لیکوال: عبیدالله حسام
که ته هر سهار راپاڅېږې او د پرون په پرتله نن ورځ په خپل علم کې زیاتوالی نه راولې، نیک عملونه یا ښه کارونه پکې نه زیاتوې، د الله تعالی لور ته د خلکو بلنه پکې نه ډېروې او د حقیقت موندلو او په دغه کارونو کې سختي نه زغمې، په حقیقت کې ته تاوان کوونکی یې او تا زیان کړی دی.
ځکه الله تعالی درته په زمانه قسم کړی چې ای انسانه که ته دا کارونه ونه کړې، خاسر (تاوان کوونکی) یې. الله تعالی فرمايي:
وَالْعَصْرِ ﴿١﴾
زما دې په زمانه قسم وي.
إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿٢﴾
بیشکه انسان تاوان کوونکی دی.
مګر هغوی (تاوان کوونکي نه دي، بلکې بریالي دي) چې ایمان یې راوړی.
وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ
ژباړه: په حق باندې خلکو ته سپارښتنه او نصیحت کوي.
وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ
(او د حق په موندلو او په دې لار کې صبر کوي) او نورو ته د زغم سپارښتنه کوي.
که ته د هرې ورځې په پیلولو سره ورځ تر بلې دا څلور کارونه نه ډېروې، ته تاوان کوونکی یې.