ژباړه: حسیب نورمل
ارواپوه ډاکتر جین لاو تامپسون وايي؛ یو څوک په غېږ کې نیول د انسان په وجود کې د اندروفین د هورمون د تولید سبب کیږي، د انسان په وجود کې دغه هورمون په کافي اندازه نه وي خو که په کمه اندازه هم نو د سټریس او اضطراب پر وړاندې یې د وجود مقاومت زیاتوي.
ډاکتر جین خلکو ته توصیه کوي که داسې څوک نه وي چې په غیږ کې یې ونیسئ نو تاسې خپل ځان په غیږ کې ونیسی څو په بدن کې مو د اندروفین هورمون تولید شي او له سټریس او اضطراب نه په امن پاتې شئ.