0 °c
Kabul
2 ° پنجشنبه
4 ° جمعه
چهارشنبه, فبروري 11, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند روغتیا

څنګه له خپل اندېښمن، خپه او زړه مات شوي ملګري سره مرسته وکړو؟

POHAWAI Media by POHAWAI Media
اکتوبر 6, 2024
in روغتیا, ژوند
1 0
0
څنګه له خپل اندېښمن، خپه او زړه مات شوي ملګري سره مرسته وکړو؟
0
خپرول
28
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د خپل دوست موقعیت او شرایطو ته په نه پام سره، دا چې وکولای شئ د دردونو په تسکین او د مات شوي زړه په جوړښت او رغښت کې، مل او ښه دوست واوسئ، ډېر په زړه پورې او ارزښتمن کار دی.

لومړۍ برخه: په لاسرسي کې اوسېدل او ملاتړ کول

۱ ـــ دوست مو دې ته اړ کړئ، چې خپل غم او خپګان څرګند کړي

هغه اړتیا لري، چې د دې سختو شرایطو تر شا پرېښودلو لپاره، خپل رښتیني او واقعي احساسات څرګند کړي، نو هغه له خپلو احساساتو سره مخامخ کړئ، هغه په دې باندې پوه کړئ، چې د خپل غم او خپګان په پټولو سره به یې وضعیت ښه نه شي.

ـــ هغه په دې باندې پوه کړئ، چې ژړل نه یوازې کومه ستونزه نه ده، بلکې په اوښکو تویولو سره یې حالت ښه کېږي.

ـــ که داسې احساس کوئ، چې دوست مو خپل غمونه او اندېښنې په خپل دننه کې پټوي، نو توضیحات ورکړئ، چې په دې کار سره یې ستونزې نه حل کېږي.

ـــ د غم او خپګان په پړاوونو کې معمولاً اندېښنې، خواشینۍ، افسوس او ګوښه ناستی شاملېږي، که دوست مو دا ټول پړاوونه تجربه کړل او یا د دې پړاوونو له تېرولو څخه یوه موده وروسته، بېرته په دې حالاتو باندې اخته شو، ډېر زیات مه خواشیني کېږئ.  

ـــ په بېلابېلو افرادو کې د غم او خپګان څرګندول توپیر لري، نو د نورو د احساساتو د څرګندولو په بهیر باندې قضاوت مه کوئ، البته که داسې احساس کوئ، چې غم او اندېښنې دوست مو له پښو غورځولی دی او حالت یې نه یوازې نه ښه کېږي، بلکې لا پسې خرابېږي، کولای شئ هغه ته وړاندیز وکړئ، چې یوه مشاور ته مراجعه وکړي. 

ـــ که دوست مو خپل نږدې او صمیمي شخص له لاسه ورکړی دی، نو کولای شئ، خپل دوست ته د هغه شخص د یادونو او خاطراتو ور په یادولو، له  هغه سره مرسته وکړئ، چې خپل غم او خپګان ښکاره کړي.

۲ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ

د احساساتو څرګندول او د هغو شریکول، له دوست سره مو مرسته کوي، ترڅو خپل مات زړه تسکین او ورغوي، نو هڅه وکړئ، هرکله یې چې درته اړتیا درلوده، خبرو ته یې غوږ ونیسئ او ترڅنګ یې واوسئ، هرومرو خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ او پرېږدئ، چې هر څومره یې زړه غواړي، د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي.

ـــ هغه ته ډاډ ورکړئ، چې د خبرو اورېدو ته یې لېوالتیا لرئ، ښایي واقعاً وغواړي له تاسو سره خبرې وکړي، خو په دې اړه اندېښنه لري، چې تاسو به یې د غم او خپګان په اړه د خبرو د اورېدو حوصله ونه لرئ او دا مکالمه به تاسو ته ځورونکې وي.

ـــ دا چې له هغې پېښې څخه خبر شوئ، کومه چې دوست مو ورسره مخامخ شوی، نو له هغه سره په داسې بڼه اړیکه ټینګه کړئ او په خپل چلند او خبرو سره، هغه ته دا ښکاره کړئ، چې په فکر کې یې یاست او درته ارزښت لري، داسې وښیئ، چې د خبرو له اورېدو سره یې لېوالتیا لرئ، خو که چېرې د خبرو کولو لپاره په مناسبو شرایطو کې نه و یا یې ونه غوښتل، چې کوم څه ووایي، نو له هغه څخه مه خپه کېږئ.

ـــ تر کله چې خپله دوست مو له تاسو څخه غوښتنه نه وي کړي، په هېڅ وجه هغه ته نصیحت مه کوئ، ښایي لاپسې خپه او حتا غوسه شي.

ـــ که دوست مو له خبرو کولو سره لېوالتیا نه لرله، نو هغه دې ته وهڅوئ، چې د خپلو خاطراتو په کتابچه کې خپل افکار او احساسات ولیکي.

ـــ ښه ده، چې د رامنځته شویو پېښو په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړئ، په ځانګړې توګه    که صمیمي دوستان یاست، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وکولای شئ د خپل دوست شرایط او حالات په ښه توګه درک کړئ او ورسره مرسته وکړئ.

۳ ـــ همدردي وکړئ

دوست ته مو دا ښکاره کړئ، چې احساسات یې ستاسو لپاره مهم دي او غواړئ په دې سختو شرایطو کې ورسره مرسته وکړئ، د قضاوت کولو پرځای، په ډېرې آسانۍ سره یې غمونه او دردونه تائید او وې منئ او داسې ښکاره کړئ، له دې امله، چې اړ شوی، دا سخت شرایط تجربه کړي، خواشینی او اندېښمن یاست.

ـــ تل له هغې ساده جملې څخه لکه «د هغه څیز یا شخص لپاره، چې له لاسه دې ورکړی دی، خواشینی یم» د خپلې اندېښنې او خپګان د ښکاره کولو لپاره ترې کار واخلئ.

ـــ که دوست مو د جدا کېدو له شرایطو څخه وروسته، عاطفي دی، هڅه مه کوئ، چې د حالت د ښه کولو لپاره یې، د اړیکې د پخواني فرد په اړه یې بدې خبرې مه کوئ، یا د هغه له بدو ځانګړتیاوو څخه خبرې وکړئ، پرځای د دې، چې له دا ډول جملو څخه، لکه «هغه یو احمق فرد و، اصلاً په درد دې نه خوري، د هغه له شتون پرته به دې ژوند ډېر ښه وي» ګټه واخلئ، یوازې هڅه وکړئ، چې د دوست نه شتون مو درک کړئ او د دې جملې په بیانولو سره، لکه: «هرومرو د هغه چا له لاسه ورکول، چې تر دې بریده یې درته اهمیت درلوده، ډېره سخته ده»، له هغه سره همدردي وکړئ.

ـــ دغه راز هڅه مه کوئ، چې د مثبتو او هیله بښونکو جملو په بیانولو سره، له دوست سره مو مرسته وکړئ. د دې جملو د بیانولو پرځای، لکه «په هره پېښه کې یو حکمت وي» کولای شئ له دې جملو څخه، لکه «خواشینی یم، چې دا شرایط تېروې، څنګه کولای شم، چې درسره مرسته وکړم؟» ګټه واخلئ.

ـــ دوست ته مو مه وایئ چې «هره پېښه یو دلیل لري» دا خبره ښایي د دې سبب شي، چې دوست مو فکر وکړي، غم، درد، خپګان او اندېښنه یې ستاسو لپاره بې ارزښته او بې اهمیته ده.

۴ ـــ تل د خپل دوست له شرایطو او وضعیت څخه باخبره واوسئ

زړه ماتوالی کولای شي، یو شخص ډېره موده له خپل ځان سره بوخت کړي، نو تمه مه لرئ، چې د دوست حالت به مو له یوې یا دوو ورځو وروسته ښه شي، تل یې د حالت پوښتنه وکړئ او وګورئ، چې حالت یې  په ښه کېدو دی او که نه، هغه ته یادونه وکړئ، چې ترڅنګ یې یاست او په هر ډول شرایطو کې ورسره مرسته کوئ.

ـــ تمه مه لرئ، چې هغه ستاسو د حالت پوښتنه وکړي یا په خپله له تاسو نه غوښتنه وکړي، چې ورسره خبرې وکړئ، ښایي واقعاً تاسو ته اړتیا ولري، خو د اړیکې د ټینګښت حوصله ونه لري.

ـــ دوست ته مو زنګ ووهئ، پیغام واستوئ، یا د هغه لپاره یاددښت ولیکئ، چې هغه په دې باندې پوه کړي، چې په فکر کې یې یاست، د اړیکې یا پیغامونو ځلونه، ستاسو او د دوست ترمنځ مو په صمیمیت پورې تړاو لري، ښایي د دې لپاره، چې  د دوست حالت مو ښه شي، اړینه وي، چې دا کار هره ورځ او یا هم یوه ورځ وروسته ترسره کړئ.

ـــ د دې لپاره، چې دا څرګنده کړئ، د دوست په فکر کې مو یاست، په یوه ښه او وړ وخت کې له هغه سره اړیکه ونیسئ. د بېلګې په توګه: که دوست مو یو له خپلوانو څخه له لاسه ورکړی دی، نباید خاورو ته د جنازې سپارلو پر مهال له هغه سره اړیکه ونیسئ، بلکې غوره ده، چې هماغه شپه یا په سبا یې ورسره اړیکه ټینګه کړئ.  

ـــ کله چې حواس مو د خپل دوست شرایطو او احساساتو ته دي، نو ډاډ ترلاسه کړئ، چې د خبرو اورېدو ته یې چمتو یاست او ترڅنګ یې یاست.

۵ ـــ له دوست سره مو د کوچنیو کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړئ

ـــ که د دوست حالت مو تر دې بریده خراب دی، چې حتا خپل ورځني کارونه هم نه ترسره کوي، هغه ته د مرستې وړاندیز وکړئ. د بېلګې په توګه ورته خواړه چمتو کړئ یا د ریاضي په کورنۍ دنده کې یې ورسره مرسته وکړئ.

ـــ که دوست مو ستاسو د مرستې وړاندیز رد کړ، نو هغه ته ووایئ، چې هر وخت او په هر صورت کې مو وړاندیز پر خپل ځای دی او بدلون نه پکې رامنځته کېږي.

ـــ که له خپل دوست سره صمیمي یاست، هڅه وکړئ په هغو کارونو سره، چې تمه یې نه لري، لکه د پیزا اخیستل او کور ته یې ورتلل، هغه حیران کړئ.

ـــ هغه د خوړو خوړلو لپاره خپل کور ته را وبلئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې هم یې بدن تغذیه شي او هم له خپل کورني چاپېریال څخه لرې شي، چې دا دواړه یې په ګټه دي.

۶ ـــ په هغه باندې فشار مه راولئ

سره له دې، چې له خپل دوست سره مرسته کول ډېر ښه کار دی، تاسو یوازې کولای شئ چې له هغه سره تر یوه ځایه مرسته وکړئ، تاسو باید خپل دوست ته دا اجازه ورکړئ، لکه څنګه چې خپله یې غواړي، خپل غم او خپګان څرګند کړي او ورو ورو دا غم او خپګان تر شا پرېږدي. تمه مه لرئ، چې فوراً یې حالت ښه شي او هڅه هم مه کوئ، چې د حالت د ښه والي لپاره یې پرې فشار راولئ.

ـــ په یاد مو وي، ښایي په دې شرایطو کې دوست مو لږ ځان غوښتونکی (خود خواه) ترسترګو شي او ونه شي کولای ستاسو لپاره ښه دوست واوسي، هڅه وکړئ، چې درک یې کړئ، دوست مو د وخت په تېرېدو سره بېرته خپل پخواني حالت ته را ګرځي.  

ـــ دوست مو وهڅوئ، چې ورو ورو خپل پخواني انرژي لرونکي حالت ته بېرته ور وګرځي، که مېلمستیا تللو سره لېوالتیا نه لري او یا د هوساینې احساس نه کوي، له هغه څخه وغواړئ، که یې خوښه وي، ستاسو کور ته راشي او له تاسو سره یو اسلامي فلم ننداره کړي.

۷ ـــ د یو بل برید وساتئ او له هرې غوښتنې سره موافقه مه کوئ

دا سمه ده، چې له دوست سره مو مرسته کول، ډېر ښه کار دی، خو پام مو وي، هغه کارونه، چې په تاسو پورې تړاو نه لري، مه ښکېل کېږئ او د هغو کارونو له ترسره کولو څخه، چې امکان نه لري، ډډه وکړئ، دغه راز پام مو وي، چې له بریده زیات خپل وخت او انرژي له خپل دوست سره په مرسته کولو باندې مه لګوئ. دا هم د یو بل د برید او پولې ساتلو لپاره څو تګلارې:

ـــ خپل محدودیتونه وپېژنئ، یانې وګورئ، چې له کومو کارونو سره مینه او لېوالتیا لرئ او له کومو سره یې نه لرئ، ښایي وغواړئ، چې د دوست خبرو ته مو د هغه د پخواني شریک په اړه غوږ ونیسئ، خو مه غواړئ چې د دې دوو کسانو ترمنځ کوم پیغام رد و بدل کړئ یا د خپل دوست پخوانی شریک تر څارنې لاندې ونیسئ.

ـــ خپل دوست مو په روښانه او واضحه توګه په دې باندې پوه کړئ، چې غواړئ کارونه په یو مخیز ډول ترسره کړئ، خو د ځینو له ترسره کولو سره یې هېڅ مینه او لېوالتیا نه لرئ. د بېلګې په توګه ښایي ووایئ «له دې چې تل دې خبرو ته غوږ ونیسم، خوشاله کېږم، خو نه شم کولای، چې په کار ځای کې مې ځواب ویونکی واوسم، د کار له پای ته رسېدو وروسته له یو بل سره خبرې کوو.»

ـــ که چېرې برید او پولې له منځه لاړلې، باید په روښانه او واضحه توګه خپل دوست ته ووایئ. د بېلګې په توګه کولای شئ ووایئ « زه د خپل توان په کچه درسره مرسته کوم، خو له بده مرغه په دې یوه مورد کې هېڅ هم نه شم کولای.»

ـــ خپلو احساساتو ته هم پام وکړئ او دوست مو په دې باندې پوه کړئ، چې تاسو هم لږ استراحت او آزاد وخت ته اړتیا لرئ. د بېلګې په توګه کولای شئ ووایئ «واقعاً زړه مې غواړي چې درسره مرسته وکړم، خو فکر مې ډېر بد بوخت او خراب دی، کولای شو سبا له یو بل سره خبرې وکړو؟»

۸ ـــ په خپل ځان باندې پام کوئ، ترڅو عاطفي انرژي مو هم بېرته را وګرځي

داسې نه کېږي، کله چې خپله انرژي نه لرئ، بل شخص ته انرژي ورکړئ او ورسره مرسته وکړئ، نو په خپل ځان باندې پام کول ډېر زیات مهم دي، ځکه کله چې خپل حالت مو ښه وي، کولای شئ د خپل دوست حالت هم ښه کړئ، د خپلې عاطفي انرژۍ د ډېرښت لپاره، هغه کارونه وکړئ، چې له ترسره کولو څخه یې خوند اخلئ. لږ تر لږه د ورځې دېرش دقیقې هغو کارونو ته ځانګړې کړئ، چې خوښېږي مو ترسره یې کړئ او له هغو سره د آرامتیا احساس کوئ. لکه:

ـــ پلی مزل کول.

ـــ اوږد مهالی حمام کول  

ـــ د بوختونکو کارونو ترسره کول، لکه: اوبل، نقاشي یا ویډیویي لوبې.

دویمه برخه: د اوسنیو شرایطو تر شا پرېښودلو لپاره، له خپل دوست سره مرسته کول

۱ ـــ دوست مو په دې باندې پوه کړئ، چې څومره پیاوړی دی

ښایي دوست مو په خپلو اوسنیو شرایطو کې د ځان په اړه ښه احساس ونه لري، نو د دې په یادولو سره، چې تر کومه بریده پیاوړی او غښتلی دی، ورسره مرسته وکړئ. د خپل دوست ټول هغه اړخونه، چې درته ارزښمن دي او منندوی یې یاست، له هغه سره شریک کړئ او ووایئ، چې هغه د یوه قوي انسان ټولې ځانګړتیاوې لري او کولای شي، چې دا سخت شرایط ډېر ژر تر شا پرېږدي.

ـــ د خپل دوست د ښو او غوره ځانګړتیاوو یو لېست چمتو کړئ، ښایي په همدې کار سره وکولای شئ، هغه ته د زړه ځواک ور وبښئ.

ـــ د پیاوړي اوسېدو بېلګې یې بیان کړئ. هغه ته د دې یادونه وکړئ، چې په تېر کې یې څه سخت او ستونزمن شرایط تر شا پریښي دي او ډېر زیات څیزونه یې ترسره کړي دي.

۲ ـــ ورسره مرسته وکړئ، ترڅو خپلواک شي

که ستاسو دوست د هغو انسانان له ډلې څخه دی، چې خپل ټول کارونه یې له بل شخص، لکه پخوانی شریک، چې اوس نه شته، ترسره کول، ښایي داسې احساس وکړي، چې هرومرو په ژوند کې د سمو ټاکنو لپاره، هغه شخص ته اړتیا لري. دوست مو د خپلو کارونو ترسره کولو ته له نورو دوستانو سره یا په یوازې توګه، وهڅوئ. هغه په دې باندې پوه کړئ، چې په بشپړ ډول، په یوازې توګه کولای شي، چې خپل کارونه ترسره کړي.

ـــ د بېلګې په توګه: د خپل دوست لپاره د هغه د بوختیا په لټه کې واوسئ، چې د ترسره کولو لپاره یې پخواني شریک ته اړتیا نه لري یا له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو نوي دوستان پیدا کړي. که ستاسو د دوست، دوستان او شاوخوا خلک یې، د هغه له پخواني شریک سره په اړیکه کې ول، له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو داسې دوستان پیدا کړي، چې اصلاً پخوانی شریک یې ونه پېژني.

ـــ که دوست مو داسې بوختیاوې لري، چې مخکې یې ترې خوند اخیسته، نو ورسره مرسته وکړئ، ترڅو په هماغو باندې بوخت شي، ځکه دا کار یې فکر او ذهن له جدایۍ څخه لرې کوي.

۳ ـــ ګډ فعالیت ترسره کړئ

فزیکي فعالیتونه د روح او روان لپاره معجزه ده، نو دوست مو خوځښت او حرکت ته اړ کړئ، اوس توپیر نه کوي، چې کوم ځانګړی ورزش وي یا په منظم ډول ترسره شي، ځکه په هر صورت کې اغېز ښندونکی دی.

ـــ کولای شئ، کوم ورزشي صنف ته چې ځئ، نو دوست مو هم ورته را وبلئ.

ـــ که مو ونه شو کولای، چې هغه د سخت او ستونزمن ورزش ترسره کولو ته اړ کړئ، نو له هغه څخه وغواړئ، ترڅو له تاسو سره پلی مزل وکړي.

۴ ـــ له هغه څخه وغواړئ، ترڅو له یوه متخصص څخه بنسټیزه مرسته وغواړي

که په دې ورځو کې مو د دوست حالت هېڅ ښه نه دی، نو هغه له یوه ارواه پوه سره خبرو کولو ته وهڅوئ، ځکه یو متخصص کولای شي، چې  دوست ته مو د ځینو کارونو د ترسره کولو وړاندیز وکړي او له هغه څخه په داسې ډول ملاتړ وکړي، چې شاوخوا خلک یې ونه شي کولای.

ـــ باید هغه مهال اقدام وکړئ، چې دوست مو د ځان وژنې هوډ لري او یا د درملو په مصرف یا ځان وهلو سره هڅه کوي، چې خپل ځان ته زیان ورسوي، په دې وضعیت کې دوست مو په غوڅه توګه مرستې ته اړتیا لري.

ـــ د اندېښنې او خپګان ډول ته په پام سره، چې ستاسو دوست یې لري، ملاتړ کوونکې ډلې هم یوه ښه ټاکنه ده، په دې ډلو کې، دوست مو کولای شي، له بېلابېلو افرادو، چې په بشپړه توګه ده ته ورته وضعیت لري، خبرې وکړي.

درېیمه برخه: له ورانونکو چلندونو څخه مخنیوی

۱ ـــ دوست ته مو وړاندیز وکړئ، چې د یوې مودې لپاره، که څه هم لنډه وي، له ټکنالوژي څخه لیرې وي

ـــ که دوست مو د جدایۍ دوران تېروي، ښایي وغواړي په مجازي فضا کې، خپل پخواني شریک ته سپکاوی وکړي، خو دا کار واقعاً له هغه سره مرسته نه کوي، هڅه وکړئ، چې دې ته یې اړ کړئ، ترڅو د یوې مودې لپاره له مجازي فضا څخه لیرې پاتې شي او د خپلې پخوانۍ اړیکې جزئیات خصوصي وساتي، په دې ډول نور نو د پخواني شریک د جدایۍ په اړه کوم څه یا کومه موضوع په مجازي فضا کې نه ویني.

ـــ له ټکنالوژي څخه دا لیرې کېدل، د نورو اندېښنو او خپګانونو لپاره هم مناسب دي، په ځانګړې توګه که نور د بېځایه زړه خوږیو او همدردیو په څرګندولو سره هغه تر فشار لاندې راولي.

۲ ـــ له وسوسه را پارونکو چلندونو څخه مخنیوی وکړئ

ځینې فعالیتونه یوازې ستاسو د دوست د لا ډېر ځور سبب ګرځي، نو هڅه وکړئ هغه ورانونکي عادتونه، چې دوست مو خواشینی کوي، وپېژنئ او مه پرېږدئ، چې هغه کارونه ترسره کړي، د دې کار په اړه مو نظر څرګند کړئ او وې هڅوئ، چې له دې کار څخه لیرې شي.

ـــ پام مو وي، چې دوست مو له جدایۍ وروسته خپل پخوانی دوست ونه ګواښي، که بیا یې هم له خپل پخواني دوست سره اړیکه ونیوله، یا یې له نورو څخه د هغه پوښتنه وکړه، نو ووایئ، چې چلند یې اندېښمنونکی دی.

ـــ که دوست مو نوې خپله دنده له لاسه ورکړې ده، مه پرېږدئ، چې د خپل پخواني شرکت په اړه، په ټولنیزو رسنیو کې بدې خبرې خپرې کړي.

۳ ـــ پام مو ناسالمو عادتونو ته وي

کله چې سخت او ستونزمن شرایط تر شا پرېږدو، نو په ډېرې آسانۍ سره خپله روغتیا او سلامتیا نالیدلې نیسو، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې دوست مو په خپلې روغتیا او سلامتیا باندې پام کوي، که دې ته مو پام شو، چې هغه په کافي اندازه نه ویده کېږي، سم خواړه نه خوري، یا درمل خوړل یې پیل کړي دي، نو خپله اندېښنه ورسره شریکه کړئ او هغه د ښو او سالمو ټاکنو، ټاکلو ته وهڅوئ.

ـــ له دې چلندونو څخه د هر یوه د لیدلو په صورت کې، په خپله مداخله وکړئ، حتا ښایي په خپله هم  خپلو ناسالمو چلندونو ته یې پام نه وي.

ـــ که واقعاً د خپل دوست په اړه اندېښمن یاست، له نورو افرادو څخه هم مرسته وغواړئ، حتا په ځانګړې توګه کله چې دوست مو کم عمره دی. کورنۍ یې باید د هغه له ناسالمو چلندونو څخه با خبره وي.     

ټګونه: خپګانډیپریشنژورخپګانسټرسملګرتیا
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    فبروري 1, 2026
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    جنوري 29, 2026

    وروستي خپاره شوي

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved