ژباړه: حسیب نورمل
سټریس، اضطراب، وسواس او داسې نوروې رواني ناروغۍ هغه څه دي چې نږدې د نړۍ نیمايي خلک پرې اخته دي. له درملو پرته ځینې نورې داسې لارې چارې هم شته چې کیدای شي د رواني ناروغۍ په کمولو او په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
ډاکټران هم ډېر کله ناروغانو ته د درملو پرځای د هغو خوړو او لارو او چارو د عملي کولو سپارښتنه کوي چې د ناروغیو لپاره کټور تمامیږي. د دوی په خبره ځینې درملو خوړل ځینې جانبي زیانونه لري، نو ښه دا ده چې د ځینو ناروغیو د کنټرول او له منځه وړلو لپاره نور لارې چارې غوره شي.
منظم سپورټ، مراقبه، ژوره ساه اخیستل، کټور خواړه او داسې نور هغه لارې چارې دي د رواني ستونزو او ناروغیو په کمولو کې درسره مرسته کوي.
د طب برخې متخصیصین وایي؛ د ماهي غوښه، هګۍ، لبنیات، سرکۍ(الوبالو)، بادرنګ، لیمو، د کدو دانې او داسې نور د سټریس او اضطراب او نورو رواني ناروغیو په له منځه وړرو کې مرسته کولی شي.