ملګري ملتونه وایي چې په غـ.زه کې د اسراییلو او حما.س ترمنځ د جګړې له پیله تر اوسه د دغه سازمان د کارکوونکو په ګډون نږدې ۳۰۰ مرستندویان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګویتریش په حواله راپور ورکړی چې په غزه کې دوه پر درېیمه وژل شوي مرستندویان د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي.
ګویتریش په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او مرستندویانو وژل کېدل د «نهمنلو وړ» بللي دي.
د راپورونو له مخې چې یوازې پرون (چهارشنبې، سپتمبر ۱۱مه) په غزه کې د اسراییلو د برید له امله د ملګرو ملتونو شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.
د فلسطیني بېځایهشویو په برخه کې د ملګرو ملتونو یوې ادارې (انراوا) ویلي چې د کډوالو پر کمپ د اسراییلو په برید کې د کډوالو د یوه مرکز مدیر او د دې ادارې یو شمېر نور کارکوونکي وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیله تر اوسه د وژلشویو کسانو شمېر له ۴۰ زرو اوښتی او شاوخوا ۹۵ زره نور ټپیان شوي دي.