د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې د اتمې ناحیې اړوند د یو فرعي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
دې ادارې ویلي چې دا سړک په ۴۹ ګذر کې د ۸۳۵ مترو په اوږدوالي او د ۵٫۵ مترو سور سره جوړېږي، او په دې پروژه کې د لښتیو، کوچنیو پلونو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ دا هم ویلي چې یاد سړک د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته جوړېږي او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د دې سیمو اوسېدونکو د یاد سړک پر جوړېدو خوښ دي او د کابل ښاروالۍ له مسوولینو غواړي چې ورته نورې پروژې هم عملي شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې د فرعي سړکونو چارې بشپړې او د ځینو نورو کارونه روان دي.