استاد ګل رحمن رحماني
لنډیز
استاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې او ادب د معاصرې دورې هغه ځلانده ستوری دی چې د نظم او نثر په ډګر کې یې خپل جلا سبک او ارزښتمن اثار خپلو لوستونکو ته په میراث پرېښي دي. د نوموړي تر ټولو غوره ځانګړنه اسلامي او ملي مفکوره ده چې په منظومو او منثورو اثارو کې یې د فکر او ښکلا تر منځ یو متوازن انډول لیدل کېږي، چېرته چې د خیال او انځورګرۍ خبره راځي، هلته استاد الفت تر ټولو اوچت انځورګر او هنرمن شاعر دی چې ډېرو کره کتونکو د افغان جبران (د لبنان جادوګر لیکوال جبران خلیل جبران) نوم ورکړی دی، خو کله چې بیا خبره ملي فکر او ملي ویښتیا ته راځي، بیا نو استاد الفت یو هیښ فیلسوف، خواخوږی عالم او یو داسې مبلغ دی چې غواړي خپله ټولنه په چیغو او احساساتو نه، بلکې په ډېره خوږه، خو اغېزناکه ژبه د غفلت له درانه خوبه را پاڅوي او د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره یې یو ځای کړي.
دا چې د هغه د نثرونو تر ټولو غوره ټولګې ته د «لوړ خیالونه او ژور فکرونه» نوم ورکړی شوی، نو ډېر په تول پوره او داسې عنوان دی چې د ټولو نثرونو د محتوا حق یې ادا کړی دی، ځکه دی په خپل هر کلام کې لوستونکی دې ته رابولي چې په هوا کې د لوړو خیالونو تر څنګ په ځمکه کې ژورې رېښې هم ولري چې موخه یې له خپل دین او فرهنګ سره تړاو دی. د همدې ځانګړنو په سبب ده د خپلې ټولنې په ټولنیزه بیدارۍ یا ویښتابه کې له بل هر لیکوال اغېزناک کار کړی دی او د هنري نثر یا خوږې ژبې له ټولنیز اغېزه یې تلپاتې ګټه اخیستې ده.
سریزه
ښايي د استاد الفت په هم عصرو او له ده را وروسته لیکوالو کې ډېر کم داسې لیکوال پیدا شي چې د ټولنې ملي ویښتیا ته یې دې دومره شعوري کتنه او ژوره پاملرنه کړې وي. ددې یو ستر لامل دا دی چې استاد الفت په ټولنه کې د ادبیاتو او قلم هغه ټولنیز رسالت درک کړی و چې په ټولنه کې هر ادیب او قلموال ته ور په غاړه وي.
د یوه لیکوال د غوره پېژندنې لپاره اړینه ده چې لومړی د هغه مفکوره مطالعه شي چې کوم فکري تګلورۍ لري او تمایل یې کومې اېډېالوژۍ ته زیات دی؟ دا چاره د لیکوال د سبکي ځانګړنو په پېژندنه کې هم مرسته کوي یا په بل عبارت؛ د هغه د سبک د ماڼۍ ستنې ورباندې درېږي.
د استاد الفت په هنري او عادي هنري نثرونو کې یوه زیاته برخه د فکر اهمیت او پېژندنې ته ځانګړې شوې ده. دی وايي که د یوه ملت ټول مادیات ویجاړ شي او برباد شي، څه خبره نه ده، ملت نه مري، خو که فکر او خیال یې ووژل شو او پردی شو، هلته بیا د ملت د تباهۍ ورځې هم پیل شوې دي. دا هم دده خبره ده چې وايي: ډېرې میندې او پلرونه نوي اولادونه راوړلی شي، خو دماغونه یې نوي فکرونه نه راوړي.
بله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې نوی نسل او ټولنه هر فکر ته نه، بلکې سالم او رغوونکي فکر ته اړتیا لري، ځکه همدا فکر د ټولنیز سمون او بیدارۍ لار برابروي، ځوانان له بې لارۍ او واکمنان له ظلم او پردیتوب څخه را ګرځوي.
کلیدي اصطلاحات
فکر، ټولنیزه بیداري، پیغام، ټولنیز نقد، هنري ژبه
د څېړنې مېتود
په دې مقاله کې د څېړنې له تشریحي او تحلیلي مېتود څخه کار اخیستل شوی دی.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ ځواکمنو نظامونو دا درک کړه چې د عصر د غوښتنو له مخې نور پوځي یرغل او زبېښاک کامیابه پایله نه لري او د یوه هېواد او ملت د لاندې کولو لپاره غوره داده چې هغه هېواد کې د سړې جګړې له لارې ـ چې بل نوم یې فکري او ذهني جګړه ده ـ مخته لاړ شي او دا تجربه تر ننه کامیابه هم بلل شوې ده. زموږ د هېواد مفکر او با شعوره لیکوال استاد ګل پاچا الفت همدغه خطر او اندېښنې ته په پام سره دا د هر ویښ ادیب دنده بللې ده چې د فکري غلامۍ څخه ځان وساتي او دا هغه وخت کېږي چې ملت فکرا او ذهننا را ویښ شي، د فکر پر جوهر، اهمیت او ارزښت پوه شي. (۶: ۱۴۸مخ)
خلکو ته دده سپارښتنه هم داده چې فکر دې ازاد پرېږدي، دا مرغه دې ازاد الوت وکړي، څو ده ته د سوکالۍ او پرمختګ د جزیزې احوال راوړي او ورسره ټولنه د ویښتابه خواته سوق شي. په «بې ګناه» بندي نثر کې همدا خبره کوي او په یوه برخه کې یې وايي:
پرېږدئ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ!
مه وېرېږئ، دده په ازادولو کې هېڅ خوف او خطره نه شته.
فساد او شراشرت له ده نه، نه پیدا کېږي.
دده بندي کول لویه ګناه ده.
دا هغه یوسف دی چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان کې لوېدلی دی. که دی له زندانه راووځي ستاسې اینده سنجولی شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلی شي.
پرېږدئ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ! که دی خلاص شو، ستاسو انتظام به په ډېر ښه شان وکړي.
دی ډېرې پېچومې اوارولی شي.
ډېرې کږې لارې سمولی شي او ډېر مشکلات حل کولای شي. (۱۳۱:۱مخ)
د استاد الفت فکر د ملي او اسلامي بیدارۍ فکر دی، دی ـ چې په ډېرو نثري ټوټو کې پرتلیز حالتونه را اخلي، تفاوتونو ته اشاره کوي، نن او سبا ته ځي؛ یوه موخه یې داده چې د ویښتیا بهیر ګړندۍ کړي، خلک د غفلت له خوبه را پاڅوي. د خدای قانون نثري ټوټه کې ددې اصل تر څنګ د خپل شاعرانه ځواک په مرسته د مدعا المثل هنري اغېز ته په پام سره خپل پیغام وړاندې کوي او د هدف په لور د خوځښت پیغام هم رسوي. په لاندې نثر کې یې د بیدارۍ، حرکت او فعالیت لپاره د خلکو را بلنه له ډېرې ښې زاویې څخه کړې ده.
د خدای قانون
موږ د خپلو کورونو تر څنګه په دېره کې ناست وو، له پاسه یو لاروی راغی، د ونې ډډ ته یې ډډه ولګوله. ډوډۍ یې له ملا نه پرانېستله، په مزه مزه یې له څه شي سره خوړله. موږ ډېر وږي تږي وو، هغه ځان موړ کړ او یخې اوبه یې وڅکلې. موږ روژه وو. د هغه بوزه وه، ځکه چې په مسافرو باندې روژه نشته.
لاروي وویل: ماته د خوړلو اجازه شته، تاسو ته نه شته، ماته خدای خواړه، اوبه روا کړي دي، په تاسو یې ایسار کړي دي. دا د خدای قانون دی، ددې قانون په رمز او مانا تاسې نه پوهېږئ! د خدای کارونه بې حکمته نه دي.
تاسې ددغه عملي تعلیم په اصلي مانا ښه فکر وکړئ! تاسې ولې وږي یاست، زه ولې موړ یم؟
زه په کار او مقصد پسې روان یم، ناست نه یم. زما په ژوند کې درېدل نه شته، ځکه ما نه وږی کوي.
تاسې ځای پر ځای پراته یاست، تاسې حرکت لنډ دی، ځکه یې وږي کړئ.
تاسې د خدای قانون منلی دی، خو پوه شوي پرې نه یاست. زه ددې لپاره را وګرځېدم چې تاسې پوه کړم او له لوږې نجات ومومئ.
پاڅېږئ، روان شئ او لرې ځای په نظر کې ونیسئ، لوږه او تنده په توقف او سکون کې ده، په حرکت کې نه شته. (۴۳۶:۱مخ)
په پورتني سبک د تمثیلي بیان یوه غوره ګټه داده چې پر لوستونکي د اغېز او حالت د تجسم کچه لوړېږي، د دال او مدلول تر منځ د اړیکې او قرینو ساده والی رامنځته شي او د فکري تحلیل د هرې کچې خاوند خامخا دا انګیري چې داسې ستونزه په ما کې هم شته او باید د بدلون لپاره ګام پورته کړم.
د الفت صاحب د ویښتیا پیغام د فکري بیداري او ټولنیز سمون پیغام دی، خو دا پیغام وچ کلک او تریخ نه وړاندې کوي، د خپل ادبي سبک او ژبې رنګ ورکوي، څنګه چې ډاکټران خپل ناروغ ته ځينې ترخه درمل په خوږو کې وړاندې کوي، همداسې الفت صاحب هېڅ وخت خپل ادبي درایت او د لفظي ښکلا هنر نه هېروي او په هر نثر کې نغښتي پیغام ته په پام سره تشبیهات او تمثیلونه بدلوي. موږ وایو چې « په حرکت کې برکت وي»، دی هم په «حرکت او پښتون» نثر کې د هنري پرتلنې او پیغام خوږلني ډېره عجیبه ده، خلکو ته وايي چې له خپل خارق العاده او پټ ځواکه خبر شي چې یوه برخه کې یې راځي:
حرکت او پښتون
خوب هم یو عجیب کیفیت دی، یوه شپه چې زه په درانه خوب ویده وم او تندې راباندې ډېره غلبه کړې وه، نو ما به لوی لوی سیندونه او ولې لیدلې او هر ساعت به مې اوبه څښلې، خو مړېدم به نه او تنده به مې نه ماتېدله. کله به مې په لویو ډنډونو کې لمبل او کله به مې په لوی سیند کې غوټې وهلې، مګر له خوبه را پاڅېدم، لاس مې هم لوند نه و او سخت تږی وم. د ویدو قومونو ټول کارونه به البته همدغه شان وي چې هېڅ نتیجه نه لري، دوی به ګومان کوي چې کار کوو او ګرځو، مګر په حقیقت کې به ځای پر ځای پراته وي او هېڅ به یې نه وي کړي. (۲۲۲:۱مخ)
په ټولنیزه بیداري یا ویښتیابه کې د استاد الفت پاملرنه یوازې فکر ته نه ده، بلکې فکر پالونکو ته هم ده او ددې اهمیت تر فکر لرونکو اوچت بولي، دا ځکه چې که فکرپالونکی د ټولنیز درک او سمون په لوړه درجه لرونکو کې راځي، مسوولیت یې هم اوچت دی او د نسل فکري روزنه یې هم بل مهم اړخ دی، په دې چې تر څو د هغه فکر سم نه وي، نو له پالنې یې هم د ټولنې لپاره ګټورې پایلې نه شي تر لاسه کېدلی. دې اهمیت ته په پام سره د فکر پالونکي په اړه لیکي:
فکر پالونکی
دلته د فکر او قلم خاوندان ډېر دي، مګر د فکر د ازادۍ علمبرداران ډېر لږ دي، ځکه ستا مقام له نورو نه هسک ګڼم. که څوک تاته د فکر خاوند ونه وايي زه ورسره څه کار نه لرم، مګر که د فکر خاوند تا خپل حقدار ونه ګي زه به ورته بې انصافه ووایم.
هغه څوک چې په وطن کې هېڅ نه لري او د وطن د ازادۍ لپاره سر ورکوي په وطن باندې حق لري.
همدغه وجه ده، چې د فکر پالونکي مقام له فکر لرونکي څخه ډېر اوچت دی او زه هم دواړو ته په یوه نظر نه ګورم. (۱۱۱:۱مخ)
الفت صاحب دا درک کړې وه چې د ملتونو اصلي بیدارۍ کې خلاص ذهن او ژور فکر ژور رول لري، تر څو چې په فکرونو کار ونه شي، نور پرمختګونه او بهرنۍ پدیدې یو انسان شعوري بدلون او حرکت ته نه شي اړ باسلی.
دده د نثرونو اکثره مخاطبین د ځوان نسل د کاروان لارویان دي، بیا بیا هغوی ته په کنایو او څرګندو ټکو اشارې کوي چې له نوې رڼا (نوي فکر) سره ژوند وکړي او له پخوانیو خرافاتي نظریو اوهغه مهال وارداتي فکرونو ـ چې دې ورته «زړې ډېوې» وايي ـ را وګرځي.
نوی نسل
که اولادونه د میندو غوندې وای له غرونو څخه به لعلونه نه پیدا کېدل او له دریابونو څخه به مرغلرې نه راوتلې.
له ابشار نه به برېښنا نه راتله.
د ړندو اولادونه به ړانده وو
له کڼو نه به کاڼه زېږېدل
اوس پوه شوی چې نوی نسل او زوړ یو رنګه نه وي؟
که څوک خپل زلمي زوی ته زړه بوډۍ په نکاح اخلي یا خپله پېغله لور اتیا کلن بوډا ته ورکوي ښه نه کوي.
زړه تربیه او نوی نسل همدغسې وګڼئ. (۵۰:۱مخ)
د الفت صاحب په نثرونو کې د ټولنیزې بیدارۍ لپاره د بیان بله زاویه ټولنیز انتقاد دی چې ددې له ډلې یو مهم اړخ پر زوړ پالنه او زاړه فکر نیوکه ده، خو وچه کلکه نه ده، د تمثیل او استدلال په خوږو رنګینه شوې ده، څو له یوه اړخه د لوستونکي قناعت حاصل کړي او له بله اړخه خپله خبره د ادبیت پر مهر تلپاتې کړي. دی لیکي:
موږ په قرنو، قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون اړوو را اړوو مګر نوي څه نو شو پیدا کولای. موږ نوي مضمونونه په زړو موضوعګانو کې لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوې دړې ږدو. دلته میندې نوي اولادونه راوړي، مګر د ماغونه یې نوي فکرونه نه شي راوړی، دلته ښځې له کورونو نه وتلی شي، خو نوی مضمون له دماغونو څخه نه را وځي. (۱۳۲:۱مخ)
دی همدا راز نوو زلمیانو ته د زلمیتوب معیار او ځانګړنه داسې توضیح کوي:
زلمی دا نه دی چې د بلوغ سن ته رسېدلی وي او شیطان یې وغولوي، بلکې زلمی هغه دی، چې پر نفس و شیطان دواړو باندې غالب وي او د هلکتوب له خویونو او خواهشاتو تېر شوی وي. (۱۸:۲مخ)
استاد محمد اسماعیل یون ـ چې د استاد الفت د فکري اثاروـ په بیا تدوین او فکري طبقه بندۍ کې یې زیار اېستلی ـ د الفت صاحب د ژوند په زمانه کې د هغه د ټولنیز موقف په اړه لیکي: استاد الفت د خپل وخت یو ریالېست لیکوال او شاعر و او د خپل وخت د حاکمه طبقې له ناوړو کړو وړو څخه یې پرده اوچته کړې، د مظلومانو په حال یې ژړلي او ظالمانو ته یې بد کتلي دي. (۱۱:۳)
دا خبره رښتیا هم ډېره پر ځای ځکه ده چې الفت صاحب په خپل ژوند کې پر لوړو موقفونو د لویو دندو له تر سره کولو سره سره بیا هم پر حاکمه طبقه د انتقاد خوله نه ده بنده کړې، ځان یې چارواکی نه دی ګڼلی، د چا لحاظ یې نه دی ساتلی، تور ته یې تور او سپین ته یې سپین ویلي دی، تل یې د خوارانو او مظلومو وګړو پلوي کړې او د خوږو نثرونو اکثره مخاطبان یې هم هغوی دی، ځکه دی پوهېده چې تر څو ملت اصلاح شوی او بیدار شوی نه وي، نو بیدار او اصلاح شوي حکومتونه نه شته، د حکومتونو یا حاکمې طبقې د بدلون لپاره یوې بیدارې ټولنې ته ضرورت دی. (۷۷:۲)
له خپل ولس سره دغه ژورې مینې ته په پام سره به وه چې استاد څو ځله د خلکو له خوا په ولسي جرګه کې د خپل استازي په توګه غوره شو او د هغوی له حق څخه ددفاع تر څنګ یې ورته د ملي بیدارۍ ژور نثرونه هم ولیکل، په لوړو سیاسي موقفونو او تحولاتو کې هم ژمن ادیب او یوازې له خدایه وېرېدونکی مفکر پاتې شو. د مزار لوحه د هغه تر ټولو مشهور نثر دی چې موږ په ژوند او د ځواک پر مهال د خپلو ټولنیزو او دیني مسوولیتونو تر سره کولو ته را بولي.
د مزار لوحه
کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدمه او د خدای په نامه به مې څه غوښتل.
چا به یو موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله. ډېرو کورونو به ځواب راکاوه او ځینو به په دروازه کې هم نه پرېښودم. څو ورځې د یوه او بل له درګاه نه وږی او بېنوا راغلم. هېچا هېڅ رانکړل، له ټولو خلکو ته مې زړه بد شو، دنیا ته مې په کرکه وکتل او په دغه کوټنۍ( قبر) کې پرېوتم.
هغه چې زه به یې په دروازه کې چا نه پرېښودم، اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي، له ما نه څه غواړي، زما په نامه زما کوټنۍ ته هر څه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غریبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي. (۱۰۸:۱مخ)
د مزار لوحه موږ ته دا پیغام راکوي چې خپلې د ریا او ځان ښوودنې رنګینې جامې څېرې کړو، د اوهامو او خرافاتو له جاله راووځو، د مړو او زیارتونو پر ځای د خوارانو یخې او تیاره جونګړې یا کورونه وپالو او د خپلې اسلامي ورورلۍ او خواخوږۍ ډېوې په کې روښانه کړو.
استاد الفت د نثر او نظم دواړو نوښتګر او اتل دی، د شعر او نثر تر منځ یې د مفکوري او ټولنیزې ویښتیا عنصر بیخي مساوي دی، خو دا چې له شعر نه تمه همدا وي چې په صنایعو او بدیعي صنعتونو ښکلی شي، زیاته ستاینه یې هم نه کوو، ولې استاد په نثر کې هم شاعر پاتې شوی، منثور شعر یې لیکلی، دا منثور شعر د ژور فکر تر څنګ اوچت خیال لري، دلته دده خیالونه هوايي نه دي، بلکې د پیغام او محتوا د خوږلنۍ او اغېز لپاره توظیف شوي دي، د اصلي او څو ضمني ماناګانو د رسولو مسوولیت ور په غاړه دی چې له برکته یې د هغه نثرونه هم د تور سیاست او سخت سانسور له منګولو تر موږ را رسېدلي دي. (۵۶:۵)
هغه پرتلنه چې استاد د مجاز او حقیقت د دنیا، یا د ظاهري او باطني ښکلا تر منځ کړې ده، له منځه یې اغېز او د خبرې قوت زېږېدلی او د مخاطب قناعت یې حاصل کړی دی، د ښوونې او روزنې ژبه یې ورکړې ده، استاد الفت معلم هم پاتې شوی، نو ښايي له خپل دې مهارت به یې هم پوره ګټه اخیستې وي، خو بیا هم اصله خبره د ظاهري نه، بلکې د شعوري او دایمي بیدارۍ ده، ددې بیدارۍ لپاره یې له کتابونو، خپرونو او وینا څخه پوره او اوچته ګټه اخیستې ده. په «بې تمیزي» کې ځينې انسانان ـ چې کېدای شي دلته د چارو ځینې مسوولین ورته ووایوـ د ټولنې په سمون او رغون کې له شته امکاناتو څخه د وړتیا په نه لرلو تورنوي چې تور یې بلکل پر ځای دی.
ډېر ښه اس و، خو د بې تمیزو په لاس کې و.
څوک یې په قدر پوه نه شو، باغوان پرې موړه کېښوده.
د یابو کار یې ترې واخیست.
هغه خبر نه و، چې دغسې اس د بادشاهانو په کمند کې هم نه شته او قیمت یې ډېر زیات دی.
چېرته چې علم او فراست نه وي، خلک د اس او یابو توپیر نه شي کولای، هلته عربي اسونه له موړو لاندې زخمیان شي او د خرو پر غاړه د زرو کټوري وي.
په دغسې وخت کې چې عمومي شعور ړوند وي او څه نه ویني، حافظ د خلکو د بې تمیزۍ اعلان کوي:
اسپ تازی شده مجروح بزیر پالان
طوق زرین همه در این ګردن خر می بینم (۴۴۷:۱مخ)
الفت په ډېرو نثرونو کې د یوه خواخوږي مبلغ نقش ادا کړی دی، هغه ویښ شپانه ته ورته دی چې هره شېبه یې د رمي لپاره د خوړونکو ځناورو خطر پېښېدونکی وي. ځکه یې خپل ډېر نثرونه په امریه فعلونو پیل کړي دي او امریه فعلونه معمولا مخاطب زموږ خواته په اسانۍ متوجه کولی شي. په « سترګې مه پټوئ» نثر کې چې تر ډېره د خوب او غفلت بدۍ بیانوي ـ مخاطب ته وايي چې را ویښ شه، سترګې وغړوه، ځان او جهان وګوره، چې دا غړول له ژوند سره د ملګرۍ لپاره د ویښتیا عالي پیغام دی. (۵۷:۴)
ښه وګورئ! سترګې مه پټوئ، خدای ته ورتګ دی، د قیامت ورځ راتلونکې ده، سترګې پټول، حق نه ویل، د حق پر ځای کې چوپ کېناستل ډېره لویه او عظیمه ګناه ده.
وګورئ! او په ځير ځير وګورئ! که ستاسې سترګې خلاصې شوې، که تاسې هر څه ولیدای شوه، که ستاسې بینايي معلومه شوه، ډېره لویه او ستره ګټه به وکړئ.
ستاسې ډېرې بدبختۍ په سترګو غړولو، لیدلو او کتلو ورکېږي. تاسې د سترګو په حکمت ښه نه یاست پوه شوي او پوره کار مو له خپلو سترګو نه دی اخیستی. (۲۴۸:۱مخ)
استاد وايي چې د ډېرو خلکو سترګې رڼې وي، په لاره روان وي، د نورو ژوندیو غوندې قدم اخلي، خو دا چاره څاروي یا حیوانات هم تر سره کولی شي، انسان باید خپله لاره وپېژني، ځان او نورو له بې لاریو او د نورو په فکري لارو له تګ څخه وژغوري، له دې تشبیهي بیان هم یوه غوره تنبیهي اخیستنه کېږي چې موږ د استاد الفت له فکري جوهر سره اشنا کوي. د همدې نثري ټوټې بله برخه کې زیاتوي:
زه وایم چې اوس هم ډېر خلک بې لارې روان دي او سمه لار یې پرې اېښې ده، ډېر خلک له ګړنګونو لوېدلي دي، خو ځانته نه دي ملتفت. دغه شان لیدل او کتل چې موږ کولای شو، حیوانات یې هم کولای شي او د موټرو له مخې اوښان هم ځانونه په څنګوي، واښه او اوبه ویني، له پاڼوڼو او کمرو ځان نه غورځوي او له حسي خطراتو نه ډډه کوي. د انسان لیده او کاته باید له حیوان نه ډېر توپیر ولري، د بنیادم نظر باید دومره سطحي او سرسري نه وي. (۳۴۸:۲مخ)
په تېره نږدې یوه پېړۍ کې د افغان ملت یوه ستره ستونزه دا وه چې په ملت کې یې ملتونه را جوړ کړل، په قومونو او فرقو یې ووېشلو، د بهرنیو یرغلونو او نیواکګرو یوه خطرناکه وسله په ډلو او قومونو د یوه ستر او مسلمان ملت وېش و چې له بده مرغه بدې پایلې یې تر ننه ګورو، حال دا چې موږ د ملي پیوستون لپاره خورا اوچت ارزښتونه لرل چې تر ټولو مهم یې اسلام او بل هم زموږ بډای افغاني کلتور دی. استاد الفت بېلابېل قومونه د یوه وجود بېلابېل غړي ګڼلي چې یو پر بل د غوره والي کچه او اړتیا یې بیخي مساوي ده. په «ملت» نثري ټوټه کې د ملي یووالي په اړه لیکي:
څنګه چې له سیندونو څخه ویالې او له ویالو نه لښتي بېلېږي، څنګه چې په یوه ونه کې شاخونه او په یوه شاخ کې څانګې وي، دغسې په یوه ملت کې قامونه، په یوه قام کې کندې او تپې شته، چې د سیندونو، ویالو او لښتیو مثال لري، نو کندې یا تپې به بېلې وي، خو قام به یو وي او قامونه به بېل وي، خو ملت به بېل نه وي. (۶۸۱:۱مخ)
لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، د استاد الفت په هنري نثرونو کې یوه تر ټولو غوره ځانګړنه هم ټولنیز نقد دی چې په زغرده یې کړی، دغه ډول هر نقد یې د یوې ټولنیزې بدبختۍ او ناخوالې په غبرګون کې کړی دی او په ټولنیز لحاظ دا ډول نقد د یوه حاکم او یوه عادي وګړي د بیدارۍ او ځان ته د ځير کېدو سبب ګرځي. استاد الفت په دا ډول نقد کې حتی د خپلو نږدې ملګرو او لویو مشرانو پروا هم نه ده کړې، له شخصي ملګرۍ را نیولې، تر نظام جوړونې او سیاسي جریانونو پورې ټول د هغه د ټولنیزو انتقادونو موضوع ګرځېدلي او په ټولو کې یې بیا هم خپل ژبنی سبک او اسلوب نه دی هېر کړی. په عجیب انسان نثر کې لیکي:
عجیب انسان
ړوند دی، مګر خپل عیبونه نه وي.
کوڼ نه دی، مګر خپله اوري او د بل نه
زړه لري، زړه سوی نه لري
خپله لږه پوهه ورته ډېره ښکاري، د بل ډېر علم ورته لږ معلومېږي
وروستۍ برخه یې داسې ده:
اس نه دی، مګر خلک په لغتو وهي
ښکر نلري، مګر سرتمبه دی
له عقله پیاده دی، ملګر هېڅکله پلی نه ګرزي او په موټر کې هم د خپل جهل په خره سپور وي
ته به وایې څوک دی؟ زه ای: بې پوهې زورو. (۲۲۷:۳مخ)
د الفت د ژوند زمانه په افغانستان کې د فکري غورځنګونو او ویښتابه زمانه وه، خو د بریالیتوب تر درشله ونه رسېده. په اوسنۍ نړۍ کې د ګڼو ملي غورځنګونو ماتې ددې سبب شوې چې د مبارزې روڼ اندي او شاعران زیات اغېزمن شي، کېدی شي یوه ټولنیزه ماته ورته ووایو، دغه ټولنیزه ماته په ډېرو جوړښتونو کې د عاطفې ماتې او په بل پړاو کې د فلسفې ماتې شوه چې په پایله کې شاعران په څو ډلو تقسیم او د اېډيالوژیو ښکار شول. زموږ د ګران هېواد ګڼ روښانفکران( لیکوال او شاعر) د همدې بهیر قربانیان دي. (۱۱۸:۷)
مګر استاد الفت زموږ په هېواد کې د وضعیت له دا ډول ماتو سربېره هم د خپل فکر په څېر ثابت پاتې شو او د خپلو خلکو د فکري رزوزنې او ټولنېزې بیدارۍ هڅو ته یې په ژور قلم او لوړ سر دوام ورکړی دی، قلم یې ناهیلی او پرديپالنه نه پېژني.
پایله
په پایله کې ویلی شو چې استاد الفت د خپل ولس خواخوږی، مفکر او ژمن لیکوال دی، بې تعصبه او بې تبعیضه لیکوالي یې کړې، د هېواد پر دواړو ژبو یې هم حاکمیت درلود او هم یې لیکنې ورباندې کړې، ټول افغانان یې مخاطب کړي، د ټولو نثرونو اصلي پیغامونه یې په ټولنه کې د ځوان نسل بیدارول، د بشري ټولنې سمون، هېواد پالنه، معاصره پرمختیا، د ملي احساس روزل او غوړول، وګړو ته د هغوی عیبونه ور په ګوته کول، انساني کرامت ته درناوی، پاک نفسي، ملي یووالی، د اسلام حقیقي او رښتینې څېره او ارزښتونه را برسېره کول، د ظلم او استبداد پر وړاندې کلکه مبارزه او د ټولنیز عدالت پلي کول دي. دده ددغه قلمي مبارزې پایلې هم څرګندې دي چې هغه د ولس بیداري، د حاکم پر وړاندې د خبرو ژبه او په خپلو کې د اسلام او هېوادپالنې په رڼا کې سوله ییز ژوند ته کار کول دي.
وړاندیزونه
۱ـ د استاد نثرونه اوسني ځوان نسل ته زیات پیغامونه لري، چې په هنري ژبه دي، یوازې اهل ادب ورباندې ښه پوهېږي؛ نو غوره ده چې د څېړنو او مقالو له لارې په ساده ژبه وسپړل شي.
۲ـ استاد د ادبي او مسلکي پوهې تر څنګ د خپل دین او فرهنګ ژوره مطالعه هم لري، اړینه ده چې د هغه د منظومو او منثورو اثارو د څېړنې پر مهال دې ټکي ته هم پام وشي.
۳ـوچ کلک افکار تر ډېره زیات پایښت نه لري، وچه کلکه خبره هم مخامخ ښه نه لګېږي؛ نو ډېره غوره به وي چې دا ډول مفکورو ته زموږ اوسني نثر لیکوال د هنري نثر او ادبي ژبې یو څه خواږه هم ور زیات کړي.
پای پایله
د استاد الفت په ټولو نثري، خو په ځانګړي ډول هنري اثارو کې ګڼ داسې موضوعات شته چې دده ګڼو هم عصرو یې د بیان ځواک او جرئت نه درلود او که و هم هغه فکري او ژبنی ځواک ورسره نه و چې استاد الفت ورڅخه کار اخیستی او له برکته یې دا دي نن د هغه هر نثر ټولنې ته د یوه لارښوود څراغ مثال لري، حتی ویلی شو چې د پښتنو په کورونو کې به د رحمان بابا له دېوان وروستی بل کتاب د هغه کلیات یا د اثارو یوه برخه وي چې زیاته موندل کېږي.
مناقشه
یوه خبره هغه مهال ډېر مثبت اغېز او غوره پایلې لري چې لیکوال یې خپره ورباندې باوري وي او عملي تجربه یې هم ولري. استاد الفت د خپل ولس له بې اتفاقۍ، جهالت، یو بل غندنې، دښمنۍ او ورته نورو ناخوالو څخه سخت کړېدلی دی، ده درک کړې ده چې خلک له نورو طبي ناروغیو زیات له دا ډول کړاوونو سخت ځورېږي، نو باید درملنه یې وشي چې هغه د اسلامي او ملي فکر په رڼا کې داسې ټولنیزه بیداري ده چې خلک د خپل ځان ، دین او هېواد په ارزښت پوه کړي او په دې باوري شي چې د ټولو نوم یو دی، خوښۍ او بدمرغۍ یې سره شریکې دي او اړینه ده چې یو بل ته لاس ورکړي. د هغه ټول هنري نثرونه د همداسې سپېڅلي ارمان استازي دي چې له شک پرته استازولي به یې د زمان په هر پړاو کې پر ځای وي.
اخځلیکونه:
۱ـ الفت، ګل پاچا.(۲۰۱۲زېږدیز). د الفت نثري کلیات (څلورم چاپ). د اسمعیل یون په زیار. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۲ـ الفت، ګل پاچا.(۱۳۷۳لمریز). غوره نثرونه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۳ـ الفت، ګل پاچا. (۱۳۸۹لمریز). د الفت نثري کلیات (دویم او درېیم ټوک). د اسمعیل یون او عبدالرحیم بختانی په زیار. کابل: محمد حلیم فدايي.
۴ـ بهیر، فهیم. (۱۳۹۷لمریز). ادبي سمندر او تحلیلي څپې. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۵ـ ځدران، عبدالرحیم. (۱۳۸۴لمریز). نثري ژانرونه. کابل: افغانستان علومو اکاډمي.
۶ـ رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۳لمریز). زرلټون. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۷ ـ کرګر، م. اکبر. (۱۳۹۷لمریز). پښتو شعر او تېر ارمان. ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.