د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې متحده ایالات به له اوکراین سره څه باندې ۷۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» دا خبرې د اوکراین پلازمېنې «کېیف» ته د خپل سفر په ترڅ کړې دي.
انتوني بلینکن ادعا کړې چې روسیه یو ځل بیا د اوکراین پر تاسیساتو د برید پلان لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د دې مرستې ډېره برخه د اوکراین د انرژۍ او برېښنا په برخو کې مصرف شي.
امریکا له اوکراین سره د دې تازه مرستې د ځانګړې کېدو خبر داسې مهال ورکړی چې په وروستیو کې د روسیې لخوا په اوکراین کې خونړي بریدونه وشول چې په پایله کې یې له سلو زیاتو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د ویلو ده چې په یوه اوږده جګړه کې د روسیې او اوکراین د ښکېلېدو له پیله تر اوسه امریکا له کېیف سره پراخې نظامي مرستې کړې دي.
بلخوا د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د متحده ایالاتو د مرستې په غبرګون کې بار بار خبرداری ورکړی چې واشنګټن د روانې جګړې د غځولو هڅې کوي.