د خوست ‘د شمل خرم فرعي سنديزې حوزې مسوولین’ وایي چې په یاد ولایت کې د ۹۴ زره افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ متره اوږد کانال د جوړېدو کارونه پیل شوي دي.
د خوست ځايي مسوولینو ویلي چې دا کانال د ملګرو ملتونو د خوړو، کرنې او مالدارۍ ادارې په مالي ملاتړ په «اسماعیل خېلو او مندوزیو» ولسوالۍ جوړېږي او چارې به یې د پنځو میاشتې په موده کې بشپړې شي.
د مسوولینو په وینا، چې د یادو ولسوالیو د ارخېلو او کچهخېلو د کلیو د دغه ګډ کانال کارونه پرون پیل شوي او شاوخوا ۹۴ زره ډالره به پرې مصرف شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا ۱۲۰۰ متره اوږد کانال به ۱۲۲ هکټاره ځمکه خړوبه کړای شي او ۷۳۰ کورنۍ به یې له اوبو استفاده کوي.
تر دې وړاندې هم د یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د ویلو ده چې د دې کانال جوړېدو ته خلک خوښ دي او په یاد ولایت کې د نورو دا ډول پروژو د پلي کېدا غوښتنه کړې ده.