ژباړه: حسیب نورمل
نن سبا اسټرس( رواني فشار) او اضطراب هغه ستونزې دي چې نیږدې د نړۍ ترنیمايي زیات خلک ورسره مخ دي، اوراپوهان او ډاکټران ددې فشار کمولو او له منځه ورړلو لپاره بېلابېلې لارې په ګوته کړې دي، ارواپوهنې د برخې متخصص (اندرو ویل) په خپل کتاب (Spontaneous Happiness) کې د ژورې ساه اخیستلو د (۸-۷- ۴) په نوم یو تخنیک معرفي کړی دی. هغه دا تخنیک د هغو خلکو لپاره ډېر ګټور بللی دی چې زیات ناراحته، خپه او اندېښمن وي یا له زیات رواني فشار سره مخ وي.
اندرو ویل وايي؛ انسان نه شي کولی په یو وخت کې د هم مضطرب وي او هم د ژوره ساه واخلي، ویل په خبره که هره ورځ څو ځلې د (۸-۷- ۴) تخنیک تمرین وکړئ ښايي ډېر اسټرس او اضطراب مو ورسره راکم شي.
ویل یاد تخنیک داسې بیانوي«لومړی مو د خولې لارې ټول هوا بهر کړئ، بیا تر څلورو عددنو په شمېر سره یا په څلورو ثانیو کې د پزې له لارې ساه واخلئ، بیا د اوو ثانیو لپاره ساه بنده کړئ بیا ارامه خوله خاصلاصه کړئ په اتو ثاینو کې ټوله ساه وباسي».
راځئ له همدې نن څخه د همدې تخنیک تمرین پیل کړو وګورو چې څو مره مثبته پایله لرلی شی.

























































