ژباړه: حسیب نورمل
څېړونکي وايي بریالي عاطفي اړیکې د فزیکي ټپونو په ژر جوړېدو کې مرسته کوي. په امریکا کې هم په وروستیو څېړنو کې دا ثابته شوې ده چې بریالۍ عاطفې اړیکې د رواني روغتیا سربېره په جسمي روغتیا هم مثبت اغیز لري، د څېړونکو په خبره که څوک بریالي عاطفي اړیکې ولري د رواني ناروغیو سربېره د جسمي ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د امریکا اوهایو پوهنتون د څېړنکو ډلې یوه څېړنه په یو روغتون کې په متاهلو ناروغانو وکړه چې په پایله کې یې ثابته شوه هغه ناروغان (فزیکي ټپیان) چې بریالی کډ ژوند یې لرلو یانې د خاوند او مېرمنې یې صمیمي او له مینې ډکې اړیکې وې د هغو په پرتله یې ژر ټپونه جوړ شول چې بریالی کډ ژوند یې نه لرلو یانې د خاوند او مېرمنې ترمنځ اړیکې خرابې وې.
غوره ده چې د خپلې روغتیا لپاره له خپلې کورنۍ سره بریالۍ عاطفي اړیکې ولرئ او پرېنږدئ چې د ناکامو عاطفي اړیکو په خاطر مو رواني او جسمی روغتیا ته زیان ورسیږي.