لیکنه: عبدالوافي نایبزی
څو ورځې وړاندې مې د د کور لهپاره یو څیز اخیسته، خو هټیوال په لومړیو کې له حد پورته نرخ ووایه، زه ورسره جدي شوم، ما ویل دومره پیسې واخله، چې مقابل کې یې څومره خدمت/شیان راکوې، دومره لوړ نرخ ویلو ته څه حاجت؟ خو دلیل يې ووایه، چې هر څه قیمته شويدي.
ماته يې د «اقتصادي حُباب» موضوع رایاده کړه، کابو دوه کاله وړاندې مې یو انلاین لکچر اخیسته، هندي استاد د «اقتصادي حُباب» یا Economic Bubble په اړه غږېده، ماته موضوع بېخي نوې او جالبه وه. «اقتصادي حُباب» په اقتصادي مالي بحثونو کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې د مالي توکو یا اسهامو قیمتونه د هغوی له اصلي ارزښت څخه څو چنده لوړ شي، یا په ساده ټکیو کې چې «اقتصادي حُباب» داسې یو حالت دی، چې د مالي شتمنیو قیمتونه پهکې بېخي لوړ لاړ شي، چې په پایله کې ورسره د هر توکي/خدمت عرضه کولو نرخونه هم لوړ ځي، دلته مو يو ټکي ته باید پام وي، چې «اقتصادي حُباب» او «انفلاسیون» سره خورا لږ توپیر لري؛ د «اقتصادي حُباب» خبره چې کله راولاړې، نو علتونه يې بیا د «انفلاسیون» سره لږ متفاوته دي، «اقتصادي حُباب» په یوه برخه کې یو ځانگړې موضوع ده، خو انفلاسیون بیا یو عمومي بحث دی، چې نظر «اقتصادي حُباب» ته پراخه موضوع ده، خو په لنډ ډول ویلی شو، چې «اقتصادي حُباب» یو چټک انفلاسیون دی، چې په یو هېواد یا سیمه کې رامنځته کېږي.
علت، اقتصادي حُباب کله رامنځته کېږي؟
په حُبابي اقتصاد کې بدبختي دا ده، چې پرته له دې چې د یو توکي اصلي ارزښت ته ولیدل شي او قیمت يې وټاکل شي، بلکې قیمتونه یې د تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي، یانې په حبابي اقتصاد کې نرخونه بېخي نوساني حالت کې وي، او دا بیا هغه حالت وي، که عرضه چېرته ثابته هم وي، او یو څيز ته د خلکو تقاضا ډېره شي، نو نرخونه لوړ ځي او پانگوال د توکو اخیستلو ته مخه کوي، او که چېرته لږ نرخ ولوېږي، نو پانگوال بیا د توکیو پلورلو ته مخه کوي، خو کله چې توکي بېرته پلوري ښايي نرخونه په بېساري توگه راوغورځي، چې دې حالت ته د حُباب چاودل یا Bubble Burst وايي. یوه خبره چې دلته مهمه ده، هغه د «احمق تیوري» په اړه ده.
په مالي برخه کي د «احمق تېوري» ډېره مشهوره ده، خو په علمي لحاظ لږه تر مطالعې نېول شوېده، د «احمق تېوري یا Greater Fool Theory» وايې، چې داسې انسانان هم شته دی، چې یوه مالي شتمني یا توکي د هغوی اصلي او ذاتي ارزښت ته په کتو په بېخي لوړ قیمت اخلي، یانې ارزښت يې ټيټ وي، خو دوی يې په لوړ قیمت اخلي او گټه پهکې کوي، یانې کیسه داسې ده، چې یو احمق دغه توکي په لوړ قیمت واخیستل، خو اوس لهدې بل ستر احمق پيدا کېږي، چې له ده يې واخلي، او دا سلسله همداسې روانه وي، تر دې چې له یو بله ستر احمقان رامخته کېږي، خو ډېری پانگونه بیا کرار-کرار پوهېږي، چې یو خو د دې سهم یا توکي ارزښت دومره نهدی او بل بازار کې یې عرضه هم نارمل حالت کې ده، نو په ټيټ قیمت يې اخلي، او دا بیا هغه مهال وي، چې کله-کله د یو جنس/خدماتو قیمت بېخي راوغورځي.
په نړۍ کې دوه مشهور اقتصادي حُبابه:
لومړی، غالباً په ۱۹۶۰ز کالونو کې په هالنډ کې د لاله گل Tulips قیمت بېخي لوړ لاړ، د لومړي ځل لهپاره د عثماني خلافت له لوري دوی ته د گلانو د نورو تخمونو تر څنگ د لاله گل تخمونه د ډالۍ په توگه ورکړل شويوو، خو دا چې دا گل د موسم سره لږ سازگار وو، رنگونه يې مختلف وو او په هالنډ کې ترې د فېشن په برخه کې ډېره گټه پورته شوه، نو د پانگوالو یو سیل پرې ورمات وو، چې لهدې سره یې نرخ بېخي لوړ لاړ، په اوسني اقتصاد کې چې هر کله د یو توکي/خدمت نرخ د احمقو پانگوالو لهکبله لوړ لاړ شي، نو بیا بیا ورته د Tulip Mania اصطلاح کارول کېږي، چې رېښه يې هماغه د هالنډ د گلانو کيسه ده.
دوییم، د ۱۹۹۰ز کال په وروستیو کې د تکنالوژۍ په برخه کې یو بل حُباب راڅرگند شو، چې حتا له خپل اصلي ارزښت څخه یې ۴۰۰چنده نرخ لوړ لاړ، او هغه د «ډاټکام» حُباب وو، چې د انټرنېټ پورې اړوند ادرس دی. خو لکه څنگه چې مخکې وویل شول، کله چې د احمقو پانگوالو سیل پر دوی ورمات شي، تر یو لنډ وخته دا ډول حُبابونه دوام پیدا کولای شي، خو بیا یو ناڅابه دا حُباب یا پوکاڼۍ چوي، او نرخ يې هم په بېساري توگه راغورځي؛ لکه د «ډاټکام» همدا حباب چې د ۲۰۰۰ز کال د اکتوبر په میاشت کې له ۴۰۰سلنې څخه آن ۷۸٪ ته راوغورځېد او ټوله هغه گټه يې چې د حُبابي مرحلې په جریان کې کړېوه، له لاسه ورکړه.
اقتصادي حُباب په کومو شتمنیو کې رامنځته کېږي (ډولونه):
مخکې لهدې چې د اقتصادي حبابونو لومړی ډول تشرېح کړ، ښه ده، چې د «اسهامو مارکېټ/بازار» وپېژنو. عموماً بازار هغه ځای ته ویل کېږي چېرته چې راکړه ورکړه یا پېر و پلور ترسره کېږي، پهدې بازارونو کې د پېردونکي او پلورونکي تر منځ د اړیکو بېلابېلې وسيلي وي، چې اوسمهال کې يې ښه وسیله انټرنېټ یادولای شي. په بازارونو کې بیا د پېر و پلور توکي یا خدماتو هم دوه ډوله وي، یو ته يې رښتني شتمني او بل ته يې مالي شتمني وايي؛ رښتیني شتمني ستاسې ټول فزيکي توکي لکه ځمکه، ماشینیري، د پخلنځي توکي، د کور سامان او نور. او په مالي شتمنۍ کې بیا مهم سندونه، اسهام او بانډونه. (په اسهام او بانډونو به بیا کله بحث وکړو، انشاءالله! دلته که پرې بحث وکړ، ښايي لیکنه ډېره اوږده شي).
لومړی، د اسهامو حُباب: د اسهامو بازار یا Stock Exchange Market هم لکه زموږ او ستاسې فزيکي بازارونو په څېر سوداگریزې معاملې لري. د اسهام بازار بیا خپل ډولونه لري، لکه د توکیو د اسهامو بازار، پولي اسهامو بازار، بانډونو یا مشارکتي پاڼو بازار او نور. نو هر کله چې دلته پانگهوال د یو شرکت سهم باندې د هغې له اصلي ارزښت ته په نه پام سره ورمات شي، دلته بیا د اسهامو حُباب رامنځته کېږي. په وروستۍ کې يې ښه بېلگه د اپل شرکت اخیستلای شو، چې اسهام يې په نړیوال اسهامو بازار کې په لوړ قیمت پلور کېدل، او په ایفون۱۴ يې کار پیل کړیوو، خو په چین کې د کرونا او نورو ساري ناروغیو د محدیتونو لهکبله رامنځته شوی حُباب وچادو، او څو ورځو په جریان کې اپل شرکت کابو ۸ مېلیارده (اته زره مېلیونه ډالر) زیان وکړ! یا په وروستیو کې د غنمو د قحطۍ او کمښت په اړه اورو، چې ورسره د وړو او غنمو قیمتونه همداسې لوړ روان دی، او هماغه د احمق د تیوري کیسه ده، خو وبه گورو، چې دا رامنځته شوی حُباب کله انفجار کوي؟
دوییم، د استوگنې ځایونو د قیمتۍ حُباب: د استوگنې ځایونه یا جایدادونه هم د شتمني او فزیکي توکي په څېر د عرضې او تقاضا بحث لري، که چېرته يې عرضه زیاته وه، یانې د استوگنې د کورونو شتون ډېر وو، خو قیمتونه يې لوړ تلل، پوه شئ، چې د استوگنې ځایونو په پلور کې حُباب رامنځته شویدی.
درېیم، د موټرو د نرخونو حُباب: مخکې مو وویل، چې د حُبابونو په رامنځته کېدا کې عرضه او تقاضا اړین رول لري، د منځنۍ اسیا په ډېرو هېوادونو کې د موټرونو لهپاره د وگړیو بېسارې مینه او علاقه د دې دلیل شوېده، چې په یاده برخه کې حُباب رامنځته شي. د قانون له مخې باید باید د موټرونو اصلي نرخ یا ارزښت جمع يې وارېدېدونکی لگښت او ورپسې یو څه اندازه مناسبه گټه محاسبه شي، خو د «ازاد بازار» په نوم هغه لوبې چې پهدې هېوادونو کې کېږي، په بل هېڅ هېواد کې نهکېږي.
څلورم، پولي حُباب یا Money Bubble: موږ او تاسې ته ښايي معلوم اوسي، چې په بازار کې د پیسو د ارزښت کیسه هم په عرضې او تقاضا پورې تړلې کيسه ده، تاسې ښايي ډېر اورېدلي وي، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو په خاطر باندې دومره مېلیونه ډالر ليلاموي، دا واضیح خبره ده، چې بازار ته د ډالرو په پيچکاري کولو سره غواړي افغانۍ راټوله کړي، کله چې په بازار کې یو جنس یا توکی کم شي، نو ارزښت يې خپله لوړېږي، نو په همدې خاطر باندې د افغانستان بانک دا کار کوي، هسې خو د پيسو د ارزښت لوړ ساتلو په خاطر نورې لارې-چارې هم شته، خو افغانستان غوندې فقیر هېواد ته لهدې پرته بله لار نهده پاتې. د ډالر د حُبابکېدا په اړه یوازې وړاندویینه کېدای شي، دا چې هغه به څومره رښتیا کېدلای شي، والله اعلم.
د ډالرو بحث پيچېده ده، د ډالرو د قوت په ټکیو کې تر ټولو ستر ټکی دا دی، چې دا د نړۍ د ټولو پیسو لهپاره پشتوانه Reserve Currency ده، چې د همدې کال د مارچ تر میاشتې پورې همدا کیسه روانه وه، خو د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په میاشتې کې د پيسو نړیوال صندوق یا IMF د نړۍ هېوادونو لهپاره څلور نورې پشتوانې هم اعلان کړې؛ هر هېواد د خپلو پیسو د ارزښت لوړ ساتلو پهخاطر یو څه اندازه په مرکزي بانکونو کې ږدي، دا ارزښت یا د طلا د نرخ او یا هم د تېلو د نرخ په تناسب محاسبه کېږي، خبره دا وه، چې اوس یوازې ډالر نه، بلکې یورو، پونډ، جاپانی ین، او چینایي يان هم د نړۍ هېوادونه کولای شي، چې د خپلو پیسو د پشتوانې په توگه محاسبه کړي.
دوییمه خبره د ډالرو د غورځېدو په اړه چې احتمال زیاتوي، هغه کرار کرار د انفلاسیون لوړوالی دی، مخکې مو وویل چې اقتصادي حُباب یو ډول گړندی انفلاسیون دی، خو ښه والی يې دا وو، چې بیا بېرته دا حُباب ژر چوي او نرخ راغورځېږي، خو کوم انفلاسیون چې کرار کرار رامنځته کېږي، بیا يې حللاره خورا سخته وي.
نور نو ډالر په نړۍ باندې پاچايي کوونکې کرنسي ده، دومره ژر يې تمه مه لرئ، چې راوبه غورځېږي.