ژباړه: حسیب نورمل
ښه ملګري انسان له رواني فشار او اسټرس نه ژغوري په تېره بیا هغه ملګري چې پرته له کومه مطلب مینه درسره کوي، درنه خپه کیږي نه، ستا په اړه قضاوت نه کوي او تل د ترڅنګ وي، چې ډېری کورنۍ حیوانات هم دې ملګرو ته ورته دي.
تازه څېړنې وايي په کور کې کورنۍ حیوانات ساتل له انسان سره د اسټریس او رواني فشار په کمولو کې مرسته کوي، څېړنه وايي حتا له غوره ملګرو، خاوند او مېرمنې نه هم څو برابره له انسان سره د رواني حالت په بدلولو کې مرسته کوي.
کورنۍ حیوانات زیات عاطفي وي ځکه له انسان سره د رواني فشار او اسټرس په کمولو کې زېره مرسته کوي.