ژباړه: حسیب نورمل
اضطراب، سټریس، ژور خپګان، بې ځایه اندېښنې او تشویش رواني ستونزې او ناروغۍ دي چې ډېری خلک یې لري، نوې څېړنې وایي چې ډالۍ د رواني ستونزې او ناروغۍ کنټرولوي، یو چا ته ډالۍ ورکول دوی ته دا احساس ورکول دي چې لا یې هم ترڅنګ یو او ارزښت راته لري ښايي ډالۍ یې سل په سلو کې رواني ستونزې له منځه یونسي خو په روان او ورح یې مثبت اغېز لري شي.
یو چاته ډالۍ ورکول د مینې، محبت او صمیمت په مانا دي، ارواپوهان هم وايي، باید له رواني ناروغانو او هغو خلکو سره چې له رواني فشار سره مخ دي، مینه او محبت وشي، د دوی په خبره له داسې خلکو سره همدردي او صمیمت د ناروغیو او ستونزو پر وړاندې یې مقاومت زیاتوي چې په دې سره یې حالت ورو ورو د ښه کېدو خواته ځي.

























































