ژباړه: حسیب نورمل
ساه اخیستل د بدن لپاره د اکسیجن د رسولو لپاره ضروري او اړینه ده، خو د دې کار سربېره کله کله ژوره ساه اخیستل نورې ګټې هم لري. د رواني ناروغیو متخصصین وايي؛ کله چې انسان له اضطراب او رواني فشار سره مخ وي نو ژوره ساه ددغه فشارونو په کمو کې ورسره مرسته کولی شي. د دوی په خبره کوم خلک چې عملا له رواني فشارونو، اضطراب، سټرس، اندېښنو او تشویشونو سر مخ وي نو ژوره ساه اخیستل ورسره مرسته کولی شي چې د د روحي حالت تعادل وساتي او خپل همت له لاسه ورنه کړي.
څېړنې ښيي چې ژوره ساه اخیستل سټریس او اضطراب کمېدو،پر نفس د باور زیاتېدو، د ارامۍ او خوشالۍ احساس کولو، د منفي افکارو د کمېدو سربېره د جسمي روغتیا لپاره لکه د انسان دفاعي سیستم او زړه ناروغیو د مخنوي لپاره هم ګټه لري.
ژوره ساه اخیستل دومره ګران او سخت کار نه دی، که رواني ستونزو او فشار سره مخ وئ که نه، ژوره ساه واخلئ ځګه ژوره ساه اخیستل نه یوازې ګڼ رواني فشارونه او ستونزې له منځه وړي بلکې مخنیوی یې هم کوي، که تاسو هره ورځ په منظم ډول ژوره ساه واخلي ښايي په راتلونکو کې له ګڼو رواني فشارونو او ستونزو څخه بچ شئ.