د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د وسلو د کارولو محدودیتونه ترې لرې کړي.
زلنسکي پرون په جرمني کې د پوځیانو او امنیتي چارواکو غونډې ته ویلي چې هېواد یې له روسیې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی او په وینا یې داسې حالاتو کې یې پر وسلو د کارولو محدودیتونه د دوی د لاسونو تړل او لویه تېروتنه ده. “موږ فکر کوو چې دغه پرېکړې ناسمې دي،”
زلنسکي د امریکا لخوا د وسلو ورکولو غونډه کې په لومړي ځل حضوري ګډون وکړ او له نظامي مرستو یې مننه وکړه، خو وې ویل چې له روسیې سره د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره نورو مرستو ته هم اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: “موږ د اوکراین له اشغال شویو ځمکو سربېره د روسیې په سیمو کې د مقاومت اوږدمهاله ظرفیت ته اړتیا لرو، ترڅو روسیه سولې ته اړ شي.”
ویل کېږي، چې د اوکراین په ځینو ویجاړونکو او خطرناکو توغندیو او وسلو پر کارونې محدودیتونه لګول شوي او نشي کولای د هغوی له اجازې پرته یې وکاروي.
د نړۍ په روان وضعیت کې د اوکراین او روسیې ترمنځ نظامي جګړه اوږدمهاله شوې او د نړیوالو پام یې ځانته اړولی دی.