ژباړه: حسیب نورمل
مغز د انسان په وجود کې تر ټولو مهمه او پېچلې برخه ده. مغز د انسان د بدن ډیری فعالیتونه کنټرولوي. دغه غړی د بند له ټولو غړو څخه اطلاعات اخلي بیا یې یو لاس او همغږي کوي او وروسته یې په اړه تصمیم نیسي. مغز د انسان په ککرۍ یا د سر په کاسه (جمجمه) کې موقعیت لري چې د انسان دوه سلنه وزن تشکیلوي.
دا چې مغز د انسان داسې مهمه برخه ده چې د ټول بدن کنټرول یې په لاس کې دی، نو بیا څه باید وشي چې مغز مو سالم او فعال وي، د عصبي برخې متحصصین وایي؛ پوره خوب کول، سهاری کول، ورزش، د اوبو زیات څښل، وچې مېوې په تیره د بادامو او چهامغزو خوړل او ټولنزې اړیکې ساتل او پالل هغه څه دي چې مغز مو سالم او فعال ساتي. د یادولو ده چې د قند او خواږه زیات استعمال د مغز لپاره مضر بلل شوي دي.