د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ استازو «سټیو وېټکوف» او «جېرډ کوشنر» د اوکراین جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلو هڅو په دوام، دا ځل د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره کتلي دي.
دغو امریکايي استازو له زلنسکي سره تر خبرو وروسته ویلي چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د دوی په هڅو کې پرمختګ شوی دی.
دوی ډاډ څرګند کړی چې له اوکراین مخکې یې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د کتنې پرمهال د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره مانالرونکې نظریې اورېدلې دي.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین او امریکایي استازو د تېرې شنبې په ورځ تر ټولو اوږدې خبرې کړې او د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره یې نظرونه تبادله کړي دي.


























































