ذبيح اللّٰه رحماني
انسانپېژندنه یوازې یوه سطحي مهارت نه، بلکې یوه ژوره رواني، ټولنیزه او فکري مبارزه ده. دا یو داسې هنر دی چې ما د ژوند له ډېرو تجربو، اړیکو، باورونو او حتا زخمونو څخه زده کړی؛ هغه زخمونه چې راسره یې د انسان د ظاهر تر شا د هغه باطني کیسه ولوستله.
په لومړیو ځوانۍ کې به مې خلک د خبرو، جامو یا حتا د خندا له اندازې قضاوتول؛ خو وخت، درد او تجربه راته وښوده چې انسان د سترګو لید نه، بلکې د زړه احساس ته اړتیا لري. هغه کسان چې ما به «ساده» ګڼل، وروسته ماته د ژور فکر، صبر، او خفګانونو سمندرونه ښکاره شول؛ او هغه کسان چې ما به “پوره” ګڼل، د وخت په تله کې د کږو نقابونو لاندې پاتې شول.
موږ ولې خطا قضاوت کوو؟
موږ اکثره انسانان د ظاهري کړنو، غبرګونونو او چاپېریالي چلندونو له مخې ارزوو. خو دا یو نیمګړی تصویر دی. لکه څنګه چې د یخ وهلي غر د پاسنۍ برخې لاندې یو ستر پېچلی جوړښت وي، همدا شان د انسان شخصیت هم تر څرګند حالت لاندې یو ژور او پټ جوړښت لري.
د یوه ملګري له موسکا تر شا ممکن د زړه زخم پټ وي، او د یوه غوسه ناک کس تر خبرو لاندې ممکن د نه اورېدلو د کلونو کلونو خاموشه دردونه پراته وي.
شخصیت، یوه پېچلې مجموعه ده
هر انسان د خپلو تجربو، باورونو، احساساتو او داخلي مبارزو مجموعه ده. ما له نږدې تجربه کړې، چې انسانان نه یوازې د خپلو کړنو له مخې پېژندل کېږي، بلکې د هغو دلیلونو له مخې هم چې ولې داسې کوي. یوه ورځ، یو زوړ سړی چې زه به یې «بې ادبه» باله، داسې کیسه را ته وکړه چې د ده د خفګان، تاوتریخوالي او بې حوصلګۍ شاته، د ژوند له خوا یو نه زغملی درد پروت و. هغه ورځ وه چې ما ځان ته وویل: “رحمانیه، اوس دې انسان پېژندنه پيل کړه.”
د درک او اورېدلو ځواک
انسان پېژندنه یوازې خبرې نه دي، دا د اورېدلو فن هم دی. اورېدل، نه یوازې د غوږونو له لارې، بلکې د زړه او پوهې له لارې. که موږ وغواړو چې انسانونه وپېژنو، باید له قضاوت نه وړاندې، د هغوی د ژوند تر شا حقیقتونه واورو. دا اورېدنه، د باورونو نه تر بچپنۍ ترخو تجربو پورې، هر څه ته غوږ نیول دي.
یو ریښتینی انځور جوړول
زه د خپلو ډېرو اړیکو د خرابېدو لامل همدا ګورم چې ما خلک د خپلو مفروضو پر بنسټ قضاوت کړي. خو هر کله چې مې زړه خلاص کړی، غوږ مې نیولی، او د بل انسان ژوند ته مې د درک له زاويې کتلي، د اړیکې ژورتیا، باور او درناوی یې څو برابره شوی.
پایله: انسان پېژندنه، د ژوند یو ارزښتناک درس
انسانپېژندنه د عاطفې، عقل، وخت، ژمنتیا او حوصله لرلو یو ګډ سفر دی. دا سفر ما دې پړاو ته راورساوه چې پوه شوم: موږ ټول د نیمګړتیاو سره کامله انساني مجموعه یو، او یوازې هغه کسان زموږ تر ټولو ښه پېژني، چې له موږ سره یې د زړه اړیکه جوړه کړې وي، نه د قضاوت او تمې اړیکه.
زه باور لرم، که موږ وغواړو یو بل سم وپېژنو، باید له خپله زړه سفر پيل کړو، تر څو د بل زړه تر ژورې پوهې پورې ورسېږو. انسان پېژندنه د ژوند له سترو هنرونو څخه ده – خو یوازې هغه ته وررسیږي چې له زړه نه زده کړه غواړي، نه یوازې له ذهنه.