د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په اووه ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان او ننګرهار ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شته.
هواپېژندنې ادارې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل کېدای شي.
بلخوا په ختیځو ولایتونو کې د سختو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.


























































