ژباړه: حسیب نورمل
که روحاً ناراحته او ناارامه وئ، ځینې داسې کوچني کارونه شته چې له تاسو سره د فکر او خُلق په سمولو کې لویه مرسته کوي. ښایي دا کارونه تاسو ته زیات بې ارزښته او ساده تر نظر درشي، خو هغومره ساده او بې ارزښتنه نه دي، څونه چې فکر کوئ.
د ارواپوهنې د برخې متخصصین وايي، که څوک له خپل ژونده ستړی وي او یا له ډول ډول رواني فشارونو سره مخ وي هغوی په دې څو کوچنیو او اسانه کړونو سره خپل رواني فشارونه کمولی شي.
د دوی په خبره د لمر راختلو ننداره کول، د لمر د لوېدلو ننداره کول، شنو ځایونو او فصلونو کې قدم وهل، له ملګرو سره چکر ته تلل، په کور کې د ګلانو او ښکلو بوټو کرل، اېښودل او پالنه یې کول، د څو شېبو لپاره سپورټي لوبې(کرکټ، فوټبال والي بال…) کول… دا او دې ته ورته هغه ساده کارونه دي چې ذهني او روحي فشار په کمولو کې درسره مرسته کوي.