د سمنګان مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۷ چیکډېمونو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دا چیکډېمونه د سېلابونو د کنترول او د اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړ شوي دي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي چې له تېر یو کال راهیسې د سمنګان په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو شمېر چیکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې پر دې سربېره په یاد ولایت کې د یو شمېر نورو چیکډېمونو د جوړېدو کارونه هم شروع شوي دي.
تر دې وړاندې هم په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د زېرمه کولو او د سیلابونو د کنترول په موخه ورته چیکډېمونه جوړ شوي دي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د اقلیمي بدلون له امله سږنیو سیلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي، او هېوادوالو د ورته نورو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.