لیکنه: ډاکتر محمد خالد لعلي
دا عنوان موږ ته داپه ډاګه کوي چې له هغه ناروغیو ځانونه وژغورو چې انسان پرته له دې چې چاته کوم زیان ورسوي، خپله ځان متضرر کوي.
ډېر کله به مو داسې خلک ليدلي وي چې د الله ج پېرزوينه په يو چا باندې نه شي زغملای، اصل کې دا عمل يې خپله د ځان اعتماد په نفس له منځه وړلو او حتا د تدريجي مرګ باعث ګرځي.
د دې موضوع هغه تاريخي شاليد ته هم که ځير شو، په لومړي ځل شيطان څخه دغه عمل صادر شو، ځکه د الله ج له خوا ورته امر وشو چې آدم ع ته سجده وکړهٔ، مګر هغه نافرماني وکړهٔ او د حسادت په ترڅ کې يې وويل چې آدم ع له خاورو او زه له اوره جوړ يم څنګه دا امکان لري چې اور د خاورو ته سر ښکته کړي.
نو اوس د دې موضوعاتو څخه جوته شوه چې حسادت دې ته ويل کيږي چې يو څوک د بل چا د نعمت، کاميابۍ، ښکلا، مقام يا کوم بل ښه شي له امله خفه شي او وغواړي دا شي ترې واخيستل شي او يا د هغه هم ولري.
په ټوله کې دا یو هیجان دی چې حتا په اکثره کوچنیو ماشومانو کې هم عمومیت لري. حسادت یو ځوروونکې ذهنیت دی چې په کور کې د دويم نوي زیږدلي ماشوم د وخت نه سرچینه اخلي، پخوانی ماشوم نه غواړي چې مور یې د بل چا مور واوسي. دی غواړي چې یوازې د ده مور وي، ماشومان د ښوونځي عمر ته له رسېدو مخکې په څو طریقو سره د کورنۍ له نورو غړو سره خپل حسادت ښکاره کوي، ممکن ځينې وخت حتا حمله ور شي او بل ماشوم جسمآ متضرر کړي.
اوس مهال که وګورو حسادت یوه لويه ستونزه ده په نړۍ کې نن سبا (۹۰ ٪) خلک د حسادت په اور لولپه دي او هر ورځ ډېر انسانان تر دې چې مسلمانان د همدې رواني ناروغۍ قربانې کیږي.
له روحي او رواني اړخه هم حسادت ( Jealousy) د انسان يو ډېر ژور او پيچلی احساس دي چې کولای شي د انسان پر فکر، احساساتو او چلند جدي اغيز وکړي.
معلوم داره ده چې حسود انسان تل له روحي فشار سره مخ وي خپل ځان د نورو په پرتله کم ګڼي، انساني اړيکې يې خرابيږي او حتا د رواني ناروغيو (اضطراب، خپګان او حتا د غوسې اختلالاتو) ښکار ګرځي، یعنې په ټوله کې د خپل ژوند او شته امکاناتو څخه خوند نه شي اخیستلای.
دلته د حل په موخه زه ځينې حل لارې د دې بشري ناروغۍ لپاره وړاندې کوم لکه؛
پر الله ج توکل کول: ځکه هر انسان بايد پدې باور ولري چې خير او شر د الله ج له طرفه دي.
شکر ګذاري تمرينول: معنا دا چې د هغه څه قدرداني کول چې ته یې لري.
اهداف ټاکنه: د هر چا د ژوند سفر بيل دي نو د ځان لپاره خپله اهداف وټاکه.
خپل ځان منل: ځان ته ارزښت ورکول او له نورو سره پرتله نه کول.
مينه او احترام تمرين کړه: د حسادت او کينې پر ځای هر چا ته مينه ورکړه او احترام ورته وکړه.
مثبت فکره کېدل: د نورو بريا د خپل ځان لپاره الهام ګڼل نه تهديد.
ذهني روزنه: مراقبه (Meditation) ژور تنفس او mindfulness تمرين کول.
مشوره اخيستل: که دا احساسات ډېر ژور شي له ارواپوه يا له رواني مشارو سره مشوره کول.