د معیار او کیفیت ادارې مسوولین وایي چې په حیرتان بندر کې ۶۹ ټُن کمکیفیته سمنټ له ارزونې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
دې ادارې خبر ورکړی چې دغو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او د حیرتان بندر د معیار او کیفیت امریت مسلکي کارکوونکو له لوري له تخنیکي څېړنو او اړینو ازموینې ترسره کولو وروسته مسترد شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې همداراز ویلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه پرمخ وړل کیږي او د هر ډول کمکیفیته توکو د واردېدو مخه به ونیول شي.
یادې ادارې بار بار له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د هر ډول بېکیفیته توکو له واردېدو ډډه وکړي.


























































