د هرات ښاروالي وایي، د دغه ولایت په ۱۳مه ناحیه کې د دوه کیلو متره اوږد او درې متره سورور کانال د جوړېدو کارونه پیل شوي دي.
د هرات د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي چې د دې کانال په جوړېدو ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د ۱۳۵ ورځو په موده کې بشپړې شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د اسحق اباد لارې کانال د هرات ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ جوړېږي.
بلخوا د هرات یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې پیل ته خوښ دي او هلته د نورو ورته کارونو د پیلېدو غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو سیمو کې ورته کانالونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې د دا ډول پروژو د عملي کېدو ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه چیکډېمونه او د اوبو کوچني بندونه هم ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.























































