22 °c
Kabul
28 ° شنبه
28 ° یکشنبه
جمعه, جولای 18, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    څنګه لیکل وکړو؟

    څنګه لیکل وکړو؟

    سمبولیزم او ادبیات

    سمبولیزم او ادبیات

    ګټیالی څه راکوي؟

    ګټیالی څه راکوي؟

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د پیغمبر کتاب په اړه

    د پیغمبر کتاب په اړه

    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟

    ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟

    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    د وخت بدلون

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    انسان‌پېژندنه او د شخصیت پېچلتیا

    زما قلم، زما خاوره، زما مسوولیت؛ د یو ځوان د ژور بدلون کیسه

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

د عبدالرووف بېنوا سبک/ استاد محمود مرهون

POHAWAI Media by POHAWAI Media
اکتوبر 14, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
1 0
0
د عبدالرووف بېنوا سبک/ استاد محمود مرهون
0
خپرول
13
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لنډيز
استاد عبدالروف بېنوا د پښتو معاصر ادب د پنځو ستورو څخه يو دئ چي په پښتو ادبياتو کي يې زيات شمېر تاريخي، علمي او څېړنيز اثار په نظمي او نثري چوکاټ کي موږ ته را پرې ايښي. د يوه اديب د پېژندني له پاره د هغه د سبک څېړل د هغه د مفکورې و عمق ته د ورکښته کېدو تر ټولو ښه لاره ده په دغه مقاله کي کوښښ سوى چي د استاد بېنوا د نظم او نثر سبکي ځانګړتياوي تر يوه ځايه و کتل سي.

سريزه:
سبک لغتاً د سرو زرو په غالبونو کي اچولو ته وايي، چي له عربي ژبي څخه راوتلې يوه کلمه ده، او په عربي ژبه کي سبکه د سرو زرو ټوټې ته وائې. مګر په اصطلاح کي د يوه شاعر، ليکوال، هنرمند او بل هر ډول کارکوونکي هغه ټاکلي او ځانګړي لاري ته وايي، چي د هغه د لاري ځانګړني د نورو ورته خلکو په لارو کي نه ليدل کيږي او په سبک کي تر ټولو مهمه خبره همېشه دا ده چي يو سبک بايد پيروان و لري، که چيري پيروان و نه لري، بيا هغه سبک نه بلکي طرز يا ډول بلل کيږي. مثلاً:د احمد د ليکني ډول، د محمود د نقاشۍ ډول، د احسان د شاعرۍ ډول. مګر که چيري څو طرزونه سره يو ځاى سي، بيا يو سبک منځ ته راوړلاى سي. موږ په پښتو ادب کي داسي څو په شمار شاعران لرو، چي خپل ځانګړى سبک لري، لکه حميد مومند، خوشال خان خټک او نور. مګر د دوى طرزونه هغه وخت په سبکونو بدل سوي چي ځان ته ئې پيروان پيدا کړي او تر هغه وخت چي پيروان ئې نه درلودل لا طرز بلل کېدل.(٨- ٤٠)
موږ په دغه لنډه مقاله کي د پښتو ژبي د معاصرو ادبياتو د يوه بنسټګر شاعر، ليکوال، موريخ او نقاد پر سبک ږغېږو چي د ليکنو، شعرونو او نقد سبک يې څه ډول دئ په دې مقاله کي به د ادب مينوالو ته له يوې خوا د سبکي څېړني لاري ور و ښودل سي او له بله اړخه به د پښتو ادب د پنځو ستورو د يوه ستوري له سبک څخه پرده پورته سي.

اصلي متن:
د سبک په اړه اوسنۍ نظر تر ډېره ځايه داسي دى چي د يوه چا د کار د طرز هغه ډول ته وايي چي د هغه اروايي حالت موږ ته څرګند او ښکاره کړي. عبدالروف بېنوا د هغه ليکوالو له ډلي څخه دى چي هم په نثر او هم په شعر کي خپل ځان ته سبک او لاره لري. کله چي موږ د پښتو ادب پر ادبتاريخونو نظر اچو د تذکرو په اړخ کي د عبدالروف بېنوا د افغانستان نوميالي، اوسني ليکوال او پښتني مېرمني هغه اثار دي چي د عبدالروف بېنوا د خواږه نثر څخه پرده پورته کوي. کله چي بيا د هنري نثر پر لور ګام اخلو په لومړي قدم کي مو د عبدالروف بېنوا د زړه خواله هغه اثر دى چي سړى د لاهوت اسمان ته الوزوي. عبدالروف بېنوا په خپل نثر او نظم کي د خپلو خاصو او ځانګړو نښو په خاطر موږ د خپل سبک په درلودونکو کي درو.

بېنوا په لومړي قدم کي د نثر د شاعرانه کولو تر ټولو لوى کمال لري د هغه نثري اثار چي لولى د شاعرانه تعالي نښتي پکښي له ورايه ښکاري او څوک فکر کوي چي نثر نه بلکي شعر لولي، د دغي نثري ټوټې په ويلو سره به موږ خپله دغه ادعا د زبات تر کوره و رسو:

آه! د سګريټ دوده!
چي نيمه شپه سي ځان بيدار كړه
چـي پكښي واورې د ويشتلو فريادونه
(پښتو لنډۍ)

د كوم بې نيازه په ياد يوازي په بستر كي پروت او د دې نيمي شپې په فضا كي ستا ننداره كوم؟
د سپوږمۍ رڼا ته ښه ښكارې، په څه مستۍ له خولې راوزې او د سر دپاسه مي نڅا كوې، ورو ورو پورته كېږې.
آه ! تر يوي ثانيې وروسته بيا څه سې؟
آيا ته د نامراد ميين د سوي زړګي له آرزوګانو څخه تركيب سوى نه يې؟
آيا ستا سره هر وار د ناكامي ميني ساړه ساړه آهونه په فضا كي نه خپرېږي؟
ته چيري ځې؟
د مين د مقصد لور ته روان يې، كه د عدم؟ پوهېږم چي زما د زړه خبري له ځانه سره وړې، مګر كوم ځاى ته؟
بيا به بيرته راوګرځې؟ او كه به د نامرادي نجلۍ د ژوند په شان د ټولو اميدو سره محوه سې؟
نيمه شپه ده، ګرده خلك بيده دي، د رحمت دروازې خلاصي، او د عاصيانو مناجاتونه قبلېږي، مګر افسوس …
زما آه بې اثره، او آرزو مي بې نتيجې ده.
نو اې وروستنى دوده !
تر هغه چي فضا تا محوه كړي، زما بې نيازي ته ورسه او د الهام غوندي ورته ووايه :
“مين دي يوازي دى.!(٩-٦٨)
ښاغلي بېنوا نه يوازي دا چي خپله يې په هنري نثر کي دونه ښه ليکل کول بلکي له نورو ژبو يې هم په دونه مهارت سره په هنري نثر ژباړي راکړي چي تر خپل اصلي متن لا سړي ښه ايسي، زما د پورته خبري زبات تاسي د رابيندر نات ټېګور د ګيتانجلي په ژباړه کي کتلى سئ چي يوه کوچنۍ نمونه يې زه دلته ستاسي مخ ته ږدم:
(( تا زه لامحدود پيداکړم ستا رضا داغسي ده.
دا د (وجود) ناموزه او نازک لوښى ته په وارو وارو تشوې او تل يې په نوي ژوند ډکوې. ته له وړوکي شپېلۍ سره پر غرو او رغو باندي ګرځې راګرځې او تل په دې شپېلۍ کي نوي نغمې پو کوې.
ستا د لاسو د غير فاني مښود څخه زما زړګوټى په خوښي کي خپل حدود هېروي او په داسي خبرو لګيا سي چي په بيان کي نه راځي.
ستا بې پايه نعمتونه زما دې کوچنيو لاسو ته را رسي زمانې تېرېږي خو اوس لا هم ته هغه نعمتونه اوروې- آيا نور لا هم د سمسورولو دپاره ځاى پاته دى؟. (٤: ٩٢)

دوهمه موضوع د بينوا په ليکونو کي د متروک لغاتو ده چي بېنوا په خورا مهارت سره په خپلو ليکونو او شعرونه کي موږ ته را پرې ايښي. تاسي په دې لاندي څو نمونو کي و ګورئ:
بيا يې و څکل له کم خمه ډک جامونه
دا د هسک پېغله چي ناڅي له جنونه
له خندا يې د غاښو ځلا برېښنا سوه
مرغلري لونوي، پر سنګېړونه(١-٧٢)
په پورته دوو بيتونو کي تاسي ګورئ د هسک کلمه چي په پخوانيو ادبياتو کي د اسمان په مانا کارول سوې يا هم لونوي کلمه چي د شيندلو او نثار کولو په مانا کارول سوې ده او يا هم سنګېړونه چي د لويو ډبرو په مانا په پخوانيو متون کي کارول سوي دي. و ګورئ په پنځمه هجري پېړۍ کي د اسعد سوري قصيده:
١: د پسرلي ښکلونکي بيا کړه سنګارونه
بيا يې و ولونل په غرونو کي لالونه
٢: زرغونه مځکه کي ځل کا لکه ستوريه
چي پر هسک باندي ځلېږي سپين ګلونه
٣: هر پلو رڼې والي بهاندي خاندي
له خوښيه سر وهي له سينګړونه
( ٥: ٥٠٠ -٥٠١)

او يا هم:
وابه نه وړمه له حقه
دا مي ستاسي سره بول دى(١-١٦٠)
عبدالروف بېنوا په پښتو ادب کي د مخموري شاعرۍ له مخکښو يو بلل کېداى سي، د هغه په اشعارو کي ډېر ځايونه د مخموري شاعرۍ ډېري ښي بولګي سته د مثال په توګه:
مسته وينه د مست تاک را
دې بې واکه زړه ته واک را
د نانک بابا روح ښاد کړه
زاړه مى په دې ويساک را(١-١٨٠)
يا هم دا چي:
د اوبو پر غاړه کښېنه شراب نوشه
په صحت د زړه د غم دي شراب نوشه
د ريا له زهده زړه په ميو مينځه
ليري ګرځه له مکاره خرقه پوشه(١-١٨١)
د ټولني له روحه خبرتيا او د ټولني په غوښتنو باندي سم پوهېدل د ډېرو ويښو ليکوالو کار دى چي عبدالروف بېنوا په دغه اړخ کي تر ټولو ماهر دى هغه د ټولني له غوښتونو او اړتياو سره سم روان دى. په بېلابيلو اړخونو کي يې د ټولني غوښتني ور پوره کړي دي.

ټولنيزه وېښتابه د هر ملت تر ټولو ستر ارزښت دى استاد عبدالروف بېنوا په دې اړخ کي تر سلګونه ځايه ډېر دغه ټکي ته پام کړى لکه دى چي په دې شعر کي وايي:
سر تر پايه سره لمبه سوم
روغ زړګى مي سوى سکور سو
نه ايرې نه مي دود ښکاري
بل راباندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه
نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو
څه عبث مي د خولې شور سو
آه سپېره لو هديره ده
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي(٣- ٨١)
يا هم دا چي:
پېړۍ واوښتې، خو خلک لا بيده دي
ويښول يې ډېر کلونه زحمت غوړاي
په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي
دا کم بخته لا نشه د جنت غواړي(٢- ٢١)
ښوونه او روزنه د ټولني بنياد جوړوي ارواښاد بېنوا په دې اړخ کي هم يو متوجه سړى دى او همېشه يې په خپلو ليکونو کي دغه ټکي ته په خورا ښه توګه انعکاس ورکړى دى، د بېنوا د خاندان خولۍ اثر زموږ د دغه خبري د زبات له پاره ښه دليل کېداى سي او يا هم تاسي په دغه شعر کي د ارواښاد بېنوا د ښووني او روزني مفکوره په ښه توګه ليدلاى سئ:
د زړګي سر يې زما
د ژوند ثمر يې زما
نورالبصر يې زما
شيرين پشر يې زما
هله پاڅېږه زويه
راپورته کېږه زويه
زويکه لمر ختلى
وطن يې ټول نيولى
حال د ويدني تللى
وخت د ويښتوب راغلى
مکتب ته ځي هلکان
د وطن نوي زلميان
هر څوک کارونه کوي
خپل روزګارونه کوي
تر اخيره پوري….(١- ٨٨)
کله چي د بېنوا دغه شعر تر پايه و ګورئ چي ارواښاد بېنوا په ټولنيزه ارواپوهنه کي څونه مخکي دى او د ټولني په روح او روان څونه اګاه دى.
هغه د ټولنيز رغاوي او بدلون له پاره تر ټولو علاقمند شخصيت وو او د هغه د شخصيت دغه بعد په ليکونو او سبک کي د يوه ياغي او مبتکر شاعر په حيث خورا په شور او ږوږ باندي راغلى دى د هغه د غلي شانته انقلاب شعر په هغه شهکار شعرونو کي شمارلاى سو چي د بېنوا د شاعرۍ انتخاب بلل کېداى سي، چي داسي دى:
نسيم ووې د ګل غوږ کي بد سو د ياراني رنګ
غلى شانته انقلاب بدلوي د زمانې رنګ
ورسره نوي رنګونه، رنګا رنګ تحولونه
کړي سمسور به باغ راغونه
موسم دى هم بدل سوى د بلبل تراني رنګ
غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
دړي وړي زوړ رباب دى، زوړ مطرب خانه خراب دى
زوړ آهنګ د روح عذاب دى
نوى ساز نوى آواز دى هم سو نوى د نغمې رنګ
غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ(١-١٠١)
ښاغلى دين محمد ژواک د بېنوا د دغه شعر په اړه يو خورا تاريخي او عالمانه نظر لري دى وايي: (( بېنوا استاد د شعر د کلاسيک استادانه نظر، فورم او محتوى سره يوه نوې رنګينه امتحاني الوتنه هم لري او د شعر په ژبه د نړۍ د بدلون رمز څرنګه ښيي؟ دا برخه د پښتو شعر د شعري سير لومړۍ تکاملي پوړۍ ته بيايي.))( ٦: ٣٦)

مينه د ژوند اساس دئ. هر شاعر شاعري له ميني را پيلوي په غنايي شاعرۍ کي بېنوا بلا کوي د خپلي ميني طنازي او د خپل جنون سرحدونه په ډېري بې باکۍ ماتوي هغه د هر څه په وړاندي ياغي دى او ټول سرحدونه ماتوي مګر د ميني په وړاندي تسليم دى. د هغه مينه يوازي تصنوعي او مجازي نه ده هغه په خپل جانان کي کله نا کله حقيقي جانان او د دنيا او مافيها د مالک پر خوا هم ورځي. دغه خوى او عادت د خان غني خان او استاد بېنوا مشترکه خاصه ده چي يو ډول تر ياغتوب او جنونه رسېدلى زرين انځور په خپله يوه مقاله کي چي ( د يو بېنوا او يو غني) تر سرليک لاندي يې ليکلې له ماسټر عبدالکريم حواله راخلي: (( غني نه چا پسي تللى شي او نه به لاړ شي، ځکه چي غني شاعر دئ او تقليد د شاعر مرګ او بغاوت د هغه ژوندن دئ)) او خپل بحث داسي پر زياتوي ((دغه شاعرانه بغاوت د بېنوا او غني دواړو په شعرونو کي ځان څرګندوي، د غني په شاعرۍ کي يو څه زيات او د بېنوا په شاعرۍ کي يو څه کم. زه فکر کوم چي د استاد بېنوا د مستي او رندانه شاعرۍ ډېري ښکلي نمونې به د ( د حالاتو د تقاضا) له مخي نه وي چاپ شوي او ګوره چي بيا به تر لاسه شي او که نه؟)) (٧: ١٥٢)
د هغه د ليونۍ ميني د ښکاره کولو له پاره به لاندي څو بيته ويل بد نه وي:
ښايسته ستوري د ميني
هر سهار را پورته کيږي
د اسمان پر تندي باندي
لکه خال غوندي ځليږي
تر نظر مي هر څه لاندي
کائيناتو ته مسېږم
پورته کښته په جهان کي
و هر چا ته ښه ښکارېږم
جمادات که حيوانات دي
دا ټول وينمه تېرېږمه
داسي تر اخيره …(٣- ٩١)
د استاد بېنوا دغه شعر که تر اخيره پوري و لولى نو تاسي به د انسان د ميني بېلابېلي غمازې پکښي و ګورئ چي د نړۍ هر انسان عاشق او هر څوک د خپلي مدعا له پاره خپله خپله لاره لري.

په شاعرۍ کي منظر کښي د شعر خوند يو په څو کوي او استاد بېنوا په دغه چار کي تر بل هر چا ډېر برلاسى دى. د هغه اکثره شعرونه تصويري دي يعني لوستونکي ته يوازي الفاظ نه ور اوري بلکي تصويرونه هم په ويني تاسي د بېنوا دغه منظر کښي په دې لاندي څو بېتونو کي کتلاى سئ:
ارغنداو د غرو لمني
د غاټول په ګلو سرې سوې
د دامان هوسۍ دي مستي
زرغونې ورته درې سوې
د باغو وني ويښېږي
د بلبلو پرې نارې سوې
آسمان مځکه ټوله خاندي
نوي نوي نندارې سوې
واه، دا څه نوى ژوندون دى
دا نسيم راغى له کومه
چي يې نوى روح وطن ته
و باسه له خپل قدمه(١- ١٤٣)

استاد بېنوا کله نا کله په خپلو اثارو کي له طنزي روشه هم کار اخلي او د هغه ډرامې زموږ د دغي خبري د زبات له پاره ښه دليل دى.
ترانې په پښتو ادب کي ډېرو محدودو خلکو ليکلي دي. استاد بېنوا په هغه ګوتو شمار کسان کي يو دى. هغه د بېلابيلو طبقاتو له پاره بېلابيلي خوږې ترانې ليکلي دي، د هغه تر ټولو مشهوره ترانه د افغانستان ملي سرود وو چي د ترانې په فورم کي ليکل سوى دى او داسي دى:
څو چي دا مځکه اسمان وي
څو چي دا جهان ودان وي
څو چي ژوند پر دې جهان وي
څو چي پاته يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
تل دي وي افغان ملت
تل دي وي جمهوريت
تل دي وي ملي وحدت
تل دي وي افغان ملت جمهوريت
تل دي وي افغان ملت جمهوريت
ملي وحدت – ملي وحدت(١-١٨٧)

پايله:
د استاد بېنوا د جهان پېژندني له پاره موږ يوه رساله څه چي پوره کتاب ليکلاى سو، د هغه د شعر او نثر خوږ والى او روان والى هغه څه دي چي چا ته د څېړني له پاره ډېر زيات مواد په لاس ورکوي د هغه ځېږه او درنه د وينا ژبه له داسي ډېرو خوبايانو څخه مالامال ده چي تر اوسه لا چا نه دي را سپړلي د بېنوا له دنيا څخه د پرده پورته کوني پر پار زه خپله دغه وړه هڅه پر دې ژمنه را ټولوم چي د بېنوا جهان ته به په لا منظمه او ښه توګه د ژبپوهني او ادبپوهني له دروازې سر ور ښکاره کوم او په پوره توګه به دا په راتلونکي کي په زبات رسوم چي د بېنوا نثر او شعر له ټولو بېل او ځانته سبک لري.

ماخذونه
١: بېنوا، عبدالروف،(١٣٧٨). د بېنوا شعري کليات. د هيواد نشراتي ټولنه.
٢: بېنوا، عبدالروف (١٣٩١).اوسني ليکوال. علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
٣:پتيال، عبدالقديم،(١٣٨٩).پردېس بېنوا. د کندهار اطلاعات او کلتور رياست.
٤: ټاګور، رابندر اناتهـ، (١٣٩٧). ګيتانجلي(مترجم: استاد عبدالروف بېنوا). کابل: سروش کتابپلورنځى.
٥: حبيبي، پوهاند عبدالحى. (١٣٨٤). د پښتو ادبياتو تاريخ. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
٦:رشاد، پوهاند اکاډمېسن عبدالشکور. (١٣٨٤). د بېنوا ياد. کندهار: علامه رشاد اکاډيمي.
٧: روهيال، مطيع الله. (١٣٩٠) بېنوا يادونه. کندهار: د اطلاعات او فرهنګ رياست.
٨:مرهون،محمود،(١٣٨٧).د پښتو شعر مانوي توکي. کائينات څېړنيز او ژباړي مرکز، مستقبل خپرندويه ټولنه.
٩:مرهون،محمود،(١٣٨٧). نثر،کائينات څېړنيز او ژباړي مرکز، مستقبل خپرندويه ټولنه.

ټګونه: ادبیاتد عبدالرووف بېنوا سبکلیکواليمحمود مرهون
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    جولای 17, 2025
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    جولای 16, 2025
    ولې د ځینو اثارو په معنا نه پوهېږو؟

    ولې د ځینو اثارو په معنا نه پوهېږو؟

    جولای 15, 2025
    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    جولای 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    جولای 17, 2025
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    جولای 16, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    - Select Visibility -

      No Result
      View All Result
      •  
      • خبرونه
        • ابادي
        • اقلیمي بدلون
        • ورځنۍ پېښې
      • اسلام
        • لارښوونې
        • د عالمانو ویناوې
        • معلومات
      • سیاست
        • کالم
        • مرکه
        • تحلیل
      • ادبیات
        • ژبپوهنه
        • کتاب لنډیز
        • کره‌کتنه
        • لیکوالي
      • ژوند
        • ټېکنالوژي
        • روغتیا
        • سپورټ
        • بریالیتوب
      • اقتصاد
      • هنر او څېرې
      • د پوهاوي په اړه

      Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved