د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن (پنجشنبې، د سنبلې ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې دا ورښت په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د هواپېژندنې ادارې دا هم ویلي چې په یادو سیمو کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ میلي مترو پورې وي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ورښت سربېره په لوېدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو امکان هم شته چې د سرعت کچه به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي.
د ویلو ده چې سږ کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابي ورښتونو پر ځاني مرګژوبلې سربېره هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.























































