ژباړه: حسیب نورمل
تازه څېړنې وايي؛ هغه کسان چې بد او خواشینونکي خبرونه څاري له لسو هغو یې څلور په روحي ناراحتۍ اخته کیږي.
په دې څېړنه کې له لسو یې څلورو کسانو ویلي دي چې د بدو خبرونو له څارلو وروسته له سخت روحي او رواني فشار سره مخ شوي دي.
دغه شمېر په ۲۰۱۷ کال کې دری کسان و خو سږ کال(۲۰۲۲) کې دغه شمېر څلورو کسانو ته لوړ شوی دی.
په دې څېړنه کې ویل شوي دي چې مخکې په برېټانیا کې په سلو کې ۷۹ کسانو په منظم ډول د تلویزون لارې خبرونه څارل خو په دې ورستیو کې دغه شمېر په بې سارې ډول کم شوی دی چې اوس یې په سلو کې ۵۰ کسان هم تلوزیون نه ګوري. که تاسو هم بد او خواشینونکي خبرونه څاری، نور یې مه څارئ څو له رواني ستونزو څخه په امن وی.