ژباړه: حامد بهیر
لیکوالي د ځان د بیان لپاره یوه هڅه ده؛ یانې د هغه څه ویل چې په ذهن کې یې لرو او ددې اړتیا ده چې له نورو سره یې وویشو.
د دې لپاره چې وکولای شو دغه هڅه په ښه ډول سرته ورسوو او وروسته یې وړاندې کړو، نو په لومړیو کې باید لاندې څو ټکو ته متوجې واوسو.
لومړی هغه څه چې په ذهن کې مو دی باید د کمپیوټر یا کاغذ په مخ باندې ولیکو او له یوې لنډې دمې نه وروسته سمون پکې راولو.
کار پرې نه ږدو: یانې له لیکلو څخه ستړي نه شو. حتې که لیکل مو په زړه منګولې ونه لګوي هم، د لیکوالۍ پروسه پرې نه ږدو؛ ځکه په یوه بل ښه وخت او هوا کې بیا متوجې کېږو چې هغه څه مو چې لیکلي کېدای شي له یو څه سمون څخه وروسته ښه شي او دا ښه شوي چې دا لیکنه مو له لاسه نه ده ورکړې.
مفاهیم مو په ذهن کې ساده کړو: په ذهن کې د مفاهیمو ساده کول له موږ سره دا مرسته کوي چې له سختۍ پرته ساده لیکنه وکړو، له لفظي او د لیکنیو پېچلتاوو څخه لرې شو.
انګېزه رامنځ ته کړو: هېڅ کله باید له انګېزې نه پرته په لیکلو پیل ونه کړو، کله کله داسې هم کېږي چې ورځې ورځې او په میاشتو هم په موږ کې د لیکلو انګېره رامنځ ته نه شي؛ خو ښه لاره یې داده چې په ځان کې د انګېزې د پیدا کولو لپاره کار وکړو، دا کار هغه وخت ممکن دی چې موږ د مفاهیمو، پدېدو او زموږ د شاوخوا شیانو د اړیکو د ماهیت په اړه فکر وکړو او مطالعه وکړو.
د نورو ویل شوې خبرې ونه کړو: دا کړنه زموږ دهن په ټمبلۍ باندې روږدی کوي او زموږ د خلاقیت فردي وړتیا له منځه وړي.
سره له دې چې د نورو او تکراري افکارو لیکل په لیکنه کې د ټمبلۍ سبب کېږي ورو ورو زموږ څخه د ژور فکر وړتیا هم اخلي او زموږ لیکنه د نورو د لیکنو په یوه ناسمه کاپي بدلوي؛ یانې باید هڅه وکړو تر څو د لیکلو په وخت کې زموږ خپلې اخیستنې – که چېرې ناسمې هم وي – ولیکو.
اړینه نه ده چې هر وخت دې د نورو له فکره لرې او ژور موضوعات ولیکو؛ مهمه داده چې له پښو لوېدلي مفاهیم په ښه ډول د تصور په چوکاټ کې لوستونکو ته وړاندې کړو.
ورستۍ خبره هم دا چې د خپلې لیکنې لومړی منتقد باید موږ خپله وو او وروسته د یوڅه لیکلو نه ځان د لوستونکې په ځای کې ودروو او متن په نقادانه ډول ولولو او سمون په کې راولو.
لیکونکي اوسئ!