ژباړه: حسیب نورمل
ارواپوهنه؛ ښې خاطرې د ژوند مهمه برخه بولي، چې په یاد راوړل یې انسان خوښ ساتي، د یوازېتوب او خپګان څخه یې ژغوري، هغه تحقیقات چې په ۲۰۲۱ کال کې شوي دي دا په ډاګه شوې ده، چې د ځانګړو ورځو نمانځل او د ښو خاطرو یادول هغه خلک چې د کرونا ناروغۍ له امله قرنطین شوي وو د یوازېتوب له احساس او ګڼو رواني فشارونو او ستونزو څخه ژغورلي دي.
د ارواپوهنې د برخې مشهور متخصص داکټر اندرو ابیتا وایي (د ژوند ښې ورځې او خاطرې یادول او نمانځل انسان ته روحي او رواني سکون وربښي، دغه راز داکټر اندرو زیاتوي، د تېرو ښو ورځو او خاطرو لکه د زیږیدو، کوژدې، واده، د بریاوو او سترو لاس ته راوړنو ورځې او کلیزې نمانځل له انسان سره پر ځان د باور پیدا کیدو، له ځان سره د مینې او هیله مندۍ سبب کیږي).
همدا نن هڅه وکړئ چې له کورنۍ، ملګرو او دوست سره په خبرو دغه راز د پخوانیو عکسونو او ویډیګانو په لیدو سره مو تېرې ښې ورځې او خاطرې تازه کړئ او د ژوند تېرې خوشاله او مهمې ورځو مو په خوښۍ او جشنونو سره ونمانځئ.























































