د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوو عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د «عیسنر ایګي» په نوم دا ښځه د اسراییلي پوځیانو له لوري په سر ویشتل شوې ده.
عیسنر ایګي ۲۶ کلنه فعاله رضاکاره او د نړیوال تړون خوځښت فعاله غړې وه. یاد خوځښت د فلسطین یوه ملاتړې اداره ده.
د راپورونو له مخې چې مېرمن عیسنر د بیټا په ښار کې د یهودي استوګنځایونو د پراختیا پر ضد یوې مظاهرې کې ګډون کړی و، چې اسرایلي ځواکونو پرې ډزې کړي او وژلې یې ده.
د عیسنر همکارانو ویلي، چې د هغې د پاسپورټ کاپي څه وخت وړاندې آنلاین خپره شوې وه، چې دا په ډاګه کوي چې عیسنر په ترکیه کې زېږېدلې وه.
بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې دا منلې، چې عیسنر د ترکیې وګړې وه.