ژباړه: حسیب نورمل
روغتیا فعالان وایي، باید په هېڅ صورت ورزش پرېنښودل شي. د دوی په خبره ورزش د انسان رواني او جسمي روغتیا لپاره تر ټولو اړین او مهم څیز دی، د دوی په خبره هغه خلک چې نه شي کولی له کوره بهر ورزش وکړي، دوی کولی شي کورني ورزش ته مخه کړي. کورنی ورزش هم له کوره د بهر ورزش په اندازه کټور ثابت شوی دی، څېړنو ښودلې ده هغه خلک چې بهر کې ورزش یا سپورټ ته لاسرسی نه لري، خو دوی په کور کې ورزش کوي ورزش یې د هغو خلکو د سپورت په اندازه کټور دی چې له کور بهر یې په کلپونو یا ازاده فضا لکه لارو او پارکونو کې کوي.
وايي؛ هر کار چې په ګډه یا ګروپي ډول ترسره شي ګټه یې ډېره او پایله مثبته وي، که کورنۍ ورزش هم په کډه یا ګروپي ډول ترسره شي د روحي سکون سربېره د کورنۍ د غړو ترمنځ همغږي او سالمو اړیکو د رامنځته کېدو سبب کیږي. د مثلا په ډول؛ کله چې ماشومان خپل والدین وویني چې سپورټ کوي نو ماشومان هم ورزش کولو ته هڅول کیږي، دغه چاره ددې سبب کیږي چې له خپلو ولادینو سره د کور کارونه په همغږۍ او کډه ترسره کړي.
په کور کې تر وزګار کېناستلو کور کې ځان بوخت ساتل، کار او دغه راز ورزش کول له اندېښنو، اضطراب، سټریس څخه د ځان ژغورلو لپاره تر ټولو ښه او کټوره لار ده، چې دغه کار نه یوازې رواني روغتیا ته مو کټه لري بلکې په کورنۍ کې مو د ښې فضا او سالمو اړیکو د ارامنځه کېدو سبب هم کیږي.