ژباړه: حسیب نورمل
ډېر خلک د سفر په وخت کې یا له سفر څخه څو ورځې مخکې په اضطراب اخته کیږي، حتی د ځینو خلکو دا اضطراب دونه جدي وي چې له سفر څخه د منع کېدو سبب کیږی، له سفر مخکې اضطراب په رسمي ډول د رواني ناروغۍ په بڼه نه دی ثبت شوی خو دا یوه جدي ستونزه ده چې ډېر خلک ورسره مخ دي، که څوک له سفر مخکې په اضطراب اخته کیږي ښايي له سفر څخه لاس په سر شي یا له سفر څخه هېڅ خوند وانخلي، ارواپوهان وايي له سفر مخکې اضطراب د انسان په روح او روان منفي تاثیر لري. دا چې د سفر په وخت په اضطراب اخته نشئ لاندې څو ټکي په نظر کې ونیسئ
– څو ورځې مخکې د سفر لپاره تیاری ونیسئ
– که مو لومړی\کوم هېواد ته لومړی سفر و د هغو خلکو سره مشوره وکړئ چې زیات سفرونه یې کړي وي
– د سفر لپاره ټول د اړتیا وړ توکي او وسایل درسره واخلئ
– ځان ته مثبت احساس ورکړئ
– د سفر لپاره مو ملګری پیدا کړئ