ژباړه: حامد بهیر
یو کس چې څو کاله د یوه لوی رسام شاګرد و او له هغه څخه یې د رسامۍ د هنر ټول فنون او هنرونه زده کړي و، ښوونکي یې ورته وویل چې ته نور استاد یې او نور داسې څه نه دي پاتې چې تاته یې در وښيم.
شاګرد یو فکر وکړ، یوه ښکلې رسامي يې وکړه او د ښار په منځ کې کېښوده، له څنګ سره یې څو قلمونه او رنګونه کېښودل، تر څنګ یې لارویانو ته یوه جمله ولیکله چې “که مو په هر ځای کې کومه تېروتنه ولیده نو په نښه یې کړئ”.
مازدیګر چې کله بېرته راوګرځېدو نو ویې لیدل؛ له دې امله چې په رسامۍ کې یې زیاتې نښې کښل شوي وې، چټله او په رنګونو ککړه وه. هغه ډېر خفه شو، استاد ته یې ورغی او کیسه یې ورته وکړه.
استاد یې ورته وویل چې ایا کولای شې هماغسې رسامي راته جوړه کړې؟
شاګرد هم همداسې وکړل. استاد یې رسامي بیا په همغه ځای کې کېښوده، خو دا ځل یې یوه بله جمله ورسره ولیکله چې «که رسامي کومه تېروتنه لري نو مهرباني وکړه په دې قلم یې اصلاح کړه.»
کله چې ماښام بېرته راوګرځېدو نو ویې لیدل چې په رسامۍ کې هېچا هم ګوتې نه وې وهلې.
استاد شاګرد ته وویل: چې دا خلک یوازې نیوکه کولای شي، اصلاح نه!.