د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې په نړیوال جام کې خپل لومړۍ لوبه له انګولا لوبډلې څخه د دوو ګولونو په توپیر وګټله.
د فوتسال نړیوال جام پرون پیل شو او دویمه لوبه یې نن د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان په بریا وشوه.
په نننۍ لوبه افغان لوبډلې شپږ او انګولا لوبډلې څلور ګولونه وکړای شول او بریا د افغانستان په برخه شوه.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، امید قنبري، حسین محمدي او رضا حسینپور ګولونه وکړل.
د ویلو ده چې د افغانستان دویمه لوبه به راتلونکې چهارشنبې د ارجنټاین لوبډلې پر وړاندې وشي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبغاړي به د روان جام په C ګروپ کې د ازبکستان، اوکراین، ارجنټاین او انګولا پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو ګڼو افغانانو د افغان لوبډلې بریا ستایلې او خوښي یې څرګنده کړې ده.