د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د ټاپي پروژې د پرانیستې هرکلی کړی دی.
ښاغلي کرزي په ایکس پاڼه لیکلي، “ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده. په هیواد کې دننه د دې پروژې د چارو د پیلېدو استقبال کوم.”
د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز لیکلي چې د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د پرمختګ لپاره روزلي او مسلکي کادرونو ته اړتیا ده.
د ټاپي پروژې کار له هرات ولایت پيل شوی، چې له ترکمنستانه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه وغځول شي.
د دې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې له هرات، فراه او کندهار څخه تېرېږي.
دا نللیکه به په مجموعي توګه ۳۳ میلیارد مترمکعبه ګاز لېږدوي. پنځه میلیارده متر مکعبه یې په افغانستان کې لګول کېږي.
د دې نللیکې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه لګول کېږي چې پنځه به یې په افغانستان کې وي.