او دغه جوړښت په ټولو انسانانو کې یو شان وي. د مازغو او اعصابو اوسني څېړاند دا خبره کوي چې هره تجربه، فعالیت او زده کړه په مازغو کې یو کانال فعالوي نو کله چې یو څوک ډیر فعالیت ولري او ډیر څه تجربه کړي او ډیر څه ولولي هومره یې په مازغو کې دغه کانالونه فعالیږي او انسان ورسره هوښیاریږي.
دوه کلن ماشوم د یوه لوي انسان په پرتله دعصبي حجرو ډیرې غوټې یا ساینپسونه لري. (ساینپس د دوه عصبي حجرو د یوځاي کیدا ځاي ته وايي موږ یې دلته غوټه بولو). چې ماشوم څومره لویږي دغه غوټې یا جنګشنونه کمیږي. دغه حالت ته (pruning) یا شاخه کول وايي.
داسې اټکل کیږي چې له دوه کلنۍ تر لس کلنۍ پورې په مازغو کې کابو شل میلیارډ ساینپسونه یا عصبي غوټې له منځه ځي. مازغه هغه غوټې او ساینپسونه توږي یا یې له منځه وړي چې نور نه استعمالیږي او کاروندوالی نه لري. په دې ډول په ماغزو کې هغو لارو او رشتو ته ځاي خلاصیږي چې سیګنالونه یا پیغامونه پکې په حرکت وي. په دې مانا چې اختصار پکې رامنځته کیږي. هغه عصبي حجرې چې له یو بل سره غوټه کیږي او اضافي څانګې یې له منځه ځي شبکې یا کیبلونه جوړوي.
دغه حالت ته په انګریزي کې «Neurons that fire togetherwire together»د مازغو د فعالیت او څرنګوالي په اړه زمونږ پوهه تر ډېره د ماشومانو په روزنه کې له مونږ سره مرسته کوي. د ژوند په لومړيو پنځوکلونو کې مازغو وده تر بل هر وخته زیاته وي .
د یوه لوي بنیادم د مازغو حجم او اندازه د ماشوم تر مازغو څلور برابره زیاته وي . په زړه پورې خبره دا ده چې له زېږېدا یو کال وروسته مازغه دوه برابره غټيږي. کله چې ماشوم پنځه کلن شي د مازغو اندازه یې د لوي بنيادم مازغو ته نوي سلنه نېژدې کېږي. یعنې د يوه پنځه کلن ماشوم که لس په سلو کې نوره وده وکړي اندازه یې د لوي انسان د مازغو اندازې ته رسېږي.
په زړه پورې خبره خو دا ده چې په دغې ودې کې عصبي حجرې ډېرې نه زياتیږي. له ډېرې کمې استثنا پرته د ماشوم او لوي انسان ماغزه یوه اندازه عصبي حجرې لري. په حقیقت کې د عصبي حجرو لارې او چینلونه پراخيږي. کله چې وایو مازغه له اتلس کلنۍ وروسته تر شل یا دوه ویشت کلنۍ بشپړیږي معني یې دا ده چې دغه لارې او چینلونه بشپړیږي.
دغه خبره ډ یره مهمه ده. د مثال په توګه کله چې ماشوم دا زده کوي چې د مور څیړې ته ځیر شي او مور او پلار وپيژني او ورسره اړیکې ټینګه کړي په همدې وخت کې په مازغو کې یوه لاره یا د عصبي حجرو یو چینل فعاله کیږي، او یا کله چې یو ماشوم هڅه کوي خاپوړه وکړي په لومړي ځل چې په سینه ځان خوځوي
او خاپوړې پیلوي په حقیقت کې یو عصبي چینل دهغه په مازغو کې فعالیږي، کله چې پل ږدي او لوړني ګامونه اوچتوي نو یو چینل او د عصبي حجرو یوه لاره فعالیږي. په همدې ډول ورو ورو دغه عصبي لارې بشپړیږي او دماشوم مازغه د کلونو په اوږدو کې بشپړیږي. په هر حرکت او د ورځنیو چارو په زده کولو سره دغه لارې میلیونو او میلیاردونو ته رسیږي. که یوه عصبي حجره یا نیورون له یو چینل یا نیټورک سره نه وي نښلیدلی په خپله دغه حجره هیڅ اهمیت نه لري.
د ماشوم په مازغو کې په یوه ثانیه کې کابو زر دغسې چینلونه جوړیږي. د ا په دې معني ده چې ماشوم په یوه ثانیه کې تر زرو پورې نوي شیان زده کوي. که هغه د لاسونو خوځول وي، پل کیښودل وي، د مور او پلار پیژندل وي او یا د سړو او تودو احساس وي.
نو هر هغه څه چې ماشوم یې اوري، ګوري، حس کوي یې، لمس کوي یې او یا تجربه کوي یې په حقیقت کې مازغو ته بڼه ورکوي او همدغه بڼه ورکول او وده د ماشوم راتلونکی جوړوي.
د ماشوم مازغه د لویانو په پرته ډیر نرم دي او د موم په شان خواص لري او د لویانو په پرته د عصبي لارو او کانالونو په فعالولو او جوړولو کې ډیر فعاله وي له همدې امله ماشوم هر څه ډیر ژر ترلاسه کوي او ډیر ژر یې زده کوي. کله چې دغه وده بشپړه شي نو ځینې دغه عصبي لارې او چینلونه چې نور د زده کړو
لپاره نه کارول کیږي له منځه ځي. دغه وده او بیا د اضافي لارو له منځه تلل یوه مهمه خبره او پيغام موږ ته لري او هغه دا چې په کوم چاپریال کې چې ماشوم لوي شي دهمدغه چاپریال په اساس د ماشوم مازغه بڼه خپلوي.البته تر یوې اندازې پورې جنیټیکي خواص هم له مور او پلاره لیږدول کیږي خو چاپریال او د مور او
پلار پاملرنه تر ټولو زیات اهمیت لري.
دغه وده او د چینلونو جوړول ورو ورو وده کوي او کله چې ماشوم ځلمکی یا پیغله شوه نو موتوریکه برخه یا د حرکتونو او خوځښت برخه کابو بشپړه وي. کله چې د چاپریال خبره کوو نو د مور په نس کې د ماشوم له چاپریاله رانیولې تر مور او پلار، کورنۍ، ټولنې ، فرهنګ، خواړه ، سندرې، او ډیر نور مسایل پکې راځي.
نو لومړی باید دا خبره وکړو چې کله یو ماشوم کومه فزیکي او یا رواني ناروغي ونه لري او هورمونونه یې سم وي نو په زده کړو کې ټول یو شان دي او که دغه ماشوم ژر څه نه شي زده کوی علت یې باید په چاپریال کې ولټول شي. په تیره بیا د مور او پلار پالنه مهمه ده.
تر ټولو اساسي خبره دا ده چې د سټرس او ویرې ختمول دي. مور او پلار باید کله هم د فشار او تنبیه له حربې کار وانه خلي. کله چې ماشوم سټرس ولري او وډار شي نو د زده کړې چانس یې خورا ټیټیږي. همغه ډول چې ماشومان د لوږې او تندې په وخت درس نه شي زده کولی نا امني، سترس او ویره هم پرې اغیز کوي. ماشوم باید پر مور او پلار اعتماد وکړي او له خپلې تیروتنې او غلطۍ ونه ډار شي. انګیزه او د مور او پلار ملاتړ تر ټولو اغیزمنو وسیله ده. ماشوم تشویق کړئ او انګیزه ورکړئ، سندرې او د سندرو په طرز د درس ورکول په ماشوم کې خلاقیت زیاتوي او له درس سره یې علاقه زیاتوي.
بله خبره دا ده چې موږ او پلار باید د خپل ماشوم خصوصیاتو ته په پام سره په دې پوه شي چې کوم ډول تدریس دهغه لپاره ګټور دی. مثلا ځینې ماشومان د تصویرونو په مرسته، ځینې د لوستلو او ځینې د اوریدلو په مټ ښه درس زده کولی شي.
له بده مرغه زموږ په تعلیمي نصاب کې هم ستونزې شته. مطالب د ماشوم عمر ته په پام سره باید ساده او اسانه بیان شي. له ماشومه دغه توقع مه لرئ چې یو ساعت به تاسو ته غوږ وي نو اضافي او کلي خبرې مه کوئ. لوبې له تدریس سره یو ځاي کړئ.
هیڅکله خپل ماشومان له نورو سره مه پرتله کوئ، هر انسان ځانګړی دی او هر ماشوم د لیک لوست او درس د زده کولو خپل وخت، سیسټم او چل لري.
خوب له زده کړې سره مستقیمه اړیکه لري. هغه کسان چې کم خوب لري خرابه حافظه لري.
دا خبره اوس سل په سلو کې ثابته شوې چې بدني فعالیت او سپورټ په زده کړه کې مهم اغیز لري. هغه کسان چې ښه او منظم بدني فعالیت لري تر هغو ښه ماغزه لري چې بدني فعالیت نه کوي. د دې لپاره چې پوه شو انسان څنګه یو شی حافظې ته سپارې او څه ډول زده کړه کوو غوره به دا وي چې د حافظې په هکله لږ خبرې وکړو:
په لومړي پړاو کې معلومات او یا خبرې مازغو او حافظې ته رسول کیږي په دویم پړاو کې دغه معلومات په مازغو کې ساتل کیږي او په دریم پړاو کې کله چې وغواړو همدغه معلومات بیرته راژوندي کوو او استفاده ترې کوو که په دغو دریو پړاونو کې کومه ستونزه پيدا شي نو معلومات مو هیریږي مثلاً که په لومړي پړاو کې ستونزه پيدا شي نو معلومات مازغو ته نه رسیږي په دې پړاوکې ښايي نه پام او د تمرکز کمښت د دې سبب شي چې موږ خپل معلومات ماغزو ته ونه شو سپارلی کله چې موږ غواړو یو شی خپلو ماغزو ته وسپارو هغه ته پام کوو خو که پام مو بل لور ته وي او ښه توجه ونه کړو نو دغه شی مازغو ته نه رسول کیږي موږ ډیر شیان اورو خو په حافظې کې مو نه پاتیږي ځکه چې موږ ورته توجه نه ده کړې په بله وینا یوازې هغه شیان زموږ په حافظه کې پاتې کیږي چې ورته توجه کوو که داسې نه وي په هره شیبه کې زموږ حافظه له ډیرو شیانو سره مخامخیږي چې موږ ورته هیڅ اړتیا هم نه لرو خو باید په یاد یې وساتو په دې حالت کې هیریدل د انسان لپاره یو لوي نعمت شي نو په لومړي پړاو کې هغه شیان چې ورته توجه کوو او یا تمرکز پرې کوو په ذهن کې ساتلی شو. نو د دې لپاره چې ماشوم یو څه زده کړي لومړی باید داسې چاپریال برابر شي چې پام او تمرکز یې بل لور ته نه شي.
خو کله چې په دویم پړاو کې کومه ستونزه یا تیروتنه کیږي بیا هم ممکنه ده یو شی په حافظه کې ونه شوساتلی په دې معني کله چې په ماغزو کې د یو شی یامعلوماتو د ساتلو یا حافظې ته دسپارلو په وخت کومه ستونزه پيدا شي ممکنه ده معلومات په سمه او کافي توګه نه وي ذخیره شوي په دغه پړاو کې پر هغه شي بیا ځغلنده کتنه کیږي چې موږ یې په ماغزو کې ساتو که دغه بیا کتنه ونه شي دغه شی په مازغو کې ژر له منځه ځي دغه ځغلنده کتنه د دې سبب کیږي چې یوه خبره یا معلومات زموږ په ذهن کې پاخه او کانکریټ شي او هلته پاتې شي که دغه ځغلنده کتنه نه وي ممکنه ده یو شی حافظې کې پاتې نه شي او هغه له لاسه ورکړو مخکې مو د دایمي حافظې لپاره د عصبي زیګنالونو او لارو خبره وکړه پر دې لارې باید ډیر تمرین وشي چې لاره پاکه او اواره وي.
یو بل عامل چې په دغه پړاو کې ممکنه ده ستونزه پيدا کړي او یو شی په حافظه کې ونه شو ساتلی د نویو معلوماتو ځاي ناستي کیدل دي کله چې نوي معلومات د پخوانیو هغو ځاي نیسي پخواني ورو ورو هیریږي .زموږ مازغه معمولاً یو شی په دو ځایونو کې په یاد ساتي بیخي د کمپیوټر په شان چې یوه موقتي اوبله دایمي حافظه لري یو ځل یې په موقته توګه په یاد ساتي او بیا یې په بلې برخه کې د تل لپاره خوندي کوي. کله چې نوي معلومات ترلاسه کوو د موقتي حافظې په برخه کې پخواني شیان هیریږي که موږ پرهغو پخوانیو شیان ځغلنده کتنه ونه کړو ممکنه ده له لاسه یې ورکړو د دې لپاره چې یو شی په خپل ذهن کې بیخي وساتو باید کله ناکله پرې ځغلنده کتنه وشي.
په دریم پړاو کې چې د یو شی د بیرته یادولو یا په زړه کولو پړاو دی هم ممکنه ده ځینې ستونزې پيدا شي او یو شی را په زړه نه شي حتي ممکنه ده هغه زموږ په ذهن کې وي خو په زړه کولی یې نه شو د مثال په توګه کله چې سترس لرو اویا هیجاني کیږو د دغو معلوماتو راپه زړه کول له ستونزو سره مخا مخیږي. دغه راز کله چې زموږ په ذهن کې دوه او یا له هغه ډیر شیان په ورته نښو سره زیرمه کیږي د هغه د یادولو په وخت ممکنه ده د یو شي په ځاي بل شی راپه زړه شي او په دې ډول هغه شی چې له (راپه زړه شوي شي سره ) ورته وي رایاد شي.
کله چې موږ یو شی ذهن ته سپارو ممکنه ده څو شیان په ورته نښو سره په ذهن کې زخیره کړو مثلاً د خپل ملګري د تلفون شمیره مو ښايي د هغه د نوم په نښې سره یاد کړي وي کله چې هغه خپله شمیره بدله کړي تاسو په همدې نښې نوې شمیره یادوي له یوې مودې وروسته دهغه پخوانئ شمیره نه شئ په زړه کولاي ځکه چې په دې نښې مو نوې شمیره حفظ کړې دي دا ځکه چې ستاسو د ملګري نوم د نوې او پخوانۍ شمیرې لپاره مشترکه نښه وه.
کله چې موږ پر یو مطلب او یا خبرې یو ځل بیا غور او کتنه ونه کړو معمولاً له ۲۴ ساعتونو وروسته اتیا په سلو کې یې هیروو او ورو ورو ټول هیریږي دغه راز ذهن شیان په مهم او غیر مهمو شیانو ویشي او هغه شیان چې مهم نه وي هغه هیروي او هغه چې مهم وي هغه ساتي.
لکه چې وویل شول سترس هم د هیریدا اصلي علت دی د مثال په توګه کله چې څوک امتحان لري ممکنه ده د سترس له امله د امتحان په پيل کې څوپوښتنې ورپه زړه نه کړاي شي خو کله چې لومړی د اسانه پوښتنوځواب ورکړي ممکنه ده نور وروسته ورپه زړه شي هغه پر نفس اعتماد چې د اسانه پوښتنو د ځوابولو لپاره پيدا کوي د دې سبب کیږي چې سختي پوښتنې هم وروسته ځواب کړي .
کله نا کله شک او تردید په خپله د دې سبب کیږي چې ډیر شیان هیر کړو . موږ په ټول کې دوه ډوله حافظې لرو یوه موقتي او بله دایمي خو بله مهمه اصطلاح په دې برخه کې کاري حافظه دی چې ډیر کسان یې موقتي حافظې سره ورته ګڼي.
کاري حافظه چې «Working memory» یې بولي. دغه حافظه هغه وخت کاروو چې ذهني کارونه کوو. د مثال په توګه لوستل، حساب، د مسلو حل او دغسې نور ذهني کارونه د کاري حافظې په مرسته کوو. نو کله چې ذهني کار کوو دغه ټول شیان په کاري حافظه کې ساتل کیږي چې مرکز یې په کورټیکس کې دی. که دغه ذهني کارونه منظم او سیسټماتیک وي نو ژر موقتي او بیا دایمي حافظې ته ځي. په دغه انتقال کې د خوب او خواړو په شان ډیر شیان رول لري.
دغه بحث ډیر اوږد دی په یوې لنډې مقالې کې پر ټولو خبرې ګرانې وي. په بله لیکنه کې به د کاري، موقتي او دایمي حافظو په هکله په تفصیل خبرې وکړو او خصوصا له ېوې حافظې بلې ته د پوهیې د انتقال په هکله وغږیږو.