ليکنه: ذبيح اللّٰه رحماني
په ژوند کې ځينې پړاوونه شته، چې که پوره وپېژندل شي، انسان د ځان له واقعي صورت سره مخامخېږي. ماشومتوب، همدغه پړاو دی؛ يو نيمګړی، خو بنسټيز فصل، چې نه هېرېږي او نه تکرارېږي. ډېر به وايي چې ماشومتوب د لوبو، خندا، او بېغمه وختونو نوم دی، خو زه وايم چې ماشومتوب د انسان د شخصیت تود اثر دی، که څه هم ډېر ساړه سیوري پرې خپاره وي.
زه، يو له هغو خلکو يم چې ماشومان مې ډېر نه خوښېږي؛ نه مې د هغوی بېدليله ژړاګانې خوښېږي، نه يې بېنظمه خوځښتونه. خو، جالبه دا ده چې له همدې منځه، يو څو ماشومان شته چې زما پر ذوق برابر راځي. کله چې هغوی سره مخامخ شم، نه پوهېږم زه هغوی ځانته راکاږم، که هغوی زما لور ته راکښل کېږي؟ خو يو څه يقيني دی، چې زما شتون د هغوی لپاره يو ډول تسکين وي؛ يو ډول باور.
يوه ورځ مې د خپلوانو کره مېلمستيا وه، څلور کورنۍ راغلې وې، ګڼ خلک وو، شور او زوږ و. خو ساعت لا پوره نه و چې د درېو کورنيو ماشومان زما شاوخوا سره راټول شول، داسې چې له ما نه يې بغير آرام نه و. يو وايي: “ذبيح ماما زه ستا تر څنګ کښېنم!” بل وايي: “نه، زه به کښېنم!” او دريم بيا د دواړو ترمنځ ناراضه چې “زه لومړی راغلی يم!” کورنۍ غړو خندل، يو وويل: “ته خو ماشومانو ته جادو کوې!” زه هم وخندلم، خو له دننه مې يو څه احساس کړ، يو پټ درد، يو پټ ياد، يو پټ زخم… شونې ده چې زه د هغوی له بېکيفيته ماشومتوبه خبر يم، ځکه دی خو ما هم تجربه کړی دی.
ماشومتوب يوازې د ماشوم پړاو نه دی؛ دا د شخصيت د ودې، د احساساتو د بنسټ، او د باور د ودې پړاو دی. که څوک پاملرنه ورته ونه کړي، ماشومتوب ساړه سيوري پرې ږدي، چې بيا تر ټول ژوند د انسان د اروا په فضا خپاره وي. داسې ماشومان چې له ناز، پاملرنې او لورېنې بېبرخې وي، هغوى وروسته له خلکو سره يا ډېر تړل کېږي، يا هېڅکله نه نښلي.
زه کله ناکله فکر کوم: ولې هغه ماشومان زما پر خوا ډېر ژر راکاږي؟ شونې ده چې دوی زما په سترګو کې يو پټ امن ويني، يو غير لفظي تود احساس، يو د زړه غږ، چې وایي: “زه پوهېږم تا څه تېري کړي.” ځکه زه هم يو وخت ماشوم وم، او زما ماشومتوب هم له ساړو ډک و، خو تود احساس مې ترې جوړ کړ.
د شخصيت رېښه؛ له ماشومتوبه پېلېږي
ماشومتوب د شخصيت پټ بنسټ دی. که يو ماشوم له مهربانۍ، فهم، آزاد فکر، او تشويق سره لوی شي، نو هغه به يو روغ، پياوړی، او خپلواکه انسان وي. خو که ماشومتوب کې ټپونه وخوري، دا ټپونه د شخصيت پر بڼه داغونه پرېږدي. يو ماشوم چې هره ورځ توهين، بېپامي او فشار تجربه کوي، څنګه به د زړه نرم انسان جوړ شي؟ دا هغه کسان دي چې له ساړه ماشومتوبه د تود شخصيت غوښتنه لري.
که څه هم زه له ډېرو ماشومانو سره طبيعي مينه نه لرم، خو هغه څو ماشومان چې زما د ذوق وي، هغوى ته زه داسې ښکارم، لکه نيمګړی بابا، يو غلی قهرمان، يو داسې څوک چې پرته له خبرو يې درک کوي. همدا وجه ده چې کله له هغوی لرې واوسم، موبايل مې زنګ وهي: “ذبيح جان، بيا خانه ما!”
ماشومتوب ته بايد داسې وکتل شي، لکه د انساني ژوند ريښه. دا ريښه که له مينه، عدالت، او پوهې سره خړوب شي، شخصيت به يې تناور ونې شي. خو که ساړه سيوري پرې غوړېدلي وي، نو ژوند به يې هم د احساساتو له يخنۍ خالي نه وي.
زه د دې ليکنې له لارې غواړم ووايم، چې هر ماشوم يوه نه اورېدلې کيسه لري، او موږ بايد د دې کيسې اورېدونکي واوسو. که نه، يوه ورځ به د دوی د شخصیت پر بدن هغه ساړه سيوري پاتې شي، چې د ژوند د تود اثر مانا ترې واخلي.