محمدمصطفی سمون
انسان په کومو حالتونو کې ښې شېبې ځان ته پیدا کولای او مهیا کولای شي؟ انسان دا حالت د خپلې دروني او بېروني نړۍ له اګاهۍ څخه په خپل ژوند کې دا حالت راوستلی شي. موږ ډېری وخت د نورو د خوشالولو لپاره خپلې ښې شېبې هم له لاسه ورکوو. د بل خوشالي باید د خپلې خوښۍ له لاسه ورکولو لامل نه شي.
ښه تګلاره په دې مراحلو کې د حد پېژندل دي، چې هر انسان یې باید د خپل شاوخوا له وګړو سره ولري. انسان تل په یو حال کې نه وي هر څه د بدلون په حال کې دي. ژوند په منډه روان دی هر څه چې له ژوند سره په اړیکه کې دي د ژوند کولو زاویې هم د وخت په تېرېدو ور سره بدلون کوي، دا ځکه چې دا بدلونونه د انسان ژوند په مستقیم او نا مستقیم ډول اغېزمنوي او د ژوند په هر اړخ خپل اغېز پرېباسي.
همدا بدلونونه ستونزې او فرصتونه له ځان سره لري، چې انسان ته د خوښو او نا خوښو شېبو په اړه په ذهن کې مختلف اړخونه رامنځته کوي، چې دا بیا په دې شخص پورې اړه لري، چې څنګه له دې حالاتو ګټه پورته کوي. ګټه کېدای شي منفي یا مثبته وي؛ خو له دې دواړو څخه د ژوند لوری اغېزمنیږي. ښه دا ده، چې ښې شېبې په وړو څیزونو، وړو لوبو، لږ امکاناتو او د ژوند له وړو خوښیو څخه د ځان او شاوخوا د خوښۍ لپاره ګټه واخیستل شي.
د ښو شېبو لپاره په خپله بانې پیدا کول پکار دي، چې دا لاره د ښه ژوند تېرولو او فکر بدلولو لپاره ښه تګلاره کېدای شي. لکه، د کورنیو له غړو سره بیرون ته تګ او خپلوانو کره تګ، له ملګرو سره مجلس او بیرون چکر وهل، سفر کول، مطالعه کول، له پوهانو او عالمانو سره ناسته ولاړه، ځان په یو شي مصروف ساتل، د ښو کارونو تر سره کول، له بېوزلو سره مرسته کول، یو هنر زده کول، په ستونزو کې له ښکېلو خلکو سره مرسته کول، نورو کسانو ته زده کړه ورکول او داسې ډېر نور څه دي، چې انسان ته د خوښۍ او ښو شېبو لپاره بانې کېدای شي.
ښې شېبې د انسان په ژوند کې لکه یو څرک په یو ځلې تېرېږي؛ خو دا بیا په هر انسان پورې اړه لري، چې څنګه له داسې شېبو څخه ګټه پورته کوي او څنګه ځانته د خوښۍ لارې پرانیزي.