لیکنه: ذبيح اللّٰه رحماني
د ځان پېژندنې، احساساتو، او شخصیت د ودې یو واقعي سفر
د شل کلنۍ او دیرش کلنۍ ترمنځ لسیزه یوازې د عمر تېرېدل نه دي؛ دا د انسان د نفس د جوړښت، د ذهن د بیدارۍ، او د تصمیم نیولو د پایلو د څرگندېدو تر ټولو خطرناکه او ښکلی پړاو دی. دا هغه مرحله ده چې یا انسان پکې خپل شخصیت جوړوي، یا د ټول عمر لپاره د ناپوهۍ او ګډوډۍ ښکار کېږي.
زه، ذبيح اللّٰه رحماني، دا لسیزه نه یوازې د کتابونو له مطالعې، بلکې د ژوند له عملي تجربو، له احساساتي او ټولنیزو جګړو، له شاته پاتې کېدو او بېرته راپاڅېدو نه تجربه کړې ده. همدلته پوه شوم چې دا پړاو د انسان د ژوند د نقشې اصل جوړوي.
په دې مرحله کې ځوان ذهن د خوابدیو انځورونه رنګوي. دا پړاو د هیلو، ارمانونو او “زه غواړم چې شم…” وخت دی. دا ارمانونه که هدایت شي، شخصیت جوړوي؛ که پرېښودل شي، یو خالي وجود پاتې شي. دا عمر د نويو تجربو د خوښې وخت وي. ځوان هڅه کوي له نویو لارو تېر شي، د ځان ظرفیت وازمويي، او د ژوند رازونه وپلټي. هره ناکامه هڅه، که څه هم دردناکه وي، خو دا ناکامي د شخصيت د ودې لپاره انګيزې اور بلوي.
همدارنګه، د شخصیت د ژور بدلون ظرفیت په همدې کلونو کې خورا پیاوړی وي. باورونه، فکرونه، او لیدلوري په دوامداره توګه بدلېږي. دا د هویت جوړونې زلزله ده؛ که دا زلزله مهار شي، انسان ودې ته رسېږي؛ که مهار نه شي، شخصیت نړېدلی شي.
احساسات په دې پړاو کې ژوندي وي؛ له مینې نیولې تر غوسې، له اُمید نه تر درد پورې، هر څه تود او ژور وي. که دا احساسات مدیریت شي، نو د هُنر، بدلون او ژورتیا سرچینه ګرځي. ما دا ځواک د وینا، ژورنالېزم، او ټولنیز فعالیت له لارې سم مدیریت کړ.
په همدې مرحله کې ځوان خپلواکي غواړي. دا د “زه پخپله پرېکړه کوم” تر ټولو خوږه مرحله ده. دا تمایل که د درک او مسؤليت پر بنسټ وي، رهبري ته رسېږي؛ که د احساساتي طغیان پر بنسټ وي، لټون ته.
ځوان تل د دې په فکر کې وي چې “زه به څه شم؟” دا پوښتنه که هدایت شي، د بریا سفر پیلوي. ما هم دا سفر د خپلو شکونو، خوبونو، او بریاوو له لارې کړی. همدا تفکر و، همدا نه ستړې کېدونکې داخلي چیغه، چې ما یې تر نړیوالو کنفرانسونو، ژورې ليکنې، او معتبرو ستاينليکونو/اېوارډونو پورې ورساوه. دا پوښتنه “زه به څه شم؟” لا هم زما د ژوند لارښوود دی.
د لسيزې ارزښت
دا لسیزه، له شلو تر دیرشو پورې، د ژوند اصلي قاعده ده. که دا مرحله د شعور، درک، او اصلاح له لارې تېر شي، انسان یو با شخصیته، مؤثر، او خوښ ژوند لري. خو که دا مرحله له پام نه وځي، نو وروسته عمر یوازې د فُرصتونو د حسرت سندرې وایي.
زه، دا لیکنه د خپلې تجربې، د ځوانانو د مشاهدې، او د هغو ارزښتونو پر بنسټ لیکلې ده چې ما یې د ژوند په اوږدو کې درک کړي. دا یواځې یوه مقاله نه ده؛ دا د هغه زلمي زړه صدا ده، چې غواړي له بل ځوان سره خپل رښتینی فکر شریک کړي.