د پنجشیر – بدخشان د ۲۹۵ کیلو متره اوږد او ۱۰ متره سور ور سړک د جوړولو چارې روانې دي.
د پنجشیر ځایي مسوولینو ویلي چې تر اوسه یاد سړک شاوخوا پنځوس کيلو متره جوړ شوی او د بدخشان تر بهارک ولسوالۍ پورې د پاتې کار د بشپړولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د دغه سړک په جوړېدو سره د بدخشان د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د سړک د فاصلې په لنډولو کې د پام وړ کمښت ترڅنګ، د دواړو ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو لپاره هم ښه زمینه برابرېږي.
په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسېدونکو ویلي چې د دې سړک په جوړېدو سره به مزل له ۴۸ ساعتونو څخه ۱۰ ساعتونو ته رالنډ شي.