د پنجشیر د زراعت، کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو سږ کال په یاد ولایت کې د ۲٫۷ ټنه شاتو د تولید خبر ورکړی دی.
د دې ادارې رییس، فضل الله دیوبندي رسنیو ته ویلي چې په دومره اندازه شات سږ کال په ټول پنجشیر کې تولید شوي دي.
د پنجشیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې په یاد ولایت کې د شاتو مچیو ۳۴ فارمونه شته چې په عمومي ډول ۷۹۳ صندوقه کېږي.
ویل کېږي چې په دې فارمونو کې ایتالیایي او قفقازي مچۍ شته او د مسوولینو په وینا چې په دې کار وبار نږدې زر کسان مصروف دي.
د ویلو ده چې پنجشیر د ښه طبعیت، رنګارنګ ګلونو او مناسبو هوا په لرلو سره په افغانستان کې د شاتو د تولید لپاره باوري ولایت شمېرل کېږي.

























































