د سینما په نړۍ کې نامتو څېره «شاهرخ خان» د هند د شتمنو فلمي اداکارو د نوملړ په سر کې راغلی او اوسمهال د هند حکومت ته د ډېر ټېکس ورکوونکي په توګه یې نوم ثبت شوی دی.
د شاهرخ خان سرمایه اوسمهال ۷ زره او ۳۰۰ کروړه هندي کلدارې ښودل شوې ده.
راپورونه وایي، شاهرخ په لندن او دوبۍ کې ډېر ملکیتونه لري او هند کې یې د اوسېدنې ماڼۍ (منت) شاوخوا ۲۰۰ کروړه ارزښت لري.
د دومره شتمنۍ سربېره د شخصي استعمال لپاره ۱۸ بي ایم ډبلیو او شپږ آډې موټر لري، خو د رولز رایس، مرسيډیز ایس کلاس، هونډای، رینج روور موټرو شمېر یې ویلی نه دی.
شاهرخ خان د خپلو فلمونو په مرسته د نړۍ په خلکو کې محبوبیت پیدا کړی دی او فلمونه یې د ځانګړو پیغامونو درلودونکي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه هندي فلمي اداکار په هند او نړۍ کې د خپل هنر او سینمایي رول په مرسته سلګونه زره مینهوال لري.