د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د اټکل له مخې چې دا ورښت به نن (یکشنبې، د سنبلې ۲۵مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، ننګرهار، پکتیا او خوست کې وشي.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو شویو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې پر ورښت سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې د خونړیو ورښتونو له امله پر ځاني زیان سربېره هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د ویلو ده چې په هېواد کې سږني ورښتونه د اقلیمي بدلون پایلې بلل شوې دي.























































