د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې په پنجشینر ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې دا دېوالونه د سیند په غاړو جوړېږي او په راتلونکي کې به شاوخوا دوه زره کورنۍ له سېلابونو خوندي پاتې شي.
ویل کېږي، چې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دغو دېوالونو د جوړېدو پر مهال به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ویلو ده چې دا استنادي دېوالونه د پنجشیر په عنابې، شتل، رخې او درې ولسوالیو کې جوړېږي، او په جوړېدو سره به یې کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه له سېلابونو خوندي شي.
په ورته وخت کې د دې ولایت اوسېدونکي د دغو پروژو پیلېدو ته خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې نورې پروژې هم پلې کړې.

























































