د لوګر مسوولین وایي، د یاد ولایت د مرکز اړوند په «خضر» سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یو کانال د جوړېدو کارونه پیل شوي دي.
د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو ویلي چې دا کانال یو کیلو متر اوږدوالی لري او په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د مسوولینو په وینا چې د دې کار د جوړېدو پر مهال به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او تازه یې چارې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د لوګر مرستیال والي ټینګار کړی چې په یاد ولایت کې بنسټیزې پروژې په پوره روڼتیا سره پلې کېږي.
تر دې وړاندې هم د یونیسف او خوړو نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو مرستندویه ادارو په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پروژې عملي کړې او د ځینو چارې یې روانې دي.
د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې د سیلابونو د کنترول په موخه لسګونه چیکډېمونه هم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.